1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: په سرحد کې د افغان او پاکستاني عسکرو جګړه روانه ده

۱۳۹۷ فروردین ۲۶, یکشنبه

امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې په سرحد د افغان او پاکستان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده. د چارواکو په حواله جګړې دواړو لورو ته تلفات اړولي دي.

https://p.dw.com/p/2w4Xi
Pakistan Armee Soldat
انځور: ANJUM NAVEED/AP/dapd

افغان امنیتي چارواکو د يکشنبې په ورځ غرمه (د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۱۵مه نېټه) خبر ورکړ، چې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې په سرحد د افغان او پاکستان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
د چارواکو په وينا دغه جګړه سهار ۷ بجې پیل شوې ده او د دغه راپور د ليکلو په ځايي وخت ( د ورځې تر یوې بجو) پوري يې لا ادامه درلوده. د خوست سرپرست امنیه قوماندان عبدالحنان وایي، پاکستانیو ملیشو د رامخکې کیدو هڅه کوله چې افغان ځواکونو یې مخه نیولې او ترمنځ یې جګړه پېښه شوې ده.

سرپرست امنیه قوماندان حنان په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «پاکستانيو ملیشو د جنډو غونډۍ په افغان پوستې د درنو وسلو ګوزارونه کړي او زموږ سرتیرو ځواب ورکړی او د ځاځي میدان میړني خلک هم سرحد ته رسیدلې دي او د افغان عسکرو ترڅنګ یې پاکستان ملیشو سره جګړه پیل کړې ده.»

نوموړی وایي چې په دې جګړه کې دوه افغانان چې یو محلي پولیس او یو هم ملکي وګړی دی وژل شوي دي او درې ملکي وګړي ټپیان دي. د خوست سرپرست قوماندان له دویچه ویلې سره په خبرو کې زیاته کړه چې درې پاکستاني عسکر یې وژلې او یو یې ژوندی نیول شوی دی.

د ځاځي میدان اوسیدونکي هم د افغان ځواکونو ملاتړ لپاره سرحد ته رسیدلي او په خپلو وسلو جګړه کوي. دوی وایي چې پاکستاني لوري درنې وسلې کاروي. له دغو اوسېدونکو څخه فیض الله چې په دغه جګړه کې برخه لري دویچه ویلې ته وویل دوی په ټوپک جنګیږي، خو پاکستان توپونه پرې ولي. نوموړی وایي چې د سنګر یو ځوان ملګری یې وژل شوی خو دوی هم یوه پاکستاني پوسته لاندې کړې او د څلورو پاکستاني عسکرو د وژلو ادعا کوي.

فیض الله دویچه ویله ته وویل: «سهار مو د درنو وسلو غږونه واوریدل، کلیوال خبر شول چې په سرحد جنګ دی، ټول یو ځای له خپلو وسلو سره سرحد ته ورسیدو، زموږ یو د سنګر ملګری صابرخون چې ۱۹ یا ۲۰ کلن به وی شهید شو، خو موږ هم یوه پوسته لاندې کړه او څلور پاکستاني عسکر مو ووژل او وسلې مو هم ترې راوړې.»
د خوست امنیتي چارواکي بیا وایي چې د خوست مرکز څخه ځاځي میدان ته تازه عسکر رسیدلې دي او جګړه لا هم دوام لري.