خانشين: د کوکنارو د نه کرلو له پاره شرطونه لرو
۱۳۹۰ دی ۴, یکشنبهپه هلمند ولايت کي کرونده ګرو د کوکنارو کرلو ته زور ورکړی، خو دولت بيا په دې ولايت کي ددغه بوټي د کروندو اړول جدي کار بولي او هره ورځ په ولسواليو کي د خلکو سره غونډي کوي.
د هلمند ولايت ځايي چارواکي وايي، د کوکنارو کرونکي به د قانون منګولو ته سپاري.
په هم دې تړاو د خانشين ځوان ولسوال مسعود خان بلوڅ د کوکنارو سره د مبارزې په ترڅ کي تيره اونۍ ووژل سو. نوموړي د خپلي اولسوالۍ د تاغز په سيمه کي د ولسيٍ خلکو سره د کوکنارو د اړولو د کمپاين پر مهال ووژل سو.
د خانشين ولسوالۍ اوسيدونکي د دولت څخه د کوکنارو د نه کرولو په بدل کي د انارو او انګور د کرلو په برخه کي د مرستي غوښتنه کوي.
هغوئ وايي هغه وخت د کوکنارو د کرلو څخه په بشپړه توګه لاس واخلي چي دولت ددوی د سيمي ټول کانالونه او ويالې ورغوي. د سيمي اوسېدونکي وايي د سمو کانالونو او ويالو د نشتون له امله په ډيرو لګښتونو پر خپلو ځمکواوبه لګوي.
د خانشين ولسوالۍ اوسيدونکو دغه خبري ورسته ترهغه وکړې، چي په ياده ولسوالۍ کي د هلمند والي محمد ګلاب منګل راټولوسوو خلګو ته د کوکنارو د نه کرلو خبرداری ورکاوه.
په خانشين کي هوراي دښتي مځکي خورا پريمانه دي، ويل کيږي د خانشين د ځايي اوسيدونکو تر څنګ د نورو سيمو خلک هم هلته ځي او کوکنار کړي.
خو د هلمند والي وايي د خانشين ولسوالۍ د خلکو ټولي غوښتني مني خو هلته کوکنار نه مني.
هغه وويل په خانشين ولسوالۍ کي د بيا رغاوني کارونه ترلاس لاندي دي او د کرونده ګرو د ويالو او زابرانو کار په لومړيتوبونو کي دئ.
خانشين ولسوالي د هلمند په جنوب کي يوه ليري پرته ولسوالي ده چي د هلمند د اوبو ډک سيند ئې په منځ کي تيرسوی دئ.
دا ولسوالي د ريګونو د ولسوالي په نوم هم مشهوره ده او له گاونډيو هيوادونو ايران او پاکستان سره هم پولي لري.
مجتبي محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل