1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د مهاجرت اداره ډیر شمیر ژباړونکي له دندو ګوښه کوي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲, یکشنبه

د آلمان د مهاجرت فدرال اداره د یو ګڼ شمیر ژباړونکو د فعالیت په هکله له بې اعتماده کېدو اندېښنه لري. د ۲۰۱۷م کال نه نیولې د روان کال تر پایه پورې د داسې ژباړونکو شمیر چې بیا په کار نه ګمارل کیږي، ۲۱۰۰ کسانو ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/2wSnA
Berlin Zentrale Aufnahmeeinrichtung Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/B. V. Jutrczenka

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرال ادارې یا «بامف» ویلي  چې دوی په پام کې لري چې د ۲۰۱۸م کال تر پایه پورې، په مجموعي توګه ۲۱۰۰ تنه ژباړونکي د خپل راتلونکي کال په ماموریت کې په دندو ونه ګماري. د یادې ادارې د دغه اقدام تر شا اصلي دلیل، د ژباړونکو په فعالیت کې د دوی نه مسلکیتوب په ګوته شوی دی.

آلمانۍ ورځپاڼې «بیلډ» د آلمان په پارلمان یا بوندیستاګ کې د چپیانو د ګوند لخوا د مطرح شوې پوښتنې په ځواب کې د فدرال آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې یوازې په ۲۰۱۷م کال کې له ۳۰ تنو ژباړونکو سره همکاري پای ته رسیدلې. د ورځپاڼې په رپوټ کې همدا راز راغلي چې له دندې د دې کسانو د لیرې کولو تر شال دلیل «د چلند اصول ماتول» دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د آلمان په بریمن ښار کې د مهاجرت او پناه غوښتنې پر ادارې یا «بامف» شک شوی چې ګواکې له ۲۰۱۳م کال نه نیولې تر ۲۰۱۶م کال پورې یې ۱۲۰۰ داسې کسانو د مهاجرت غوښتنې ته مثبت ځواب ویلي، چې په اصل کې په شرایطو برابر نه وو.

د رویترز خبري آژانس په حواله، په دې پیښه کې ظاهراً د بریمن ښار د مهاجرت او پناه غوښتنې د ادارې د ځايي دفتر پر پخوانۍ مشرې، د بریمن او نیدرزاکسن ښارونو پر درې مدافع و کیلانو او یو ژباړونکي باندې د ښکیلتیا شک کیږي.

د دې تورونو تر معلومیدو وروسته، د آلمان په پارلمان کې د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت استازي ګونتر ګرینګس څرګنده کړه چې ارزول شوي دوسیې به له سره وپلټل شي. د انګلا میرکل په مشرۍ د دموکرات مسیحي ګوند دغه سیاستوال له «راینشه پوست» رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې فدرال حکومت دغه موضوع « ډیره جدي» ګڼي. کرینګس په دې هکله وویل: «دا طبیعي ده چې موږ دغې پیښې ته د یوه فرصت په توګه ګورو او باید فوراً په راتلونکي کې پام وکړو چې د پناه غوښتنې دوسیې په اساسي او منتقدانه توګه و ارزول شي.»

زموږ له آرشیف څخه: