۱۳۹۶ دی ۲۸, پنجشنبه د آلمان د سوسیال دیموکرات کیڼ سیاستوال او د ځوانانو سازمان وايي چې د گوند مشرانو د انگلا مېرکل د مسیحي دیموکرات او د هغې د متحد مسیحي سوسیال گوندونو سره په آزمایښتي خبرواترو کې د مهاجرو په شمول په ډيرو نورو، ټولنیزو، اقتصادي او مالي پروگرامونو کې ډیرضعیف موقف غوره کړی دی. هغوی د یوه ستر ائتلاف مخالفت کوي. عبدالباري حکیم له آریانا نیوز سره پر دې موضوع رڼا اچوي.