1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوستيان: اوس په ډاډه زړه له کوره را وتلای شو

۱۳۹۰ آذر ۶, یکشنبه

د خوست ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چي د تيرو څو مياشتو راهيسي يې په ولايت کي د نا امنيو په پيښو کي کموالئ راغلی او امنيتي وضعيت ورته د ډاډ وړ دى.

https://p.dw.com/p/13I1H
د خوست ښار يوه څنډه
د خوست ښار يوه څنډهانځور: Pahjwok Afghan News

د هغوئ په خبره پخوا نژدې هره ورځ د خوست په مرکز او ولسواليو کي د بېلابېلو امنيتي پيښو خبرونه ورکول کېدل، خو اوس پدې کچه کي ټيټوالئ راغلى.

د خوست يو شمېر اوسېدونکو له دويچه ويله پښتو انټرنيټ پاڼي سره په خبرو کي په هغه ولايت کي د امنيت د ښه والي څخه خوشالي وښوده او زياته يې کړه، چي اوس په پوره ډاډ سره خپلي ورځنۍ چاري پر مخ بيايي.

د خوست ښار يو دوکاندار٢٥ کلن سيد حسن وايي:«اوس شکر امنيت، له مخکي ښه شوى او موږ په پوره ډاډ سره اوس دوکانونه خلاصولای شو. مخکي به زړه نازړه بارار ته راتلو او هر گړی به ددې بيره وه، چي اوس به يو څه پيښ شي او اوس به يو څه پيښ شي.»

د خوست د صبريو نا امنه ولسوالۍ اوسيدونکى يونس خان هم پخپله ولسوالي کي د پخوا په پرتله د امنيت د ښوالي خبره کوي.

«زه ډير خوښ يم، چي اوس له خلکو سره د پوليسو او نورو افغان ځواکونو چلند ښه شوى. پخوا به هره ورځ زموږ په سيمه کي بمي چاودني کېدې او بهرنيو ځواکونو به پرکورونو چاپې وهلې، خو اوس دغه حالت بهتر شوى دئ.»

د خوست امنيه قوماندان جنرال سردار محمد ځدراڼ دويچه ويله ته وويل، چي د وضعيت د ښوالي يولامل له دولت سره د ولس پوره همکاري او له خلکو سره د پوليسو ښه چلند دئ.

ځاځى ددې تر څنګ زياتوي، چي په خوست کي د ټولو امنيتي ارګانونو ترمنځ پوره همغږي موجوده ده او د ورانکارو په وړاندي په يوه خوله عمليات کوي.

په همدې حال کي د چارو يو شمير کارپوهان بيا ټينګار کوي، چي د پوليسو او نورو افغان ځواکونو پر پياوړي کولو دي کار وشي.

په خوست کي د پوځي چارو کارپوه يوسف انتظاردويچه ويله ته وويل:«امنيت به هغه وخت لا نورهم ښه شي، چي په بېلابېلو برخو کي د افغان ځواکونو ظرفيتونه لوړشي، مجهزي وسلې او تجهيزات ورکړل شي، او د دې ترڅنګ د دولت او امنيتي ځواکونو له لوري له خلکو سره ښه چلند به د امنيت په ټينګښت کي مهم رول ولري.»

دا پداسي حال کي ده، چي څه موده وړاندي په خوست کي زيات شمېر بهرني ځواکونه ځاى پر ځاى شول او داسي راپورنه خپاره شول، چي زياتره يي د ګاونډي هيواد پاکستان سره پر پوله ځاى پر ځاى شوي.

په دې وروستيو کي په خوست ولايت او شاوخوا سیمو کي د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا يو لړ چڼيز عمليات تر سره شول، چي په ترځ کي يې سيمه د دولت له وسله والو مخالفينو څخه پاکه شوه.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل