1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

​​​​​​​خامنه یې: د سعودي رهبري نا اهله او بی کاره ده

۱۳۹۶ خرداد ۷, یکشنبه

د ایران مذهبي مشر د سعودي عربستان پر واکمنې کورنۍ د ډیرو سختو نیوکو په ترڅ کې ویلي دي چې اوس د دوی زوال یقينې شوی دی. بل لور ته د ایران ولسمشر له خلیجې هیوادونو سره د اړیکو بهترولو هیله څرګنده کړې.

https://p.dw.com/p/2dhbJ
Ali Khamenei
انځور: picture alliance/dpa/Supreme Leader Press Office

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یې، له امریکا متحده ایالاتو سره د ۱۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د خریدارۍ د تړون تر لاسلیک کولو وروسته د سعودي عربستان پر شاهي کورنۍ ډیرې سختې نیوکې کړي دي. نوموړي د سعودي عربستان شاهي کورنۍ «نااهله او غیر واقعي» مشران بللي.

خامنه یې د سعودي عربستان د رهبرۍ په هکله د سختې لهجې په کارولو سره وویل چې دوی «احمقان» دي او د امریکا له پاره «شیدۍ ورکونکی غوا» ده. په ایران کې د فارس نیوز آژانس په حواله خامنه یې ځکه هم پر سعودي مشرانو ډیر سخت لفظي ګذارونه کړي دي چې هغو پر خپلې شتمنۍ له «کفارو او دښمنانو» سره معامله او تجارت کوي.

د ایران مذهبي مشر زیاته کړې ده چې د سعودي عربستان واکمنان د اسلام دښمنه هیواد سره اخلاص لري او د یمن او بحرین د مسلمانانو مخالفت کوي.

خامنه یې زیاته کړه چې د سعودي شاهي نظام به هم ختم شي او د شاهي کورنۍ پالیسیانې به بالاخره د دوی «زوال یقیني» کړي. د ایران مذهبي مشر دغه نیوکې د رمضان میاشتې د را رسیدو په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې کړي دي.

د ښو اړیکو هیله

بل لور ته د ایران ولسمشر حسن روحاني چې تصور کیږي د ایران له مذهبي مشر څخه کم قدرت لري، له خلیجي هیوادونو او سعودي عربستان سره د دوه اړخیزه ارتباطاتو د بهترولو هیله څرګنده کړې ده. روحاني د دې خواهش اظهار د قطر له امير سره د تلیفوني خبرو اترو په ترڅ کې کړی دی.

د ایران ولسمشر د قطر له امیر تمیم بن حمد الثاني، سره د تلیفوني اړیکي په ترڅ کې واضحه کړه چې ټول شخړیز مسایل د سیاسي حل لارې له طریقه حل کیدلای شي. مخکې تر دې د ایران ولسمشر د دونالد ترمپ پر هغې وینا هم ډیرې سختې نیوکې کړې وې چې ویلي یې وو، له ایران پرته هم په منځني ختیځ کې ثبات رامنځته کیدلای شي.د سعودي عربستان او قطر لفظي شخړه

له ایران سره د اړیکو له امله د قطر هیواد په دې وروستیو کې د پاتې نورو خلیجي هیوادونو له خوا له سختو انتقادونو سره مخامخ شوی دی. څو ورځې مخکې د قطر رسنیو د دې هیواد د امیر شیخ تمیم په حواله یوه تبصره خپره کړې وه.

 تمه کیدله چې په ریاض کې د عربي هیوادونو سره د ترمپ لیدنه به نړۍ ته عربي هیوادونو یوالي ښکاره کړي، خو له دې غونډې څو ورځې لا تیرې شوې نه وې چې د اخوان المسلمین پر سر د قطر او سعودي عربستان تر منځ یو ژور درځ را څرګند شو.

د ترمپ تر غوندې دوه ورځې وروسته د قطر دولت مجبوره شو چې یوه مطبوعاتي بیانیه صادره کړي او د دغه هیواد د امیر د څرګندونو په اړه توضیحات ورکړي. د شیخ تمیم بن حمد الثاني په هغه وینا کې چې ویډیو یې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې وه، ښودل کیږي چې د قطر امیر په کې په لبنان کې د حماس ملیشه و او حزب الله ډلو ستاینه کوي.

تر دې وروسته په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې پر قطري رسنیو له بندیز سربیره، سعودي عربستان خپل خفګان څرګند کړی وو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.05.2017):
 

USA Saudi Arabien Donald Trump mit König Salman bin Abdulazi
دونالد ترمپ د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ سرهانځور: Imago/ZUMA Press/S. Craighead