1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خبريالانو ته خپل کار خطر دی

۱۳۹۵ آذر ۲۹, دوشنبه

په ۲۰۱۶م کال کې ۷۴ خبریالان د خپل کار په سبب وژل شوي دي. د بې سرحده خبریالانو د رپوټ له مخې د ټولو پيښو دوه پر دریمه برخه د جگړې او په جگړه ځپلو سیمو کې رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/2UUuN
Irak Pressefreiheit Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/M. Messara

د بې سرحده خبریالانو د رپوټ له مخې د رسنیو د کارکوونکو له پاره تر ټولو خطرناکو هیوادونو په نوملړ کې سوریه، افغانستان، مکسیکو، عراق او یمن شامل دي. د دغه رپوټ له مخې په وژل شوو خبریالانو کې ۵۷ مسلکي خبریالان، ۹ مدني خبریالان او اته تنه د رسنیو کار کوونکي دي.

د بې سرحده خبریالانو د مدیره هیئت ویاندي بریتا هیلپېرت، ویلي دي «په ځانگړې توگه دا خبره ویرونکي ده چې زیاتره ژورناليستان د خپل فعالیت په سبب په هدفي توگه تر برید لاندې نیول شوي او یا وژل شوي دي.» زیاته شوې ده چې دغه ارقام ښيي چې له تاوتریخوالي څخه د ژورناليستانو په ښه شان د ساتلو له پاره نړیوالې هڅې څرنگه بې نتیجې پاتې شوي دي.

بریتا هیلپېرت، د ملگرو ملتونو له راتلونکي عمومي منشي انتونیوس گورتیرس، څخه غوښتي دي چې د ژورناليستانو خوندیتوب په خپلو کاري لومړیتوبونو کې وگرځوي او «څومره ژره چې امکان ولري یو ځانگړی استازی وټاکي، څو د دې موضوع په هکله ډیری تر سره شوې پریکړې عملي شي.»

د خبریالانو له پاره خطرناکي سیمي

د رپوټ له مخې په ۲۰۱۵م کال کې کابو یو پر دریمه برخه ژورناليستان د خپل کار په سبب وژل شوي دي. بې سرحده خبریالانو ویلي دي چې سږ کال د وژل شوو ژورناليستانو په شمیر کې څرگند کمښت په دې معنی نه دی چې د هغوی پر وړاندي خطر کم شوی دی. په ۲۰۱۵م کال کې۱۱۰ ژورناليستان وژل شوي دي، چې له دغې ډلې ۶۷ تنه د کار پر وخت وژل شوي دي.

دغه سازمان ویلي دي چې د دې تر ټولو لوی علت دا دی چې «خبریالان له خپلو هیوادونو راوتلي، ځکه چې هلته خپل کار ته ادامه ورکول د هغوی له پاره خطرناک وو.» زیاته شوې ده چې دغه خبره په ځانگړې توگه د سوریې، عراق، لېبیا، افغانستان، بروندي او یمن په هکله صدق کوي.

د خبریالانو د بندي کولو پیښي ډیري شوي

کابو یوه اوونۍ تر مخه بې سرحده خبریالانو په روان میلادي کال کې د ژورناليستانو د نیول کیدو او اختطاف په هکله یو بېلانس وړاندي کړ. د دغه رپوټ له مخې د دسمبر تر لومړۍ نیټې پورې په نړۍ کي د رسینو ۳۸۴ کار کوونکو د خپل فعالیت له کبله په بند کې ول. دغه شمیر د ۲۰۱۵م کال په پرتله شپږ سلنه ډېرښت ښيي.

د دغو خبريالانو ډېر ئې په ترکیه، چین، سوریه، مصر او ایران کې بندیان شوي دي. تر دغې نیټې پورې د رسنیو ۵۲ تنه له استثنا پرته په سوریه، یمن او عراق کې اختطاف شوي دي. د رپوټ له مخې د دغو کسانو کابو نیمایي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» یا داعش په ولکه کې دي.

نور مطالب: