1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خپل مهاجر بېرته نه منونکو هيوادونو باندي د ويزو محدوديت

۱۳۹۶ آبان ۷, یکشنبه

هغه هيوادونه چې د خپلو مهاجرو د منلو په برخه کې مرسته نه کوي د اروپا ويزې اخيسلتو له محدويت سره مخ شي. د آلمان کيڼ اړخ ګوند دغه اقدام، د دونالد ترامپ تګلارې ته ورته بولي.

https://p.dw.com/p/2mhYq
Symbolbild Flüchtlinge Visum Schengenraum
انځور: picture-alliance/dpa/O. Spata

آلمانۍ ورځپاڼې « ولت ام زونتګ» خبر ورکوي چې اروپايي اتحاديې تصميم نيولی دی چې يو شمير هيوادونه د دغې لويې وچې د ويزو اخیستلو له محدوديت سره مخ کړي. دغه تصمیم په دې دليل نيول شوی دی چې يو ځينې هيوادونه نه غواړي خپل هغه اتباع ومني چې اروپايي اتحاديې ته مهاجر او د پناه غوښتنې يې رد شوي دي.

په دې برخه کې کوم توافق چې د اروپايي اتحاديې او بنګله ديش تر منځ شوی د دغه ګواښ سبب واقع شوی دی.

د «ولت ام زونتګ» ورځپاڼې د رپوټ پر اساس، د اروپايي اتحاديې ۲۸ غړو هيوادونو پر دې مسئله هوکړه کړې ده، چې پر هغو هيوادونو دې د اروپا ويزې ورکړه سخته کړل شي چې د خپلو اتباعو د منلو په برخه کې له دغې اتحاديې سره له همکارۍ کولو څخه سرغړونه کوي.

د اروپايي کميسيون چارواکو له يادې ورځپاڼې سره په خبرو کې دا منلې ده چې د ويزو د نه صادرولو ګواښ، بنګله ديش سره د يوې شوې هوکړې په نتيجه کې ترسره کيږي. د ياد توافق له مخې، چارواکي ژمن شوي دي چې په خپلو هيوادونو کې به د مهاجرو د ادغام معيارونه عملي کوي.

په پسرلي موسم کې، ډیری هغه مهاجر چې د مديترانې سمندرګي له لارې ايتاليا ته رسيدلي، د بنګله ديش اتباع دي. ورځپاڼې دغه راز ويلي دي چې اروپايي اتحاديه اوس په خپلو کې پر دې خبرې کوي تر څو بنګله ديش په څير ورته توافق له يو شمير افريقايي هيوادونو سره هم ترسره کړي.

«مهم چلند که د ترامپ تقليد»

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د اروپايي اتحاديې له تصميم څخه هرکلی وکړ، هغه د «ولت ام زونتګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل: « د رد شويو مهاجرو د اخراج په برخه کې چې هر وخت ستونزې رامنځ ته کيږي، پر وړاندې يې يوازېنی منطق دا دی چې د اړوندو هيوادونو اتباعو له پاره د اروپا ورودي ويزې لا محدودې کړل شي».

ديميزير روښانه کړه چې په دغه اقدام کې به په روښانه او مشخص ډول، د دا ډول هيوادونو چارواکي او ديپلوماتان په نښه کيږي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير زياته کړه، له بنګله ديش سره ترسره شوي توافقات دا ثاتبوي چې د ويزو صادرولو په برخه کې د محدوديت رامنځته کولو له لارې فشارونه، هغه وخت موثر واقع کيدای شي چې د « اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه ټول په ګډه کار وکړي».

د آلمان د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير يوآخیم هيرمن، دغه نوی تکتيک د « يو مهم چلند» په توګه ياد کړی دی. د هيرمن په خبره، د ردشويو مهاجرو د بيا ادغاميدو بهير به په «ځانګړي توګه له افريقايي هيوادونو» سره، له ستونزو سره مخ شي. يواخيم هيرمن وويل: « اروپايي اتحاديه او آلمان حکومت بايد پر اړوندو هيوادونو خپل فشارونه زيات کړي».

د مهاجرو کلنۍ شميرې تعينولو باندې ټينګار

د آلمان مسيحي دموکرات ګوند چې د انګلا مرکل د دموکرات مسيحي ګوند د همکار په توګه ياديږي، له يوې مودې راهيسې په دې لټه کې دی تر څو آلمان ته د تازه وارديدونکو مهاجرو له پاره يوه مشخصه کلنۍ شميره تعينه کړي. دغه هڅې تر هغې وروسته لا ګړندۍ شوي دي چې دغه سياسي اړخ د روان کال په عمومي ټاکنو کې خپلې ډیرې رايې له لاسه ورکړې او پر ځای ېې ښي اړخي ګوند « د آلمان له پاره بديل» د پخوا په پرتله ډيرې رايي وګټلې.

خو د آلمان کيڼ اړخ ګوند بيا له دغه سياست سره خپل مخالفت اعلان کړی دی. د دغه ګوند مشرۍ، کاتيا کيپنګ ويلي دي: « کين اړخ ګوند هغو هيوادونو اتباعو له پاره چې د خپلو ردشويو اتباعو د منلو په برخه کې همکاري نه کوي، د ويزو د محدوديتولو له لارې د فشارونو له واردولو څخه ملاتړ نکوي، ځکه دغه اقدام نورو وګړو؛ لکه: سيلانيانو، محصلانو او هغو کسانو ته چې غواړي دلته کار وکړي زيان رسوي».

د کاتيا پر وينا « اروپايي اتحاديه د ترامپ په څیر پوښتنې راولاړونکي چلندونه تر لاس لاندې نيسي چې بايد هغوي د خپلو دولتونو د ناسمو سياستونو تاوان په خپله پرې کړي».