1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د سیاسي ګوندونو په هکله بايد کوم مهم معلومات ولرئ؟

۱۳۹۶ خرداد ۱۹, جمعه

په آلمان کې به د روان کال ټاکنې د صدراعظمې انګلا ميرکل د تمې خلاف ډیري پيچلې وي او نوي ائتلافونه به رامنځته شي. په دې لیکنه کې تاسې کولای شئ چې د آلمان د سیاسي ګوندونو په هکله معلومات ترلاسه کړئ.

https://p.dw.com/p/2eNjY
Würfelspiel um Deutschland Symbolfoto Angela Merkel Martin Schulz
انځور: picture-alliance/U. Baumgarten

مسیحي ديموکرات اتحاد ګوند یا «سي. ډي. یو»/ مسیحي سوسیال اتحاد ګوند یا «سي. اس. یو»

رنګ: تور

مشره: انګلا ميرکل

د غړو شمیر: ۴۳۰،۰۰۰

په آلمان کې د ۲۰۱۳ پارلماني ټاکنو کې د دې ګوند پایلې: ۴۱.۵ سلنه (د پارلمان د ټولو ۶۳۰ څوکیو څخه یې ۳۱۱ څوکۍ ګټلي)

رایه ورکوونکي/ملاتړي: د دې ګوند زیاتره رایه ورکوونکي تر۶۰ کلونو ډیر عمر لرونکي، کلیساګانو ته تلونکي، او په لیرې پرتو سیمو کې اوسیدونکي دي. د آلمان جنوب لا هم د «سي. ډي. یو» او «سي. اس. یو» د رأیه ورکوونکو اصلي مرکز ګڼل کیږي. سوسیال ديموکرات ګوند همدا راز په آلمان کې د کوچنیو کاروبارونو د درلودونکو او همدا راز د منځني او لږ تعلیم لرونکو کسانو په ډله کې هم ښه ملاتړ لري.

تاریخچه: سوسیال ديموکرات ګوند په ۱۹۵۰م کال کې د آلمان په غرب کې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته جوړ شو، څو د آلمان د مسیحي محافظه کاره رایه ورکوونکو له پاره یو مرکزیت رامنځته شي. تر جګړې او د آلمان تر یوځای کیدو وروسته، په غربي آلمان کې یاد ګوند په تر ټولو غښتلي سیاسي ګوند بدل شو. دې ګوند وکولای شول چې له خپل ملګري ګوند مسیحي سوسیال اتحاد ګوند سره پر آلمان باندې له ټولو ۶۷ کلونو څخه ۴۷ کاله په ګډه حکومت وکړي.

کنراد ادینوير د مسیحي ديموکرات ګوند صدراعظم چې له ۱۹۴۹ څخه تر ۱۹۶۳م کال پورې یې د صدراعظمۍ واګې په لاس کې درلودې، د فدرال آلمان مؤسس ګڼل کیږي. ادینویر او د هغه د هغه مهال د اقتصاد وزیر لودویګ ارهارد چې بیا وروسته صدراعظم وټاکل شو، وکولای شول چې په غربي آلمان کې اقتصادي معجزه رامنځته کړي. د آلمان د غښتلي او دروند ګوند په توګه د دې ګوند اعتبار او شهرت یو ځل بیا هغه وخت لا ډیر شو چې د دې ګوند نوي صدراعظم هیلموت کوهل د حکومت واګې په لاس کې واخیستي. هیلموت د نن ورځې د آلمان له پاره یو بل ستر ګام پورته کړ او هغه په ۱۹۹۰م کال کې د غربي او شرقي آلمان یوځای کول وو.

سیاسي تګلاره او دریځ: انګلا ميرکل او د هغه د مالیې وزیر ولفګنګ شویبله دواړه د «سي. ډي. یو» د ګوند د عنعنوي ارزښتونو د دوام او توقف استازیتوب کوي. آلماني رأیه ورکوونکي پر هغې باندي باور لري چې د هیواد اقتصاد یې پر سم لوري بیايي. نوموړې د همجنسو ودونو مخالفت کوي خو د مهاجرت په هکله د هغې نسبتاً پرانیستی سیاست د دې لامل شو چې د «سي. ډي. یو» په داخل کې ځینې کسان د هغې پر پرانیستې سیاست نیوکې وکړي.

د خوښې وړ د ائتلاف ممکنه ملګري: لیبرال ديموکرات ګوند، سوسیال ديموکرات ګوند او ممکن زرغون ګوند

سوسیال ديموکرات ګوند «اس. پې. ډې»

رنګ: سور

رهبر/مشر: مارتین شولڅ

د صدراعظمۍ له پاره کانديد: مارتین شولڅ

په آلمان کې د ۲۰۱۳م پارلماني ټاکنو کې د دې ګوند پایلې: ۲۵،۷ سلنه (د پارلمان د ټولو ۶۳۰ څوکیو څخه یې ۱۹۳ څوکۍ ګټلي)

د غړو شمیر: ۴۴۰،۰۰۰

رأیه ورکوونکي/ملاتړي: له تاریخې پلوه سوسیال ديموکرات ګوند یا «اس. پې. ډې» د کاریګرو او د سوداګرو د ټولنو ګوند دی. د سوسیال ديموکرات ګوند تر ټولو ډیر ملاتړ کوونکې سیمې د آلمان په غربي برخه کې ډیر نفوس لرونکي صنعتي برخه په ځانګړې توګه د نورد راین ویست فالن، هیسن، او کوز زاکسوني ښارونه دي.

تاریخچه: د آلمان سوسیال ديموکرات ګوند یا «اس. پې. ډې» په ۱۸۷۵م کال کې جوړ شوی، د دې هیواد تر ټولو زوړ او پخوانی سیاسي ګوند دی. د ۲۰مې پیړۍ د لومړۍ لسیزې په هسکو او ژورو کې، یاد ګوند په هیواد کې د ځینو چپ اړخو خوځښتونو، سوداګریزو اتحادیو او کمونیستانو له پاره د چترۍ په څیر رول ولوبوو. خو په ۱۹۱۹م کال کې هغه وخت چې د آلمان کمونیست ګوند رامنځته شو، سوسیال ديموکرات ګوند انقلابیانو پر ځای د اصلاحات غوښتونکو د کور په توګه د تل له پاره پاته شو.

د سوسیال ديموکرات ګوند لومړي صدراعظم چې تر مرګ وروسته هم د دې ګوندې اعزازي مشري ورکړل شوې، ویلي بریدت وو. هغه مهال چې ویلي بریدت د سوسیال ديموکرات او مسیحي ديموکراتانو د ائتلاف پرمهال د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وو، نوموړي تر جګړې وروسته له غربي اروپا سره د سولې د کولو له امله په نړیواله کچه شهرت او اعتبار ترلاسه کړ. نوموړي پر غربي آلمان باندې له ۱۹۶۹څخه تر ۱۹۷۴م کال پورې حکومت وکړ. تر هغه وروسته، د سوسیال ديموکرات ګوند بل لوړي پوړي مشر هیلموت شمدت د هغه ځای ناستی وټاکل شو. د آلمان په سیاسي تاریخ کې دغه دواړې څیرې ډیرې د احترام وړ دي. په ټوله کې، دغه ګوند د فدرالي جمهوریت د ټولو ۶۷ کلونو څخه د ۳۴ کلونو له پاره د حکومت برخه وو او د ۲۱ کلونو له پاره یې د ائتلافونو مشري هم کړې ده.

سیاسي تګلاره او دریځ: د سوسیال ديموکرات ګوند غښتلی ټکی د تل په څیر د هغوی ټولنیز سیاست ګڼل کیږي. دوی د غښتلي ټولنیز بنسټ له پاره مبارزه کوي او په ورته وخت کې دغه ګوند د بندیزونو د وضع کولو په اساس د بې کارۍ د مالي مرستو په وړاندې کولو باور لري.

سوسیال ديموکرات ګوند یا «اس. پې. ډې» په ۲۰۱۵م کال کې په ملي کچه د هر کاري ساعت د لږ تر لږه تنخوا یعنې «۸،۸۴» په ټاکنه اساسي رول درلود.

د یادولو وړ ده چې د سوسیال ديموکرات ګوند د صدراعظم ګیرهارد شرودر لخوا د ۲۰۰۰م کال په لومړیو کې د «۲۰۱۰م کال د اجندا» په نامه د کار په بازار کې د اصلاحاتو د پروګرام په معرفي سره، دې ګوند خپل ځینې عنعنوي ملاتړي له لاسه ورکړل او مارتین شولڅ نوماندي چې غواړي د خپلو سیاستونو اصلاح وکړي، کوم تصادفي کار نه دی. د دوی تازه تمرکز پر ټولنیز عدالت او د مالي پر بیا ویش باندې دی.

د خوښې وړ د ائتلاف ممکنه ملګري: زرغون ګوند، مسیحي ديموکرات اتحاد ګوند او شاید هم چپ اړخي

چپ اړخي «دي لینکه»

رنګ: سور (د ټاکنو پرمهال زیاتره ارغواني رنګ کارول کیږي، څو له سوسیال ديموکرات ګوند څخه یې توپیر آسانه شي.)

مشران/ رهبران: کاتیا کیپینګ او بیرند ریکسینګر

نوماندان: ساهارا واګن کنخت او دیتمار بارتش

په آلمان کې د ۲۰۱۳ پارلماني ټاکنو کې د دې ګوند پایلې: ۸،۶ سلنه (د پارلمان د ټولو ۶۳۰ څوکیو څخه یې ۶۴ څوکۍ ګټلې وې)

د غړو شمیر: ۶۰،۰۰۰

رایه ورکوونکي: د چپ اړخو د ملاتړو سیمې زیاتره په پخوان شرقي آلمان کې پرتې سیمې او اوسني نوي ایالتونه دي. په دې سیمو کې رایه ورکوونکي زیاتره پخوانیو کمونیستانو ته تمایل لري او زیاتره د ډیر عمر لرونکي کسان دي. د آلمان په غربي برخه کې د چپ اړخو د ګوند پلویان بیا زیاتره ناخوښي ځوانان دي چې غواړي د هیواد د عنعنوي ګوندونو پر وړاندې خپله نارضایتي وښيي. که چیرته نظرپوښتونو ته سر ور ښکاره کړو او باور پرې وکړو، نو د دې ګوند زیاتره غړو د تیرو دوو کولو په ترڅ کې په دې هیواد کې ملتپاله پاپولیستانو یا د آلمان له پاره بدیل «AfD» ګوند ته مخه کړې.

تاریخچه: که څه هم دغه ګوند په ۲۰۰۷م کال کې رامنځته شوی، خو د چپ اړخو ګوند ډیره اوږده تاریخچه لري. تر اوسه پورې هم چپ اړخي ګوند د سوسیالیست متحد ګوند یا «اس. اي. ډي» چې په ۱۹۹۰م کال کې یې د آلمان تر بیرته یوځای کیدو پورې په شرقي آلمان کې حکومت وکړ، برخه ګڼل کیږي. چپ اړخی ګوند د سوسیالیست متحد ګوند «اس. اي. ډي» ، د سوسیالیست ديموکراتانو ګوند «پې. ډې. اس» او د کارګرو او ټولنیز عدالت یا د ټاکنو له پاره بدیل خوځښت څخه تشکیل شوی دی. د کارګرو او ټولنیز عدالت یا د ټاکنو له پاره بدیل خوځښت د سوداګرو د اتحادیو او د سوسیال ديموکراتانو له ناراضه غړو چې د هغه وخت د صدراعظم ګیرهارد شرودر له خوا په ټولنیزو مالي مرستو کې د کمښت له امله ترې جدا شوي وو، جوړ شوی دی. له دوی څخه تر ټولو مهمه څیره د شرودر لومړنی د مالیې وزیر او د سوسیال ديموکرات ګوند رهبر اوسکار لافونتاینه وو. اوسکار بیا وروسته د چپ اړخو د ګوند مشر شو او تراوسه پورې هم د یاد ګوند یو له اغیزناکو څیرو څخه شمیرل کیږي.

د دې له پاره چې دوی د شرقي آلمان له دکتاتور سره څه نا څه وصل دي، چپ اړخي د نورو سیاسي ګوندونو د خوښې وړ خلک نه دي او تر اوسه پورې هیڅکله هم د آلمان په کچه د ائتلاف برخه نه دي ګرځیدلي. د یادولو وړ ده چې چپ اړخي په ایالتي کچه بیا د حکومتولۍ ډیره تجربه لري.

سیاسي تګلاره او دریځ: دوی اوسمهال د آلمان په پارلمان کې تر ټولو ستر اپوزیسیون ګوند دی او دوی یوازنی ګوند دی چې په بهرنیو هیوادونو کې د آلمان د پوځ د ماموریت مخالفت کوي. دوی همدا راز غواړي چې ناټو منحل شي او غواړي چې په آلمان کې په ملي کچه د هر ساعت تنخوا چې اوسمهال «۸،۸۴» یوره ده، لس یورو ته لوړه شي. د سیاسي چارو ځینې کارپوهان لا هم چپیانو ته د سخت دریځو د ګوند په سترګه ګوري چې غواړي په آلمان کې کپیټلیسټي یا د سرمایه دارۍ سیستم بدل کړي. دغه ګوند په اصل کې بیا قوي بازار د رامنځته کولو، د کرایه کولو د لوړې کچې د ټاکنې او لا ډیرو ټولنیزو پانګونو ملاتړی دی.

د خوښې وړ د ائتلاف ممکنه ملګري: سوسیال دموکرات ګوند «اس. پې. ډې» یا زرغون ګوند

زرغون ګوند (بوندنیس ۹۰ / زرغون)

رنګ: زرغون

مشران/رهبران: چیم اوزدیمیر او سیمونه پیتر

نوماندان: چیم اوزدیمیر او کترین ګورینګ ایکاردت

په آلمان کې د ۲۰۱۳م کال په پارلماني ټاکنو کې د دې ګوند پایلې: ۸،۴ سلنه (د پارلمان د ټولو ۶۳۰ څوکیو څخه یې ۶۳ څوکۍ ګټلې وې)

د غړو شمیر: ۶۰،۰۰۰

رایه ورکوونکي/ملاتړي: زرغون ګوند تر ډیره پورې د لوړو زده کړو لرونکو او د ښاري سیمو اوسیدونکو کسانو باندې تکیه کوي. د دې ګوند د رایې اصلي مرکزونه په غربي آلمان کې ستر ښارونه دي په ځانګړې توګه هغه ښارونه چې پوهنتونونه پکې فعالیت ولري. د دې ګوند زیاتره رایه ورکوونې د ګوند څخه یوازې څو کاله ډیر عمر لري، د بیلګې په توګه د زرغون ګوند ۱۰ سلنه رایې ورکوونکي اوسمهال تر ۳۵ کلنۍ د کښته عمره کسان دي. د زرغون ګوند پلویان په وروستیو کلونو کې ډیر بډایه شوي او په ورته وخت کې دغه ګوند لا هم په دې هڅه کې دی چې د کارکوونکو طبقې یا ډلې کسانو ملاتړ خپل کړي.

تاریخچه: د آلمان تر جګړې وروسته تاریخ کې ښايي زرغون ګوند تر ټولو ډیر د مقابلې د فرهنګ یو بریالی غورځنګ وشمیرل شي. دغه ګوند چې رسمي نوم یې «Alliance '90/The Greens» دی، په ۱۹۸۰م کلونو کې د ټولنیزو لاریونو د غورځنګ څخه را جلا شوی یو ګوند دی چې کابو د هرڅه له پاره د بیلګې په توګه د اتومي بریښنا د بندولو، همجنسبازانو د حقوقو او د چاپیریال ساتنې له پاره یې لاریونونه وکړل.

دا حقیقت چې په ۱۹۹۳م کال کې د Alliance '90 د ګوند د ایجاد پرمهال دغه ټولې غوښتنې د سیاست اصلي ډګر ته ور داخلې شوې، دا په اصل کې د دوی بریالیتوب دی. هیره دې نه وي چې زرغون ګوند په ۱۹۸۰م کال کې جوړ شوی دی.

د دې ګوند واک د ۲۰۰۰م کال په لومړیو کې سر را پورته کړ هغه مهال چې دوی د سوسیال ديموکرات ګوند د صدراعظم ګیرهارد شرودر د فدرالي حکومت دوهمه درجه ملګري شول. دوی د ګیرهارد حکومت ته د بهرنیو چارو د وزیر یوشکا فیشر په ګډون ګڼ شمیر د کابینې وزیران ورکړل. د دې ګوند تر ټولو ستره بریا په ۲۰۰۹م کال په ټاکنو کې وه چې دوی د لومړي ځل له پاره تر۱۰سلنه زیاتې رایې وګټلې.

سیاسي تګلاره او دریځ: د سیاسي چارو کارپوهان دغه ګوند پر دوو ډلو ویشي چې یوې ډلې ته یې د «واقعیت لیدونکو» او بلې ته یې «بنسټپاله» نوم کارولی دی. د دوی په باور «واقعیت لیدونکي» دې ته چمتو دي چې په حکومت کې د خپل ګوند د ږغ د اوریدو یا برخې لرلو له پاره جوړجاړی وکړي او زیات چپ اړخي یا «بنسټپاله» ریښې بیا د دې ګوند د مقابلې له فرهنګ سره نښتي دي.

«واقعیت لیدونکي» په دې توانیدلي چې کرار کرار د دې ګوند کنترول په لاس کې واخلي. دغه کنترول تر دې کچې پورې دی چې دوی اوس د آلمان په جنوب کې د بادن وتمبرګ په ایالت کې د محافظه کارانو د ګوند یا مسحي ديموکراتانو سره یو برحاله ائتلاف لري. په داسې حال کې چې چاپیریال ساتنه له هم د دې ګوند یو له اصلي موخو څخه ده، په ۲۰۰۰م کال کې کرنیز اصلاحات د دې ګوند یو له مهمو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي. دوی همدا راز هڅه کړې چې د مالیې او ټولنیزو سیاستونو په برخه کې د چپ اړخو سیاست عملي کړي. که څه هم دوی په تیرو ټاکنو کې بریالیتوب ترلاسه نه کړ، او له مسیحي ديموکرات ګوند سره د دوی ائتلاف دا څرګندوي چې دوی به دا ځل ډیر منځلاری او محافظه کارانه سیاست غوره کړي.

د خوښې وړ د ائتلاف ملګري: سوسیال ديموکرات ګوند یا «اس. پې. ډې»

د آلمان له پاره بدیل ګوند یا «AfD»

رنګ: خام شین

مشر/رهبر: فرواکه پیتري، یورګ مویتن

نوماندان: لا معلوم نه دي

د غړو شمیر: ۲۷،۰۰۰

په آلمان کې د ۲۰۱۳م کال په پارلماني ټاکنو کې د دې ګوند پایلې: ۴،۷ سلنه (په پارلمان کې یې استازي نه درلودل)

تاریخچه: ښي اړخي ملتپاله د آلمان له پاره بدیل ګوند یا «AfD» په خپل څلور کلن عمر کې ډیر شهرت ته ورسیدل. په آلمان کې د ۲۰۱۳م کال تر ټاکنو یوازې پنځه میاشتې مخکې رامنځته شوي دغه ګوند نږدې د آلمان پارلمان ته لار موندلې وه. له هغه وخت راهیسې، دې ګوند وکولای شول چې د اروپا پارلمان او د ایالتونو په کچه د ټاکنو له لارې د هر ایالت پارلمان ته لار پیدا کړي. د دوی محبوبیت بیا په دې وروستیو کې د ډیریدو په حال کې او د دې معلوماتو د لیکلو پر وخت د دوی محبوبیت ۹ سلنه دی.

د آلمان له پاره بدیل ګوند په اصل کې د یورو پولي واحد د ننګونې له پاره د څو تنو اکاډمیسنانو له خوا په اروپا کې د واحدې پولي نظام پر ضد په ځانګړې توګه په ۲۰۱۰م کال کې هغه مهال چې اروپايي ټولنه له مالي بحران سره لاس او ګریوان وه او د آلمان صدراعظمې انګلاميرکل د یونان د ژغورلو له پاره مالي امکانات په اختیار کې ورکړل، دغه ګوند رامنځته شو. په عین وخت کې د آلمان له پاره د بدیل ګوند په دننه کې د قدرت پر سر د ناندریو له امله د دې ګوند مشر بیرند لوکه له واکه لیرې کړل شو او پر ځای یې فراوکه پیترې د ګوند مشر وټاکل شو. پیترې د خپل ګوند له نورو غښتلو غړو سره یوځای تر پخوا ډیره شدیده ملتپاله کړنلاره، د مهاجرت او اسلام ضد اجندا رامخ ته کړه. د همدې راز اجنداګانو پر مټ دې ګوند په ۲۰۱۵م کال کې ځینې بریاوې ترلاسه کړې وې.

په ۲۰۱۶م کال کې د آلمان له پاره بدیل ګوند یا «AfD» په دې هیواد کې یوازنی هغه ګوند وو چې د امریکا متحدو ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ولسمشر ترمپ د ټاکل کیدو او همدا راز له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو هرکلی وکړ.

سیاسي تګلاره او دریځ: د آلمان له پاره بدیل ګوند یا «AfD» غواړي چې د اروپايي ټولنې پولې وتړي، د آلمان پر پولو د شخصي پلټنو شدید قوانین پلي کړي او له آلمان څخه بهر په نورو هیوادونو کې مخکې له دې چې یو مهاجر آلمان ته داخل شي، د هغوی د ارزونې او پیژندې د مرکزونو د رامنځته کولو غوښتنه کوي.

دغه ګوند همدا راز غواړي چې سیاسي رد شوي مهاجر دې ژر تر ژره له آلمان څخه وایستل شي او بهرنیانو ته دې مالي مکافات ورکړل شي، څو خپلو هیوادونو ته د تګ له پاره وهڅول شي. دوی پر آلماني حاکم فرهنګ او کلتور باندې ټینګار کوي او د دې نظريې مخالفت کوي چې ګواکې اسلام د آلماني ټولنې برخه دی. دوی همدا راز د انسان پرمټ باندې د اقلیم د بدلون مسئله پوښتي او زرغونې یا بدیلې انرژۍ ته د آلمان د ورتګ مخالفت کوي.

د خوښې وړ د ائتلاف ملګري: دغه ګوند د نورو له خوا رد شوی، خو «سي. ډي. یو» سره سیاستونه نږدیوالی لري

لیبرال دموکرات ګوند یا «ایف. ډې. پې»

رنګ: ژیړ

رهبر/مشر: کریستین لیندنر

د غړو شمیر: ۵۴،۰۰۰

په آلمان کې د ۲۰۱۳م کال په پارلماني ټاکنو کې د دې ګوند پایلې: ۴،۸ سلنه او په پارلمان کې استازی نه لري

رایه ورکوونکي: په لیبرال ګوند کې دا د حیرانتیا خبره نه ده چې دوی ته زیاتره داسې کسانو رایه ورکړې چې خپل شخصي کاروبارونه لري او په ځانګړې توګه د دوی زیاتره ملاتړي کسان شخصي تجارتونه لري، د غاښو ډاکټران، وکیلان او لږ شمیر یې بیا کاریګر دي.

تاریخچه: لیبرال ديموکراتان د ۱۹۴۹م کال راهیسې هغه وخت چې فدرالي آلمان رامنځته شو، د دې هیواد په پارلمان کې وو. د آزاد سوداګرو ملاتړی د لیبرال ديموکراتانو ګوند د آلمان د ۲۰۱۳م کال په ملي ټاکنو کې له ۵ سلنه څخه لږ کمې رأیې ترلاسه کړې وې او له همدې امله د بیا ظهور په هڅه کې دی.

دغه ګوند په ۱۹۴۸م کال کې رامنځته شو او تر ډیره په خپل وخت کې د «سي. ډي. یو» او «اس. پې. ډې» ګوندونو له پاره د پاچا ټاکونکي رول یې لوبوو. یاد ګوند د ۴۱ کلونو له پاره د آلمان په فدرالي حکومت کې برخه درلوده او په دې سره دغه ګوند یوازنی ګوند چې وو چي اوږده موده په حکومت کې دخیل وو. که څه هم دغه ګوند په ائتلافونو کې کمزوری ملګر دی خو بیا یې هم نورو ګوندونو ته ګڼ شمیر وزیران ورکړي دي او ځینې یې حتی د آلمان د بهرنیو چارو وزیران هم ټاکل شوي. له دې ډلې څخه د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هیلموت کوهل او هانس دیتریش ګینشر د نومونو اخیستل اړین دي. دوی دواړه تر جګړې وروسته د آلمان په تاریخ کې له غښتلو شخصیتونو څخه شمیرل کیږي.

سیاسي تګلاره او دریځ: د لیبرال ديموکرات یا «اف. ډې. پې» ګوند پروګرامونه د فردي آزادۍ او مدني حقونو پر بنسټ ایجاد شوي. که څه هم دغه ګوند د تل په څیر د ډیرې مالیې د کمښت او د خپل سري بازار د مخنیوي غوښتنه کړې ده. دغه ګوند د اروپايي ټولنې سخت ملاتړی دی او په خپله وروستی اعلامیه کي ئې د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو ترمنځ د ژورو اړیکو غوښتنه کړې وه.

د خوښې وړ د ائتلاف ملګري: «سي. ډي. یو» یا مسیحي ديموکرات ګوند