1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د سرحدي پولو د کنترول سختولو غوښتنه

دویچه ویله / ش.ن۱۳۹۵ تیر ۳۱, پنجشنبه

د آلمان په بایرن ایالت کې د ریل پر مسافرو د یوه مهاجر له خوا تر برید وروسته، د مهاجرو شمیر محدودولو له پاره تقاضا ډیره شوې ده. بريدګر بې له سرپرست څخه یو کال مخکې آلمان ته مهاجر شوی وو.

https://p.dw.com/p/1JT8c
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

وروسته تر دې چې یوه ۱۷ کلن مهاجر د آلمان په بایرن ایالت کې د قاچو او تبر په وسیله برید ترسره کړ، د دغه ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هرمن، د مهاجرو سیاست په برخه کې د لا زیات جدیت غوښتنه کړې.

د سرحدي پولو د کنترول سختول او د مهاجرو د پناه غوښتنې دوسیو د څیړنې بهیر گړندی کول د هغه د غوښتنې له مهمو ټکو څخه دي.

د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر د دغه ایالت تلویزوني رسنۍ ته وویل: هغه څوک چې آلمان ته د سفر کولو قانوني اسناد نه لري او نه شي کولی خپل هویت ثابت کړي، په لومړي قدم کې باید په هم هغه سرحد کې وساتل شي او دوسیه یې وڅیړل شي.

هرمن د دغه مهاجر ځوان د برید په هکله چې ځان یې د افغان مهاجر په نوم ثبت کړی دی خبردارۍ ورکړ: «موږ نو نور نه شو کولې پریکدو چې د مهاجرینو چارې همداسې دوام پیدا کړي.»

هغه د مهاجرو له پاره د آلمان فدرالي ادارې له خوا په گړندي توگه د مهاجرو د پناهندگۍ غوښتنلیکونو د بررسئ غوښتنه وکړه. هرمن زیاته کړه چې نومړی برگر مهاجر د ۲۰۱۵ کال په جون میاشت کې آلمان ته راغلی وو، خو د هغه د پناهندگۍ غوښتنلیک په برخه کې هیڅ پرمختگ نه وو رامنځته شوی.

د منظم سیستم نه شتون

هرمن په دغه وضعیت له انتقاد کولو سره وویل: «له هغه څخه انټروي نه وه اخیستل شوی. د هغه د گوتې نښان نه وو اخیستل شوی. دا یو له هغو نیمگړتیاو څخه دی چې مونږ د میاشتو راهیسې ترې شکایت کوو چې موږ د تل په څیر تر اوسه په دې برخه کې یو منظم بهیر نه لرو. اوس هم زموږ په هیواد کې په زرگونو داسې مهاجر موجود دي، چیرې چې د دوی دوسیې په سمه توگه نه څیړل کیږي.»

تر دغې پیښې وروسته د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل د زورزیاتي د عاملینو پر وړاندی د ډیر سخت او جدي چلند غوښتنه وکړه.

میرکل د بریتانیې له لومړۍ وزیرې تریزا مې سره تر لیدنې کتنې وروسته په برلین کې وویل: «موږ به ټول هغه اقدامات چې د دولت او امنیتي ځواکونو په توان کې دي په کار واچوو، تر څو زور زیاتي ته تیار هر ډول افراطیت کشف او مخه یې ونیسو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب