1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګلا مرکل د مهاجرو د ساتلو له امله د ترکیې د هڅو ستاینه کړې

۱۳۹۶ فروردین ۱۱, جمعه

د ترکیې او آلمان ترمنځ د سیاسي او دپلوماتیکي ترینګلتیاوو ترڅنګ، د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل د اروپا د خلکو د ګوند په کنګره کې بیا هم د ترکیې ستاینه له دې امله وکړه چې په خپله خاوره کې یې مهاجرو ته ځای ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2aTMs
Türkei Ankara Treffen zur Flüchtlingskrise Merkel
انځور: Reuters/U. Bektas

مرکل یو ځل بیا د ترکیې د هغو هڅو یادونه او ستاینه وکړه چې په خپل هیواد کې یې مهاجرین ساتلي او ویې ویل چې دغه کار یوازې هغه څه دي چې د ستونزو سربیره اروپا له آنقرې سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

په مالتا کې د خلکو د ګوند په ګنګره کې د آلمان صدراعظمې دغه پوښتنه را پورته کړه چې په داسې حال کې چې سوریه د اروپا شرقي پولې ته څیرمه د قبرس څنګ کې پرته ده، ولې یوازې ترکیه، اردن او لبنان د سوریايي مهاجرینو بار پر خپلو اوږو وړي.

انګلا مرکل په دې هکله وویل: «پر ترکیې باندې د ټولو نیوکو ترڅنګ، دې هیواد د ۳ میلیونو سوریايي مهاجرینو له پاره ډیرې هلې ځلې کړي او دا کار سم دی چې اروپا غواړي په دې هکله له ترکیې ملاتړ وکړي.»

نوموړې همدا راز زیاته کړه، دا چې اروپا «له دې وړاندې ډیره بې پروايي» کړې وه، آلمان پریکړه وکړه چې مهاجرین په خپله خاوره کې قبول کړي. مرکل زیاته کړه: «حقیقت دا دی چې هغه وخت چې د مهاجرینو د کمپونو د لګښتونو موضوع مطرح کیږي، موږ بیا بل لوري ته پام کوو.»

په اروپا کې د مهاجرت د کړکیچ پرمهال، اروپايي ټولنې د مرکل په مشرۍ له ترکیې سره توافقنامه لاسلیک کړه او په دې کار سره اروپا ته د ترکیې د اوبو او همدا راز د یونان له لارې د ګڼ شمیر مهاجرینو د راتګ مخنیوی وشو.

د دې توافقنامې په بدل کې ترکیې له اروپا څخه ۶ میلیارده یورو، په اروپايي ټولنه کې د چټک غړیتوب ترلاسه کولو او همدا راز اروپا ته پرته له ویزې د ترکي اتباعو د تګ غوښتنه کړې وه. له هغه وخت راهیسې، ترکیې اروپايې ټولنه د خپلو ژمنو په نه عملي کولو تورنه کړه او څو ځله یې د دې توافقنامې د لغو کولو خبردارۍ ورکړی دی. 

د اروپايي ټولنې ځینو هیوادونو د یاد تړون پر سر نیوکې کړي او پر ترکیه تور پورې کوي چې ترکیه له مهاجرینو او د مهاجرینو پر سر شوی تړون د خپلو غوښتونو د لاسته راوړلو او همدا راز په اروپايي ټولنې باندې د فشار راوستلو د یوې آلې په توګه کاروي.