1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خپلو هیوادونو ته د کډوالو ستنول

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۶, چهارشنبه

هغه په سوونو زره مهاجر چې د بالکان له لاري آلمان ته راغلي ول،غوښتل یې چې په آلمان کې پاتې شي. خو د هر یوه د پناه غوښتنه نه منل کيږي. له همدې امله په پرله پسې ډول ډېر مهاجر آلمان ته تر رسیدو خپل هیواد ته استول کیږي.

https://p.dw.com/p/1Gw7Q
انځور: picture-alliance/dpa/D. Maurer

هغه په سوونو زره مهاجر چې د بالکان له لاري آلمان ته راغلي ول، بالاخره غوښتل یې چې په آلمان کې پاتې شي. خو د هر یوه د پناه غوښتنه نه منل کيږي. له همدې امله په پرله پسې ډول ډېر مهاجر آلمان ته تر رسیدو وروسته سمدستي خپل هیواد ته استول کیږي.

بیروکراسي او وروستۍ پریکړي ډیرې وختونه بې تاثیره وي. که د یو مهاجر د پناغوښتنه رد شي، نو د اړونده چارو مسئولین ورته باید په عاجله توگه خبر ورکړي چې په کومه ورځ دوی خپل هیواد ته استول کیږي او یا د الوتکې سفر ته ځان تیار کړي. په اصل کې باید دغه پروسه په دې ډول پر مخ وړل شوې وای.

خو اکثره وختونه د مهاجرو د ثبت او راجستر دفتر چارواکي او پولیس په ناڅاپي توگه رازي. نن هم په جبري توگه د کډوالو د استلو بهیر روان دی. له هغه وخت راهیسي ډیر مهاجر مخکې له دې چې چارواکي یې د دروازې مخې ته ودریږي په خپله خوښه له کورونو څخه وتلي دي. د دې علت هم معلوم دی.

د آلمان د نورد راین وستفالن ایالت د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې دویچه ویله ته وویل: په همدې منځ کې له ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنه پوري مهاجر په خپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ستنیږي.

تر ټولو په لومړي قدم کې د لویدیځ بالکان هیوادونو مهاجر، په همدې منځ کې د دوی د پناه غوښتني په مقابل کې ترسره کیدونکي چلن دوی نا امیده کړي دي. دغه مهاجر په خپل پاسپورت کې د ایستل کیدو له مهر سره دغه پاسپورت له خطر سره مخامخ کوي یعنې نور نو دغه کډوال آلمان ته د سفر کولو اجازه نه لري.

آلبانویان، بوسنیایان او د کوسوو مهاجر په داوطلبانه شکل خپل هیواد ته ستنیږي، څو په راتلونکي کې آلمان ته د دوی پر سفر کولو بندیز ونه لگول شي. د آلمان په شتوت گارت، کې بیرته ستنیدونکو ته د سلامشورې ورکولو ادارې څخه گیرد لینگ، وایې چې همدا په رضاکارانه ډول خپل هیواد ته د دوی د ستندو مهم دلیل دی.

آلماني پولیس د کډوالو اسناد کنترولوي
آلماني پولیس د کډوالو اسناد کنترولويانځور: picture-alliance/dpa/M. Becker

یوازې د آلمان د بادن وورتمبرگ په ایالتي مرکز کې نږدې ۲۵۰ تنه کډوال له آلمان څخه بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوې دي. دغه بهیر نور هم مخ پر ډیریدو دی. د سویل ختیځ آروپا، د لویدیځ بالکان هیوادونو د مهاجرو د پنا غوښتنې د منل کیدو چانس له هیڅ سره برابر دی.

د بیرته ستنیدونکو د هڅوني له پاره مالي مرسته

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ارقامو پر بنسټ په اوس وخت کې شاوخوا ۲۰۰۰۰۰مهاجر باید له آلمان څخه بیرته ووزي. خو د دوی ستنول ډیر په لوړه بیه تمامیږي.

د اروپا د سرحدونو د ساتنې ادارې یا Frontex په حواله په جولای میاشت کې پر یوې چارتر باروړونکي الوتکې چې ۹۷ رد شوي مهاجر او ۸۹ ملگرتیا کونکي مامورین پکښې له هامبورگ څخه د کوسوو پرستینا ښار ته استول شوې وو، نږدې ۱۰۰ زره ایرو لگښت راغلی وو.

د دا ډول پرسونل، مالي او لوجستیکي تدارکاتو په پام کې نیولو سره سیمه ییز، ایالتي او مرکزي حکومت هڅه کوي مهاجر په خپله خوښه یا رضاکارانه ډول بیرته ستنیدو ته وهڅوي.

دا پروگرامونه د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې IOM له خوا وړاندیز کیږي. د بیرته ستنیدونکو د ملاتړ پروگرام په ځانگړي توگه د آلمان د مرکزي حکومت، سیمه ییزو حکومتونو او اروپایې اتحادیې له خوا تمویلیږي.

د دې پروگرام پر بنسټ کډوال ته د الوتکي ټکټ، د لارې مصارف او په خپل هیواد کې د نوې ژوند پیلولو له پاره یو څه پيسې ورکول کیږي.

یوه کورنۍ حد اکثر ۹۰۰ ایرو مالي مرسته ترلاسه کوي. د پيسو اندازه د مهاجرو په اصلي هیواد پورې ارتباط نیسي. د لویدیځ بالکان هغه هیوادونه چې مهاجر یې آلمان ته د راتلو له پاره ویزې ته ضرورت نه لري له هغوې سره د مالي مرسته هیڅ ډول ژمنه نه ده شوې.

د روان کال د جنوري او سپټمبر میاشتو راهیسې شاوخوا ۲۲۴۰۰ مهاجرو له دې پروگرام څخه استفاده کړې. د آلمان له ایالتونو د رپوټ پر بنسټ په خپله خوښه د بیرته ستنیدونکو شمیر تر عادي وخت څلور برابره ډیر شوې دی.