1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان او اسرائيلو ځانگړې اړيکې

۱۳۹۷ خرداد ۱۴, دوشنبه

آلمان او اسرائيل د يهودانو د ولس وژنې بدمرغه پېښې له يو بل سره تړلي دي. د نازي رژيم تر ختميدو ۷۰ کاله وروسته د دواړو هيوادونو اړيکې په قسمي توګه عادي دي. په سياسي ډګر کې د دواړو ترمنځ يووالی او مخالفت ليدل کيږي.

https://p.dw.com/p/2ytoG
Deutschland Benjamin Netanjahu in Berlin
انځور: Reuters/F. Bensch

کله چې د اسرائیلو لومړی وزير بنيامن نتنياهو، آلمان ته سفر کوي نو دی داسې يوه هيواد ته راځي چې له اسرائیلو سره د يوه برخه ليک ټاکونکې پېښې له لارې تړل شوی دی. د دواړو هيوادونو اړيکي په آلمان کې د شپږ ميليون يهودانو د وژنې تر اغيز لاندې دي. خو په ۱۹۶۵م کال کې د دپيلوماتيکو اړيکو تر پيليدو وروسته وضعې ډير مثبت پرمختگ کړی.

په لومړيو کې د پخلاينې دا دنده ديود بن گوريون پر غاړه واخيسته. پر هولوکاست سربيره هم  د اسرائيلو دې لومړي صدراعظم د «بل ډول آلمان» د نظر له پاره استدال وکړ. بن گوريون او د آلمان لومړي صدراعظم کونراد ادنآور يوازې دوه وارې سره ليدلي ول، يو وار په ۱۹۶۰ او بيا په ۱۹۶۶ م کال کې، خو دواړه لکه د پخوانيو ملگرو داسې ښکاريدل.

نن سبا د آلمان او اسرائيلو اړيکې د شراکت پر بنسټ ولاړې دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزیر هايکو ماس، د روان ميلادي کال په سر کې اسرائيلو ته د خپل سفر دمخه د دواړو هيوادونو اړيکې په دې ډول تشريح کړې: «زه فکر کوم چې موږ پر کابو ټولو اهدافو سره موافق يو، اهدافو ته د رسيدو پر لارو اختلافات شته خو آلمان به تل د اسرائيلو ترڅنگ ولاړ وي.»

د يهودانو د ټول وژنې یادول مهم دي خو داسې نه ده چې دا موضوع د هر څه ټاکونکي وي. دا څرگندونې آلمانی ـ اسرائيلی ناشر ميشل وولفسون کوي. نوموړی په اصطلاح دا افسانه هم ردوي چې گني يوازې يهود وژنه د اسرائيلو د يوه دولت د رامنځته کيدو باعث شوه. هغه زياتوي: «موږ بايد دا اصلاح کړو: د يهودانو د ټول وژنې پرته به هم اسرائيل رامنځته شوی وای. او شپږ ميليون يهودان به هم ژوندي ول.»

Berlin Deutsch-Israelische Regierungskonsultationen Netanjahu Merkel
ميرکل او نتنياهو په ۲۰۱۶م کال کې د يوې غونډې پر مهالانځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

نن اسرائيل او آلمان پر ډيرو موضوگانو سره همنظره دي. خو د اختلاف ټکي هم شته: د مثال په توگه د مينو جوړول. پر دې موضوع نيوکو ته په کتو سره اسرائيل پر آلمان او پر نورو اروپايي هيوادونو تور لگوي چې دوی نه شي کولای د اسرائيلو چې د دښمنو هيوادونو ترمنځ پروت دی، موقف درک کړي.  د برلين د «ساينس او سياست د موسسې» د اسرائيلو کارپوه پيتر لنتل، په دې هلکه وايي: «له يوه پلوه دا خبره په بشپړه توګه سمه ده. زه فکر کوم چې په رښتيا هم  ډير اروپايي هيوادونه نه شي کولای له اسرائيلو دريځ سره تفاهم ولري. دلته په تیره بيا خبره د اسرائیليانو او فلسطنيانو ترمنځ د څو پيړيو دښمنۍ او شخړې ده. پر دې سربيره په ځينو رسنيو کې د اسرائيلو پر مشروعيت اوس هم  بحثونه کيږي. ډير اروپايان د دې لارې رامنځته شوې بې يقيني چې د امنيتي وضعيت سره تړل شوې ده، نه شي درکولای.»

اسرائیل نن سبا په آلمان او اروپا کې د يهودانو سره مخ پر خپريدونکي کرکې ډير انديښمن کړی دی. خو برعکس بيا په آلمان کې د اسرائيليانو او فلسطنيانو ترمنځ د يوه سوله ایز توازن سگنالونه نه ليدل کيږي. دا په داسې حال کې ده چې آلمان تر امريکا متحدو ايالاتو وروسته د اسرائيلو د دويم مهم تجارتي شريک دی. د دواړو هيوادونو ترمنځ همدا راز يو شمير علمي پروژې هم تر لاس لاندې دي. خو سياسي اړیکې په ټوله کې له ترنگلتياو خالي نه پاتې کيږي.

Kersten Knipp (B.S/S.M)

زموږ له آرشيف څخه: