1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د نوې کابینې هيڅ غړی د مهاجرت سابقه نه لري

۱۳۹۶ اسفند ۲۷, یکشنبه

د آلمان د نوې کابینې د کار له پیل څخه د ګوتو په شمیر ورځې تیرې شوي خو د کابینې د ترکیب له امله خپګان لیدل کیږي. که څه هم په دې کابینه کې د میرمنو او ځوانانو حضور ډیر شوی خو له دوی څخه یو یې هم د مهاجرت سابقه نه لري.

https://p.dw.com/p/2uXkM
Deutschland Ernennung des neuen Bundeskabinetts
انځور: Reuters/F. Bensch

د فدرال آلمان په نوې کابینه کې د داسې آلماني اتباعو نومونه نه لیدل کیږي چې د مهاجرت سابقه ولري. که څه هم د آلمان په ملي لوبډله کې د مصطفی، اوجیل او یا هم خدیرا په څیر نومونه د مودو راهیسې هره ورځ د آلمانانو په خوله وي، خو دغو نومونو ته ورته نومونه بیا د آلمان د صدراعظمې انګلامیرکل په کابینه کې نه لیدل کیږي.

د آلمان د نوي حکومت په کابینه کې د آلمان د داسې ښاریانو نه شتون چې د مهاجرت سابقه لري، د هغو ټولو کسانو چې د آلمان په معاصر تاریخ کې د مهاجر منونکي یوه هیواد په توګه چیرته چې د مهاجرت د سابقې لرونکي سیاستوال هم د حکومت په لوړو مقامونو کې حضور درلودی شي، د نارضایتی سبب ګرځي.

په آلمان کې د مسلمانانو د شورا رئیس ایمن مازیک د آلمان د صدراعظمې په توګه د انګلامیرکل د څلورمې دورې په ترڅ کې د وزارتونو د ویش په اړه دویچه ویله ته وویل چې: «ما پر دغه څه سخته نیوکه ونکړه، بلکې یوازې مې په دې هکله لنډه تبصره وکړه چې د آلمان فدرال حکومت لکه څرنګه چې ښکاري ډیر کم یا په ندرت سره د مهاجرت د سابقې له موضوع سره اړیکه نیسي.»

په داسې حال کې چې دغه څه د آلمان د ټولنې له واقعیتونو سره په ښکاره توګه په ټکر کې دي، ځکه چې: هیڅ فرق نه کوي چې کومې شمیرې په نظر کې ونیول شي خو نن ورځ د آلمان د ټولو ښاریانو تقريبا یو پر څلورمه او یا هم یو پر پنځمه برخه داسې خلک تشکیلوي چې د مهاجرت سابقه لري.

د ادغام په هکله د حکومت د پخواني استازي نیوکې

د آلمان د سوسیال دموکرات له ګوند څخه د ادغام په چارو کې د حکومت پخوانۍ استازې او د دې هیواد د پارلمان یا بوندیستاګ غړې د ایدان یوګوس له پاره د مرکل نوې کابینه د ادغام د سیاست له پلوه یو په شا تګ دی. نوموړي په دې هکله دویچه ویله وویل چې: «زما له نظره دوی د ډیرو مسائلو په هکله بې اندازه فکر وکړ، له محلي ویش نه نیول تر د نارینه وو او ښځینه مساوات د ساتلو پورې؛ خو له بده مرغه مهاجرت د استازیتوب په هکله اصلا فکر نه دی شو.»

Aydan Özoğuz
ایدان یوګوس: په نوې کابینه کې د ادغام له پلوه په شاتګ شویانځور: Aydan Özoğuz

نوموړي د مرکل په کابینه کې د نوښت د فقدان په هکله دویچه ویله ته داسې تشریح ورکړه: «دا ناڅاپي نه ده چې اوس دغه راز څه پیښیږي. زه فکر نه کوم چې د دې کار تر شا دې دلیل بد نیت وي، بلکه په دې باور یم چې دغه څه د سیاست د شک او تردید ښکارندويي کوي.»

اوګوس چې په ۱۹۶۰م کال کې یې د یوه ترکي سوداګر د لور په توګه په همبورګ کې را لویه شوې، په خپل وجود کې یې د بیګانه توب او نفرت فضای یې تجربه کړې. په همدې وروستیو کې د آلمان یوه ښي اړخي ګوند یعنې د آلمان له پاره بدیل ګوند د ترکي اتباعو آلماني والی تر پوښتنې لاندې راوست و یلي یې وو چې باید دوی د کثافاتو په څیر «اناتولي ته واچول شي.»

خو د دې ټولو سریبره د آلمان کابینه یواځینی ځای نه دی چیرته چې ټولنیز ژوند پکې په ناکافي صورت انعکاس موندلی. د آلمان په فدرال پارلمان کې د داسې استازو شمیر چې د مهاجرت سابقه ولري د دې هیواد د مهاجرینو د ټول نفوس د شمیر په تناسب ښکاره کم دی.

د آلمان په پارلمان کې د استازو شمیرو ته که وکتل شي له ټولو ۷۰۹ استازو څخه یوازې ۵۷ تنه یې د ادغام شخصي تجربه لري. له دې ډلې څخه ۱۴ کسان ترکي الاصله دي چې په پارلمان کې اته سلنه څوکۍ په اختیار کې لري. په داسې حال کې چې په آلمان کې ۱۸،۶ میلیونه د مهاجرت سابقه لرونکی نفوس شتون لري او په دې ترتیب دوی باید د آلمان په پارلمان کې یو پر پنځمه د ټولو وکیلانو برخه تشکیل کړې وه. 

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم، زموږ له آرشیف څخه: