د آلمان زيات پيلوټان نه غواړي رد شوي افغان مهاجر انتقال کړي
۱۳۹۶ آذر ۱۴, سهشنبهد آلمان محلي رسنيو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د دغه هيواد ډير پيلوټان د اخراجي مهاجرو د حامل الوتکو له پروازونو څخه ډډه کوي.
د هغو معلوماتو له مخې چې د آلمان حکومت، په پارلمان کې د کيڼ اړخي ګوند د غوښتنې په ځواب کې وړاندي کړي دي، د اخراجي مهاجرو ۲۲۲ پروازه د پيلوټانو له خوا ځنډول شوي دي. دغه پيلوټان نه غواړي چې افغانستان ته د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج په جنجال کي ونډه ولري.
په آلمان کې د ردشويو افغان مهاجرو د اخراج موضوع ډېره توده. پر دې سربيره چې په افغانستان کې تاوتريخوالی او ناامني مخ پر زياتيدو ده، د آلمان حکومت وايي چې په دغه هيواد کې «امن سيمې» شته.
د ۲۰۱۷م کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر مياشتي پورې د رد شويو مهاجرو شاوخوا ۸۵ پروازونه پيلوټانو توقف کړي دي. دغه پروازونه د آلمان اصلي هوايي شرکت «لوفتهانزا» او د هغه شريک شرکت «يورو وينګز» درولي دي.
د دغو اخراجي پروازونو له ډلې څخه شاوخوا۴۰ سلنه يې د دوسلدورف په هوايي ډګر کې لغو شوي دي. دا هغه ځای دی چې په پرله پسې توګه د مهاجرو د اخراج پر وخت په کې مظاهرې شوي دي.
خو د پيلوټانو له خو د اخراجي مهاجرو پروازونه تر ټولو زيات په فرانګفورت هوايي ډګر کې لغو شوي دي. د آلمان حکومت شمېرې ښيي چې د دغه هيواد په دغه تر ټولو لوي هوايي ډګر کې۱۴۰ پروازونه متوقف شوي دي.
الیزابت شوماخر/ ح. م/ م. ک. ص.
زموږ له ارشيف څخه: