1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د UNDP کمه بودجه به خراب عواقب ولري»

۱۳۹۶ دی ۱۰, یکشنبه

د متحده آيالاتو د فشار په نتيجه کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو عادي بودجه د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو له پاره ۲۸۶ ميليونه ډالره راکمه کړه. ياده اداره وايي کارونه به يې اغېزمن سي.

https://p.dw.com/p/2q9hD
United Nations Development Programme (UNDP) Hauptquartier in Gaza-Stadt
انځور: picture alliance/ZUMA Press/A. Amra

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي چارو د پروګرام يا «يو ان ډي پي» مشر، آخيم شتاينر، د متحده آيالاتو له خوا دغې ادارې ته د لا کمو پيسو له ورکولو څخه خبرداری ورکوي. که متحده آيالات خپل مالي ملاتړ ورڅخه کم کړي، به دا د «يو ان ډي پي» پر کار ډېرې ژورې پايلې ولري او د ملګرو ملتونو پر عمومي سيستم باندې به هم منفي تاثيرات ولري.

آخيم شتاينر چې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام مشر او په ملګرو ملتونو کې تر ټولو جګپوړی آلمانی دی، وويل چې د متحده آيالاتو له خوا د مالي ملاتړ په کمېدو سره بايد «يو ان ډي پي» په ډېرو هېوادونو کې خپل حضور پای ته ورسوي، پروژې بندې کړي، دفترونه وتړي او ډېر کارکوونکي هم ګوښه کړي».

د پرمختيايي پروګرام د فعاليتونو راکمېدل سربېره پر دې د ملګرو ملتونو پر نورو موسسو باندې هم تاثيرات لري، لکه له کډوالو سره د مرستې پر سازمان «يو ان ايچ سي ار»، ځکه چې د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام په اکثرو هېوادونو کې له نورو بنسټونو سره اکمالاتي مرستې کوي. د شتاينر په خبره «دا د هغو انسانانو له پاره چې مرستې ورسره کوو يو ډېر تريخ حقيقت دی.»

متحده آيالات ـ د ملګرو ملتونو ستر تمويلونکی هېواد

د امريکا متحده آيالات د شتاينر په حواله هر کال تقريبا ۸۰ ميليونه ډالر د دوامدارو مرستو په توګه د «يو ان ډي پي» د اساسي تمويل له پاره لګوي. شتاينر وايي چې «دې ته اړتيا ده څو يو ان ډي پي ايله خپل کار مخ ته بوځي.»

د شتاينر په خبره دغو پيسو ته اړتيا ده څو دفترونه يې فعال وي، معاشونه ورکړل شي او هغه مشورتي چارې دوام پيدا کړي چې هر هېواد يې ورڅخه غواړي.

خو د متحده آيالاتو د فشار په نتيجه کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو عادي بودجه د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو له پاره ۲۸۶ ميليونه ډالره راکمه کړه. په دې ترتيب د دواړو راتلونکو کلونو له پاره مجموعي بودجه ۵،۴ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسيږي. په دغو پيسو په تېره د ملګرو ملتونو دارالانشا، عمومي غونډه او د امنيت شورا تمويلیږي.

همداراز د ملګرو ملتونو د فشار په پايله کې د سوله ساتو ماموريتونو بودجه هم تقريبا ۶۰۰ ميليونه ډالره راکمه شوه. د امريکا متحده آيالات د ملګرو ملتونو تر ټولو ستر تمويلونکی هېواد دی چې د ټول ټال بودجې ۲۲ سلنه پر غاړه لري.

«يو ان ډي پي» د شتاينر په حواله په ۱۷۰ هېوادونو کې له انسانانو سره مرستې کوي. په عراق کې د مثال په توګه د ۱۴۰۰ پروژو په مټ عمومي زېربنا بېرته ورغول شوه. د شتاينر په خبره

«په هغو سيمو کې چې د اسلامي دولت په نوم له ترهګرې ډلې څخه بېرته ونيول شوې، انسانانو ته اوبو او برېښنا ته لاسرسی ورکوو، ويجاړ شوي ښوونځي بېرته رغوو، د روغتيا مرکزونه ودانوو يا ورانې شوې د تحصيلاتو موسسې هم رغوو لکه د موصل پوهنتون».

ښاغلی شتيانر د ۲۰۱۷ کال د جون مياشتې راهيسې په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام يا «يو ان ډي پي» مشر دی. دغه موسسه د بېلابېلو پرمختيايي پروژو د لارې د بې وزلۍ په وړاندې مبارزه کوي چې پروژې يې د زراعت، وړو کاروبارونو، مکتبونو، روغتيايي مرکزونو او زېربنا په برخه کې روانې دي. د يو ان ډي پي کلنۍ بودجه چې د ملګرو ملتونو له مجموعي بودجې څخه مستقله ده، تقريبا پنځو ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسيږي.