1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خيبر پښتونخوا: آيا د ښځو پلوي قوانین ناکامه دي؟

فريد الله خان۱۳۹۵ تیر ۲۲, سه‌شنبه

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ټولو قوانینو سربیره هم پر ښځو د تیري او د وژنې پيښې یو څه زیاتې شوي دي. د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۰ ښځې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1JNRq
انځور: picture-alliance/dpa

د خیبر پښتونخوا د پولیسو په حواله د تیر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۷۲ ښځې وژل شوي دي. د پولیسو د دې رپوټ په حواله په ټول ۲۰۱۵م کال کې بیا ۱۸۵ ښځې وژل شوي او د جنسي تیري ۱۲۷ شکایتونه ثبت شوي دي.

په رپوټ کې زیاته شوې چې پر مېرمنو زروزياتی او د ناموس په نامه د مرګونو شمیر تر دې ډیر لوړ دی، خو دغه ډول پيښې په عمومي توګه پټې ساتل کیږي او خلک پولیسو ته مراجعه نه کوي.

د ضعیفو قوانینو، د پلټنو په ترڅ کې عصري تخنیکي امکاناتو ته نه لاس رسۍ او د قربانیانو د وارثانو کمه لیوالتیا د دې سبب ګرځي چې زیاتره مجرمین نه مجازات کیږي.

په دې تړاو چې کله دویچه ویله د ښځو د حقونو د فعالې سناتورې ستاره ایاز سره تماس ونیو نو نوموړې وویل: «موږ پر نړیوال معیار برابر قوانین لرو خو عام خلک پرې خبر نه دي او نه هم پرې عمل کیږي. خلک له خپلو حقونو هیڅ خبر نه دي. همدا لږه موده مخکې د ځورنې ضد یو قانون تصویب شو خو چې پولیس او عدلیه پرې خبر نه دي نو یو عادي وګړی به پرې څه پوه شي. په ځیني قوانینو کې بدلون ته اړتیا شته خو اصلي خبره داده چې پر قوانینو عمل وکړای شي.»

د خیبر پښتونخوا په سنا او ولسي جرګه د ښځینه استازو شمیر ډیر لوړ دی خو دا ښځې تر اوسه د اغیزمن نقش په درلودو نه دي توانیدلي. سناتوره ستاره ایاز په دې هکله وايي: «ښځې د سیاسي ګوندونو په واسطه پارلمان ته راځي او سیاسي ګوندونه د خپل ګوند له پاره د ښځو کاندیدانو د نومولو پر وخت د دوی وړتیا، تعلیم او په اړوندو برخو کې تجربه په نظر کې نه نیسي. له دوی څخه یې زیاتره په دې هم نه پوهیږي چې مسئولیت یې څه دی.»

Pakistan Ehrenmord in Lahore 27.05.2014
انځور: Reuters

د پيښور د پولیسو یوه لوی مشر وویل چې که څه هم حکومت په ځینو تهاڼو کې پولیسو ته د مراجعې جلا برخې جوړي کړي خو بیا هم د ښځو په اړه قضیو کې پولیسو ته کمه مراجعه کیږي.

دی وايي د ښځو پر ضد تاوتریخوالي د پیښو شمیر ډیر لوړې دی خو د ځينو ځانګړو دودونو له وجې خلک له پولیسو او يا په محکمه کې د عدالت غوښتل شرم ګڼي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې ډېري غیر دولتي ټولنې د ښځو د حقونو څخه د دفاع په موخه په کار بوختي دي. خو د دوی دریځ هم همدا دی چې تر څو حکومت د دې ښځو تر شا ونه دریږي، نو ډېر لږ مجرمین به سزا ویني.

په پیښور کې د «عورت فاونډیشن» په نامه ټولنې څخه صایمه منیر وویل: «قوانین موجود دي خو د ځینو په اړه پولیس هم معلومات نه لري.» دې زیاته کړه چې پر ښځو زورزیاتی ډیر شوی دی او زیاتره وخت ناموسي وژنو ته د ځان وژنې نوم ور کول کیږي.

په دې توګه نو بیا د قضیې بڼه بدله شي او پولیس د پلټنو پر ځای یوازې د ښځې د وارثانو پر وینا بسنه کوي او دوسیه تړل کیږي.

صایمه منیر وویل چې کله چې د هزارې د سیمې د ناموس په نامه د یوې ځوانې نجلې د وژنې په قضیه کې حکومت ځان مدعي کړ نو ښکیل کسان ژر ونیول شول او قضیه هم ثبت شوه.

د خیبر پښونخوا حکومتي چارواکي ادعا کوي چې دوی د ښځو د ساتني له پاره اغیزمن قوانین لري خو کارپوهانو بیا په دې آند دي چې پر دې قوانینو عمل او د دې په اړه پوهاوی به د ښځو پر ضد تشدد راکم کړی.