1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان لا تراوسه ستونزمن پاتی دی»

۱۳۹۴ آذر ۴, چهارشنبه

په داسې حال کې چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر ډیر شمیر افغانان بیرته خپل هیواد ته استول غواړي، د دغه هیواد د بهرنیوچارو وزارت په یوه محرم رپوټ کې د افغانستان د وضعیت په هکله یو تت انځور وړاندې کړی دی.

https://p.dw.com/p/1HCE2
انځور: DW

دیارلس کاله د نړیوال امنیتي مرستندویه ځواک یا «ایساف» ځواکونو په افغانستان کې د ثبات د ټینگښت له پاره هڅې وکړې. دغه ماموریت د ۲۰۱۴م کال په پای کې ختم شو خو لا هم دغه هیواد سولې ته د رسیدو له پاره اوږد مزل په مخ کې لري.

د آلمان د بهرنیو چار د وزارت په یو محرم تحلیل کې چې د «ان ډي آر» په نوم آلمانۍ رسنۍ لاس ته ورغلې، راغلي دي چې یوازې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۰۰ ملکي کسان د بریدونو او جگړو په پایله کې وژل شوي دي. د نومبر د میاشتې د شپږمې نیټې نوموړی تحلیلونکی رپوټ چې د محکمو او ادارتو له پاره پریکړنده مرسته کوونکی بلل کیږي، د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت یې منفي ارزولی دی.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د یوې سیمې امینتی وضعیت تر بلې پورې ډیر زیات توپیر سره لري، خو د پخوا په څیر « لړزان» دی. دغه رپوټ زیاتوي چې په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو تر سقوط وروسته د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې شمیر خپل لوړ حد ته رسیدلی، عدلي سیستم تر ډيرې زیاتې کچې غیر فعال پاتې دی او «د هیواد په ډیرو برخو کې دولتي واکمني د پام وړ د یاغیانو او ملیشو له لوري له گواښ سره مخامخ ده.» رپوټ زیاتوي چې ظاهرا د پخوا په څیر د کابل مرکزي حکومت له پاره پر ځایي واکمنانو باندې نفوذ لرل گران بریښي.

په ځانگړې توگه ښځو او ماشومانو زیان لیدلی

په دغه رپوټ کې په ځانگړې توگه د ښځو او ماشومانو وضعیت منفي ارزول شوی دی. رپوټ زیاتوي چې که څه هم له ۲۰۰۱م کال راهیسې په وضعیت کې ښه والی راغلی خو بیا هم په ځانگړې توگه په لیرې پرتو سیمو کې د پخوا په څیر د ښځو او نجونو پر وړاندې توپیري چلن او ناوړه جنسي استفاده یوه ستونزه ده. رپوټ زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونه زیاتره وخت کم عمره ځوانان د «جنسې استفادې په موخه» خپلو لیکو ته جذبوي.

د آلمان د «ان ډي آر» د رسنۍ د یوې پوښتنې له مخې د بهرنیو چارو وزارت و نه غوښتل د دغه رپوټ په هکله چې محرم گڼل شوی تبصره وکړي. د نوموړې رسنۍ په وینا د بهرنیو چارو وزارت له تبصرې کولو څخه ډډه کول ښایي د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر په گټه تمامه شي.

دا ځکه چې دیمیزیر څه موده وړاندې پر نورو مسایلو سربیره، افغانستان ته د پراختیایي مرستو ورکړې ته په اشارې سره پر دې ټینگار کړی وو چې ډیری افغانان باید بیرته خپل هیواد ته واستول شي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دې له پاره دا استدلال وړاندې کاوه چې په افغانستان کې داسې مصوني سیمې شته چې تر تعقیب لاندې افغانان هلته کولای شي د حکومت تر ساتنې لاندې ژوند وکړي.