1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د سوسیال ديموکرات ګوند له ودانۍ سره موټر جنگېدلی

۱۳۹۶ دی ۴, دوشنبه

په برلین کې د سوسیال ديموکراتانو ګوند له ودانۍ سره یوه کس خپل موټر جنګولی او اوس پولیسو د پیښې پلټنه پیل کړې. پولیسو له ټکر وروسته موټر چلوونکی روغتون ته انتقال کړی او په موټر کې يې د پترولو بوشکې هم موندل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2puZh
Deutschland | Auto fährt in SPD-Parteizentrale
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د آلمان په پلازمینه برلین کې پولیسو د دوشنبې په سهار وویل چې د کرسمس اختر په شپه، یوه کس خپل موټر د آلمان د سوسیال ديموکرات ګوند د ودانۍ له دروازې سره جنګولی دی. په دې پیښه کې د موټر ۵۸ کلن چلوونکی په سطحي توګه ټپي شوی او روغتون ته انتقال شوی دی.

Deutschland | Auto fährt in SPD-Parteizentrale
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

پولیسو د پیښې په تړاو ویلي دي چې د موټر چلوونکي پلټونکو ته ویلي چې غوښتل یې ځان ووژني. په موټر کې پر نورو شیانو سربیره، پولیسو د پترولو څو بوشکې او د لایتر مایع یې هم موندلي دي.

پولیس دغه پیښه د ممکنه اور اچونې پیښې په توګه پلټي. دا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د پیښې پرمهال د سوسیال ديموکراتانو ګوند په ودانۍ کې کومه غونډه روانه وه او که نه.

تیرکال په برلین کې د کریسمس پر بازار باندي د انیس عامري په نامه یوه تونسي مهاجر د لارۍ موټر برید کړی وو چې له امله یې مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

DPA-Reuters-k.h