د آلمان ایالتونه د مهاجرو له پاره د ادغام کورسونو غوښتنه کوي
۱۳۹۵ اسفند ۲۴, سهشنبهد مارچ میاشتې۱۶ او ۱۷ نیټه چې د پنجنشې او جمعې په ورځ به د فریدریشسهافن په ښار کې د ټولنیز ادغام کنفرانس دایر شي. د دې کنفرانس د طرحو د مصوبې په اساس چې د سه شنبې په ورځ د «شویبشه سایټنګ» په اختیار کې ورکړل شوی، د آلمان ایالتونو د مهاجرو له پاره د ادغام د کورسونو غوښتنه کړې.
د راینلنډ- فالس ایالت په غوښتنلیک کې چې تمه کیږي په دې کنفرانس کې به ډیرې رایی ترلاسه کړي راغلي دي: «دا اړتیا شتون لري چې د کډوالۍ له پاره دې شرایط جذاب کړای شي، څو په ځانګړي توګه ښه روزل شوي کسان آلمان ته مهاجرت وکړي. په دې اړه باید د مهاجرت په برخه کې قواعد اصلاح او په شفافه توګه پلان شي.»
سربیره پر دې د نوو قواعدو پر بنسټ، باید د قانوني مهاجرت امکانات، د مهاجرت د کنترول په چوکاټ کې رامنځته شي او دا اوس د آلمان د مرکزي حکومت دنده ده چې په دې برخه کې فعاله شي.
د نیدرزاکسن ایالت هغه غوښتنه چې تر اوسه پورې نهو نورو ایالتونو ترې ملاتړ کړی دی، د ټولو پناغوښتونکو له پاره د ادغام کورسونو پرانستل او په محدوده کچه «هغو مهاجرو ته چې د دولدونک (زغمل شوي مهاجر) یا موقتي اقامې ویزه ولري» د کار بازار ته د لار موندنې شرایطو برابرول په پام کې نیول شوي دي.
د دغې مصوبې په طرحه کې راغلي دي: «تر اوسه پورې د مهاجرو هغه کړۍ چې یو شمیرو یې وروسته د اقامې ویزې ترلاسه کړي دي او په آلمان کې ژوند کوي، یوه برخه یې د کلونو له پاره د آلماني ژبې د زده کړې کورسونو له دولتي امکاناتو څخه محروم پاتې دي.»
په پیل کې د ادغام کورسونه د سوریې، ایران، عراق، اریتریا او سومالیې هیوادونو د پناغوښتونکو له پاره پرانیستي ول او په وروستي ګام کې به افغان مهاجر هم له دې امکاناتو څخه برخمن شي.