1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ايالتي وزيران د مجرمو مهاجرو ژر اخراج غواړي

۱۳۹۶ مهر ۲۷, پنجشنبه

د آلمان د فدرالي ايالتونو لومړيو وزيرانو له مرکزي حکومت څخه د مجرمو مهاجرو په اخراج کي د مرستي غوښتنه کړې ده. دغه وزيران غواړي د مجريمينو په اخراج کي قاطعيت راسي.

https://p.dw.com/p/2m93q
Saarbrücken  Herbstkonferenz der Innenminister und Innensenatoren
انځور: picture-alliance/dpa/O. Dietze

په جرمنو مرتکب سوو مهاجرو د اخراج په موضوع کي يو شمېر ايالتي لومړي وزيرانو او د کورنيو چارو وزيرانو د قاطعيت غوښتنه کړې ده. په دې ترڅ کي د آلمان د يو شمېر فدرالي ايالتونو لومړي وزيرانو له مرکزي حکومت څخه د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده. دا خبر د نيدرزاکسن ايالت د کورنیو چارو وزير بوري پيستوريوس چي د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند سره تړاو لري، کړې ده.

پيستوريوس د «بلډ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي چي هغه پناه غوښتونکي چي جرمنه یې کړي دي، پکښي د مرکزي حکومت څخه هم «غوښتنه» مطرح کيږي. د نوموړي سياستوال دغه څرګندونې د يادي ورځپاڼي د پنجشنبې د ورځي (د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۱۹مه نېټه) په ګڼه کي راغلي دي.

«چټکتیا او قاطعيت»

د نيدرزاکسن ايالت د کورنيو چارو وزير د پناه غوښتنې او مهاجرت له ادارې څخه غوښتي چي د مجرمو پناه غوښتونکو کسانو په تړاو دي ژر تصميم ونيسي چي د پناه غوښتنې خپل حق يې له لاسه ورکړی دی. د هغه په وينا دغه کار بايد په «چټکتیا او قاطعيت» سره تر سره سي. د هغه په وينا دا د دې له پاره چي مجرم مهاجر ژر تر ژره وکولای سي چي له آلمان څخه اخراج سي.

د آلمان د مېکلنبورګ فورپومرن ايالتي لومړۍ وزيري او د سوسيال ديموکرات ګوند سياستوالې مانويلا شوېسيګ، «بلډ» ورځپاڼي ته ويلي دي چي د مجرمو مهاجرو په قضيو کي بايد فدرالي ايالتونه «په بهتره توګه همکاري» سره وکړي. د هغې په وينا د دغې همکارۍ مقصد بايد دا وي چي په زياته بيا په دغه ډګر کي د مهاجرو اخراج چټک کړل سي.

د هامبورګ ښاروال او د سوسيال ډيموکراټ ګوند سياستوال اولاف شلڅ هم له «بلډ» ورځپاڼي سره پر دغه موضوع خبري کړي دي. نوموړي يادي ورځپاڼي ته ويلي دي چي ټول امکانات بايد په کار واچول سي چي هغه کسان چي مجرم سوي دي «ژر وايستل» سي. د هغه په وينا د دا ډول کسانو په اخراج کي حوصله کولو ته اړتيا نسته.

«ملي هلو ځلو ته اړتيا»

د آلمان د زاکسن ايالت د کورنيو چارو وزير او د  فدرالي ايالتونو د کورنيو چارو د وزيرانو د شورا رئيس مارکوس اوهليش و دغې ورځپاڼي ته ويلي دي: «د رد سوو مهاجرو د اخراج له پاره يوې ملي هلي ځلي ته» اړتيا سته. د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند د دغه سياستوال په وينا يوازي په ياد صورت کي د آلمان ولسي خلکو ته د پناه غوښتنې په تړاو سياست استدلال کيدلای سي. د اوهليش په وينا د دې له پاره چي په آلمان کي د پناه غوښتنې سيسټم د فعاليت وړ پاته سي، د رد سوو مهاجر اخراج ضروري دی.

اوهليش زياته کړې ده چي د «اخراج په هلو ځلو کي» د لا زياتې پانګونې اړتيا سته. د هغه په وينا په دې ترڅ کي نه يوازي مرکزي حکومت بلکه ايالتونه هم مطرح دي چي د اخراج سره تړلي هيوادونو سره «حقوقي او دپلوماتيک چوکاټونه» بهتره کړي.

د آلمان د فدرالي ایالتونو لومړي وزيران خپلي کلنۍ غونډي ته د پنجشنبې په ورځ په زاربريوکن کي سره رايوځای کيږي. د هالبېرګ په ماڼۍ کي جوړېدونکي دغې غونډي د مهمو موضوعاتو څخه يوه د پناه غوښتنې او مهاجرت سياست دی.