1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کورنيو چارو وزير غواړي د اخراج بهير اسانه کړي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱, شنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزارت په پام کې لري يو لړ هغه خنډونه له مخې لرې کړي چې د ردشویو مهاجرو د اخراج مخنيوی کوي. د هورست زيهوفر نوي پروګرم به تر هر څه زيات د مهاجرو پر داخلیدو، په اړه يې تصميم او اخراج باندې تمرکز ولري.

https://p.dw.com/p/2wRT7
CSU Innenminister Horst Seehofer - Familiennachzug
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفرانځور: picture alliance/dpa/T. Hase

د آلمان د نوي ائتلافي حکومت تر جوړيدو وروسته، هورست زيهوفر په دغه حکومت کې د کورنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو. زيهوفر په وار وار ټينګار کړی دی چې په نژدې راتلونکې کې به د آلمان په مختلفو برخو کې د مهاجرو د ساتنې مرکزونه جوړ کړي. په دغو مرکزونو کې به هغه مهاجر چې تازه آلمان ته داخليږي، تر هغه وخته چې خپل د پناه غوښتنې غوښتنليک وړاندې کوي، او بيا يې څيړنه دوام کوي، ساتل کيږي. همدا ډول به هغه رد شوي مهاجر هم په دغو مرکزونو کې ساتل کيږي چې د اخراج په معرض کې قرار لري.

داسې ويل کيږي چې په مجموعي توګه به دغه ډول ۴۰ مرکزونه چې «انکر» ورته وايي، د آلمان په مختلفو سیمو که ورغول شي. انکر د درو آلماني کلمو «داخلیدل، څيړنه او اخراج» مخفف دی.

دربست طيارې

په دې اړه چې تر اوسه کومې څرګندونې شوي دي په هغو کې ویل شوي دي چې په هر انکر کې به تر ۱۵۰۰ پورې مهاجر ساتل کيږي. د زيهوفر د خبرو پر اساس، رد شوي مهاجر بايد له همدغو مرکزونو څخه په مستقيمه توګه بيرته خپلو هيوادونو ته واستول شي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت په پروګرام کې ويل شوي دي چې ردشوي مهاجر بايد په ډلييزه توګه په کراه کړل شويو چارتر يا دربست طیارو کې اخراج کړل شي نه د هوايي شرکتونو په عادي طيارو کې. 

Deutschland Flüchtlingszentrum in Bamberg
په ټول آلمان کې به د مهاجرو د ساتنې ۴۰ مرکزونه جوړ کړل شي. د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/N. Armer

زيهوفر آلمانۍ مجلې شپيګل سره په مرکه کې هغه ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې په دغو مرکزونو کې مهاجر د توقيف په توګه ساتل کيږي. هغه وويل چې دا ډول څرګندونۍ د «ويرونکو افسانو» په څير دي. زيهوفر زياته کړه د مرکزونو د جوړولو څخه موخه دا ده چې د څو مياشتو په دننه کې چې د مهاجرو دوسيې څيړل کيږي، اړوندې ادارې هغو ته لاسرسی ولري. د آلمان د کورنيو چارو وزارت د احتمالي ستونزو د مخنيوي په موخه، په نظر کې نه لري چې دغه تاسيسات دې ډير لوي وي. هورست زيهوفر په دې اړه وويل: «په دغه هر يوه مرکز کې بايد له زرو څخه زيات کسان و نه ساتل شي.»

د مهاجرو ادغام

د آلمان د کورنيو چارو وزير په عين وخت کې د منل شويو مهاجرو پر ادغام ټينګار کوي. هغه وايي د منل شويو مهاجر د ادغام بهير به چټکوي. هغه په دې اړه وويل: «هغو مهاجرو له پاره چې د اقامت حق لري، د ښه ادغام پرته ورته بله هيڅ لاره شتون نه لري. له دې پرته به، د «هارتز ۴» مرستې، د مهاجرت بهير د ملاتړ موجب وګرځي. «هارتز ۴» ټولنيزو يا د سوسيال مرستو ته ويل کيږي.

خو په عین وخت کې يو شمیر سياسي کړيو او د مهاجرو ملاتړ کوونکو ډلو د آلمان د کورنيو چارو وزارت پر دغه پروګرام نيوکې کړي دي. د آلمان کيڼ اړخي او زرغون ګوندونه له دې بابته انديښنه کوي چې په نويو مرکزونو کې د مهاجرو ساتل به د دې لامل وګرځي چې د هغو اړيکې له رضاکارو مرستندويانو او مدافع وکیلانو سره کمې شي.

AJ/Rsh/wa/ust/sam (kna, afp, dpa)

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: