1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کورنیو چارو آلماني وزیر د ادغام له پاره لس ټکي وړاندیز کړي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د یوه حاکم آلماني فرهنګ له پاره خپل د لسو ټکو یو نوم لړ وړاندی کړی. نوموړي ټینګار کړی چې هغه څوک چې «حاکم فرهنګ» نه پیژني یا یې ردوي، نو د آلمان په ټولنه کې یې ادغام امکان نه لري.

https://p.dw.com/p/2cB5N
Deutschland Innenminister Thomas de Maizière
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، یوې آلمانۍ ورځپاڼې «بیلد ام زونتاګ» ته په یوه مقاله کې لیکلي: «زه غواړم چې د آلمان د حاکم فرهنګ په هکله د ځینو ټکو په وړاندې کولو سره خلک دغه بحث ته دعوت کړم.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر په دې باور دی چې هغه څوک چې د خپل ځانګړي فرهنګ په هکله ډیر ډاډه وي، هغه کس غښتلی وي. نوموړی زیاتوي چې په هرصورت د انساني کرامت ساتل تر ټولو لوړ کار دی.

توماس دیمیزیر په دې مقاله کې د لسو ټکو په هکله خبرې کړي دي. د هغه په آند دغه ټکي د آلمان د حاکم فرهنګ یوه برخه ده. د بیګلې په توګه د آلمان په ټولنیزو عادتونو کې د احوال اخیستنې پرمهال لاس ورکول، خپل مخ ښکاره کول او خپل نوم اخیستل یو عادي کار دی. 

د دموکرات مسیحي ګوند دغه سیاتوال همدا راز ټینګار کوي: «مونږ برقه نه یو» دا په دې معنی چې په دې ټولنه کې د ځان پټونې یا برقې اغوستل یو اضافي کار دی.

د دې سربیره حاکم فرهنګ په دې معنی دی چې زده کړه د ټولو له پاره اړینه، د کار په هکله د مسولیت منل، له اسرایلو سره د اړیکو په تړوا د آلمان د تاریخي میراث اړیکه او فرهنګي ثروت یو له اساسي ټکو څخه دي.

ټولنه او مذهب

د عیسوي پروتستانت مذهبه دغه سیاستوال لیکلي دي: «زموږ په هیواد کې مسیحي مذهب حاکم دی. موږ په مذهبي سولې کې ژوند کوو او په دې توګه د خلکو حقوق پرته له کوم قید او شرط څخه د ګډ دولتي او ټولنیز ژوند د ټولو قواعدو په پرتله لومړیتوب لري.»

نوموړی همدا راز زیاتوي چې په دې هیواد کې دین او مذهب د اړیکو ساتلو یوه وسیله ده نه د بیل والي. هغه ویلي چې په دې هکله په جمهوري فدرالي آلمان کې کلسیاګانې ډیرې هڅې کوي ترڅو د ټولنې خدمت وکړي.

د دموکرات مسیحي ګوند دغه غړی همدا راز د «روڼ آنده هیواد پالنه» هم د خپلو لسو ټکو په کتار کې راولي. د هغه له نظره یو هیواد پال پرته له دې چې له نورو هیوادونو نفرت وکړي، له خپل هیواد سره مینه لري.

د «حاکم فرهنګ» مفهوم په آلمان کې یوه جنجالي موضوع ده خو دیمیزیر پر دې موضوع باندې انتقادونه رد کړل. کریستیان لندنر، د خپلواک آلمان د ګوند یا «اف. ډي. پي» رهبر د آلمان کورنیو چارو پر وزیر توماس دیمیزیر د هغه د لس ټکو په هکله له دې امله نیوکه وکړه چې د آلمان د حاکم فرهنګ په هکله په دې لسو ټکو سره غواړي خپله انتخاباتي مبارزه پرمخ یوسي.

خو بل لوري ته د آلمان د کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکوي چې ټول هغه کسان چې زموږ هیواد ته راځي او دلته د پاتې کیدو اجازه لري، موږ هغوی ته خپل غیږ پرانیزو. خو هغه کسان چې زموږ له فرهنګ سره بلد نه دي او یا نه غواړي چې بلد شي او یا یې اصلاً ردوي نو په دې صورت کې په «آلماني ټولنه کې د هغوی ادغام ناممکن دی».