1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د نوي پارلمان لومړۍ ناسته له جنجالونو سره مله وه

۱۳۹۶ آبان ۳, چهارشنبه

د آلمان پارلمان یو نوی عصر پیل کړ. د دې پارلمان نوي مشر ولفګنګ شویبله، په دیپلوماتیکه شیوه د مناقشو د حل غوښتنه وکړه. دا تر جګړې وروسته لومړی ځل دی چې یو ښی اړخه ګوند مرکزي پارلمان ته لار موندلې ده.

https://p.dw.com/p/2mTQg
Bundestagssitzung Berlin
انځور: Reuters/F.Bensch

د سه شنبې په ورځ پر۱۱بجو د آلمان د نوي پارلمان لومړی ناسته په زنګ غږولو سره پیل شوه. درې دقیقې لا نه وې تیرې شوې چې روښانه شوه، نور نو په دې پارلمان کې یو بل ډول لحن حاکم دی. د پرانیستې غونډي د رئيس په توګه د پارلمان د تر ټولو سابقه لورونکي غړي ټاکل کیدل چې په اصل کې یو تشریفاتي جنبه لري، په یوې سیاسي موضوع بدله شوه.

د روان کال د سپتمبر مياشتي د ۲۴مې نیټې په ټاکنو کې د آلمان له پاره بدیل ښی اړخی ګوند، د لومړي ځل له پاره وتوانید چې پارلمان ته د داخلیدو له پاره اړیني رايي ترلاسه کړي. د مقرراتو له مخې د پارلمان هره جناح کولای شي چې د مرستیال او د رئيسههیئت غړی، له پاره خپل یو غړی معرفي کړي. خو د آلمان له پاره د بدیل ګوند نوماند د اړینو رایو په ترلاسه کولو و نه توانید او په دې ترتیب سره دغه څوکۍ خالي پاته شوه. له بلې خوا بیا د آلمان پخواني پارلمان د سه شنبې ورځې تر غونډي مخکې، د پرانیستي غونډي د ریاست قانون بدل کړی وو.

Deutschland 1. Sitzung im neuen Bundestag
ولفګنګ شویبله، د آلمان د پارلمان نوی مشرانځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان له پاره بدیل ګوند ویاند برند باومن، پر دغو بدلونونو باندي نیوکه وکړه او ویې ویل چې مخکني پارلمان په آګاهانه توګه دغه مقرراتو ته بدلون ورکړی وو چي د «آلمان له پاره بدیل ګوند» د احتمالي نوماند په ضرر تمام شي. هغه وویل چې اوس نو د پارلمان د تر ټولو زوړ غړي پر ځای د دې پارلمان تر ټولو سابقه لرونکی غړی غونډه پرانیزي. باومن په جدیت سره وویل: «دا یو روښانه مانور وو چې موږ تاسي نه پریږدي چې مخ پر وړاندي ولاړ شئ.»

د پرانیستغونډې د مشر او پارلمان د رئيس ټاکنه

په دې ترتیب سره د آلمان له پاره بدیل ګوند جناح غوښتنه رد شوه. پنځه پارلماني جناحوي د هغه پر ضد ودریدې. دې موضوع د پارلمان لومړۍ غونډي ته ډیر جدیدت ورکړ او ښايي د پارلمان د راتلونکو څلورو کلونو پر کړنو هم اغیزې ولري.

د آلمان له آزاد دیموکرات ګوند یا FDP څخه هرمن اوتو سولمز، له خپلې ۳۳ کلنې کاري سابقې سره د پرانیستونکې غونډي مشرتوب پرغاړه واخیست. هغه د پارلمان له پخواني مشر نوربرت لمرت، څخه تر مننې وروسته، پر ټولو استازو باندي غږ وکړ چې یو د بل درناوی وکړي. هغه وویل چې په پارلمان کې هغه څه ځای نه لري، لکه په ټولنیزو رسنیو کې چې کيږي، خو د اختلاف وړ موضوعګانو پر سر بحث بیا د مقرراتو په چوکاټ کې ځای لري. سولمز بيا وویل: «موږ ټول یو ډول دنده لرو، یو ډول حقوق لرو خو مسئولیتونه مو هم یو ډول دي.»

تر دې وروسته د پارلمان د نوي رئيس د ټاکلو له پاره رای اچونه پیل شوه. د دې دندې له پاره نوماند د هغه ګوند له خوا ټاکل کیږي چې تر نورو یې ډیري رایې ترلاسه کړې وي. په دې ترتیب سره نو د مالیې وزیر ولفګنګ شویبله، چې کاري دوره یې پای ته رسیږي، د ۵۰۰ رایو په ترلاسه کولو سره د آلمان د فدرال پارلمان د راتلونکې دورې د مشر په توګه وټاکل شو.

شویبله چې له ۱۹۷۲م کال راهیسې د پارلمان غړیتوب لري، وویل چې هغه وخت هم د آلمان په پارلمان کې فضا د نن ورځې په څیر وه. هغه د سیاسي ګوندونو تر منځ اختلافاتو ته په اشارې سره وویل: «په تیرو میاشتو کې زموږ په هیواد کې له اهانته ډک او سپکوونکي لهنونه موجود ول. دا موضوع په متمدن ډول د یو بل ترڅنګ ژوند کې ځای نه لري.»

شویبله هم ټینګار وکړ چې د پارلمان غړي باید په دې ځای کې یو بل و نه وهي، بلکې د متقابل احترام په پام کې نیولو سره بحث وکړي.

تر دې وروسته د پارلمان د رئيس، پنځه غړي له پنځو پارلماني جناحو څخه وټاکل شول. له سوسیال مسیحي ګوند څخه پیتر فریدریش، له سوسیال دیموکرات ګوند څخه توماس اوپرمن، له آزاد دیموکرات ګوند څخه ولفګنګ کوبیسکي، له زرغون ګوند څخه کلاودیا روت او له کیڼ اړخي ګوند څخه بیا پیترا پاو د مرستیالاتو په توګه وټاکل شول. د آلمان له پاره بدیل ګوند نوماند ۷۵ کلن البریشت ګلاسر، بیا و نه توانید چې د رای اچوونې په درو وارو دورو کې د دې مقام د ترلاسه کولو له پاره کافي رايي وګټي.

د پارلمان پنځو جناجو لا وختي د ګلاسر له نوماندي سره د هغه د اسلام ضد څرګندونو له کبله مخالفت ښوولی وو.