د آلمان د نوردراين ويستفالن ايالت څو مهم ښارونه وپيژنئ
نورد راين ويستفالن ايالت د آلمان په لويديځ کې پروت دی. دوسلدورف يې پلازمينه او بن، کلن او ايسن يې د لويو ښارونو له ډلې څخه دي. دلته يې څو انځورونه او په اړه معلومات کتلای او لوستلای شئ!
د هوهنڅولیرن پل - کلن
دا پل د نورد راين ويستفالن په ايالت په کلن ښار کې دی. دا ۴۰۹،۱۹ متره اوږود پل، د آلمان د اورګاډو د شرکت (دي بې) ملکيت دی، چې په يوه وخت کې ۶ اورګاډي ورباندې په موازي شکل تګ راتک کولای شي. دا د کلن ښار د مشهور او ښايسته پلونو څخه دی.
ماښام او شپه
د هوا په تياره کيدو او د هوهنڅولرن پله او د کلن کليسا د څراغونو په لګيدو سره ښار ځانګړې ښکلا خپله کوي. د پله دوو اړخو کې پراخ پياده روونه جوړ دي چې تر ډيره سيلانيان ورباندې د سيند يوې او بلې غاړې ته تګ راتګ کوي.
د قفلونو يا کولپونو دود
په آلمان کې دود دی چې مينان د پلونو په پنجرو کې په خپلو نومونو کلوپونه بندوي. د هوهن څولرن د ۴۲۰ متره اوږود پله د دواړو غاړو پنجرو کې په لسونو زره قلفونه بند دي. په ډيرو برخو کې يې حتی د يوه قلف بندولو ځای هم په سختۍ پيدا کيږي.
کران هاوس
د سر چپه انګلیسي «ايل» توري په شکل د کران هاوس دغه ساختمانونه هم د کلن ښار له مشهور ساختمانونو څخه ګڼل کيږي. د کران هاوس ۱۷ پوړيز ساختمانونه د راين سيند په سويلي غاړه کې رغول شوي دي.
د راين مازديګر
کلن ښار کې د راين سيند پر غاړې د تفريح او چکر له پاره تر ټولو ښه وخت مازديګر دی. تر هغې وروسته د ماښام تياره کيدل يې هم زړه راښکونکی دی.
مازديګر تر ټولو ښه وخت
د مازديګر و ماښام په نژدې کيدو سره د سيند دواړه غاړې له ښکلې او د سيل له پاره په کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياتیږي.
د کلن ماسخوتن او د «کولن تراينګل» برج
د «کولن تراينګل» يا د کولن مثلث ۱۰۳ متره لوړ برج هم د کولن ښار له مهمو ځایونو څخه دی. که تاسو غواړئ د کولن ټول ښار له پاسه وګورئ نو دغه برج ته پورته کيدل مه هیروئ. ټکټ يې د ۵ يورو په شاوخوا کې دی. انځور د هوهنڅولرن پله له پياده رو څخه اخيستل شوی دی.
د کولن تراينګل له سره
که تاسو د کولن تراينګل برج سر ته پورته کيږئ نو د کلن ښار او شاوخوا سيمې يې په دغه ډول ليدلی شۍ.
د ښار بله برخه
دا انځور هم د کولن تراينګل برج له سره اخيستل شوی چې په کې د هوهن څولرن پل، د کلن دووم (کليسا)، د کلن د تلويزيون برج او ځينې نورې مهمې برخې ترسترګو کيږي.
دوسلدورف
د نورد راين ويستفالن ايالت په پلازمينه دوسلدورف ښار کي دغه د ژمي په موسم کي اخيستل شوی يو انځور دی. تر سترګو کېدونکی کوچنی سيند د ښار په منځ کې بهيري. شاوخوا ونې يې د شپې پر وخت له څراغونو ډکې وي. په ځانګړې توګه د نوي کال او کريسميس جشن په شپو کې يې ښکلا ډيره وي.
د دوسلدورف نړيوال هوايي ډګر
دغه هوايي ډګر د درې ترمينلونو په لرلو په حاضر وخت کې د کال ۲۲ ميليون مسافرو ريکارډ لري. هغه رد شوي افغان مهاجر چې د نورد راين ويستفالن ايالت څخه بيرته افغانستان ته اخراجيږي بعضي يې له همدې هوايي ډګر څخه استول کيږي. دغه انځور هم د افغانانو د اخراج په ورځ اخیستل شوی چې په وروستۍ برخه کې افغان مظاهره کوونکي هم ترسترګو کیږي.
دوسلدورف ښار يوه بله سيمه
د دوسلدورف ښار يوه بله سيمه
عصري انجنيري په دوسلدورف کي
د زړو ښاختمانونو تر څنګ په عصري ډيزاينونو نوې جوړې شوې ودانۍ هم ډيرې رغول شوي دي.
بن - پست ټاور
پست ټاور د نوردراین ویستفالن په بن ښار کې دی. ۴۱ پوړونو په لرلو ۱۶۲ اعشاريه ۵ متره لوړ دی. مالک يې د آلمان د پست اداره ده. ترڅنګ يې د دويچه ويله د دفتر سپين رنګ لرونکی اوږد ساختمان هم ترسترګو کيږي.
د ايسين ښار
د نورد راين ويستفالن ايالت يو بل مهم ښار «ايسن» دی. په دغه انځور کې تاسو د دغه ښار د ځمکې لاندې د اورګاډو د ميترو يوه برخه وينئ. ايسن يو د هغو ښارونو څخه دی چې ډیر افغان مهاجر په کې ميشت دي.
د ايسين ښار شپه
د نوي کال او کريسميس جشن په شپو کې د ايسن ښار د يوې برخې انځور.
ويزيل ښار
ويزل د آلمان د نورد راين ويستفالن ايالت له وړو ښارونو څخه دی چې هالند ته نژدې پروت دی. د راين سيند له ويزل ښار له اړخه هم تير شوی دی. [ترتيب کوونکی او انځورګر: محمد کريم صالح]