خاص کونړ کي مهاجر ـ «پاکستاني راکټونو بيځايه کړو»
په خاص کونړ کې نژدې درې سوه مهاجرې کورنۍ په شالۍ، ولۍ ډاګ کې اوس له نورو ستونزو سربېره، د سرپنا، اوبو او روغتیايي خدماتو څخه بې برخې دي. ورباندي انځوريز راپور دلته وګورئ:
درې مياشتي وړاندي
دغه کورنۍ په خپله وينا د خاص کونړ ولسوالۍ له شالۍ سیمې، څه کم درې میاشتې وړاندې د پاکستانیو ځواکونو له لوري د راویشتونکو ګولیو له ویرې د شالۍ، ولۍ لویې دښتې ته راکډه شوي.
هر څه پاته شوي
مهاجرې کورنۍ وايي، په خپله سیمه کې ترې ټول شته پاتې شوي، چې اوس یې ژوند په دغه لویه دښته کې له ستونزو او کړاوونو خالي نه دی.
له راتلونکې ګرمۍ بيره
دغه بې ځایه شوې کورنۍ د نورو مشکلاتو سره سره د سرپنا، روغتیايي اسانتیاو او پاکو اوبو بې برخې دي، په داسې حال کې چې ګرمي، ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.
په شل روپۍ د اوبو یوه بوشکه
يو مهاجر دوايي خان وايي: «ماشومان مو په سره لمر پراته دي، څه بر ووهل، ډاکټرانو او روغتونو کې پراته دي. اوبه نه شته. په شل روپۍ د اوبو یوه بوشکه اخلو، سره لمر ته ناست یو.»
نه ډاکټر نه پيسې
شيرافضل نومي يو مهاجر د خپل حال په هکله وايي: «نه ډاکتر شته، نه پیسې او نه موټر. ابله شپه مې یو ماشوم مریض شو، په خره باندې مې روغتون ته یوړ، که پیسې وای، په موټر کې به مې وړی وای.»
د درملنې پيسي نسته
يو بل مهاجر وهاب وايي: «که ډاکټر مو ماشومانو ته د زرو روپو درمل ولیکي؛ موږ ورته نیمه اخلو، ځکه وس مو نه کېږي.»
«دولتي کومک نشته»
دغه مهاجر وايي، تر اوسه یې دولت په هېڅ برخه کې لاسنیوی نه دی کړی؛ خو یوې مرستندویه موسسې لږ شمېر کورنیو سره د خېمو، خوراکي توکو او د لنډ مهال له پاره د اوبو د ټانکرونو مرسته کړې وه؛ چې اوس پرې هغه اوبه هم بندې شوي دي.
«بېله د سر د سيوري»
دغه کډوال وايي چي د پاکستانیو مرمیو له امله بې ځایه شوي دي. هغوی وايي توند باد او شړقنده باران یې خېمې او له لرګیو جوړ شوي چوپالونه له یوې مخې غورځوي؛ چې بیا یې د سر سیوری نه وي.
«ډېره سخته ده»
خان نومي يو مهاجر وايي: «بېګا داسې توپان راغی، چې هر څه یې ګډوډ کړل، خیمې یې ګوزار کړې، ماشومانو مو چغې کړې. ژوند ډېر سخت دی، نه د اوبو درک شته، نه نور څه. اوبه په خرو راوړو، په شل روپۍ یوه وړه بوشکه راباندې حسابوي، ډېره سخته ده.»
«ګوزاري خيمې»
يوه مهاجره مېرمن وايي: «توپان چې راشي؛ نو خېمې ټولې ګوزاري کړي، بېګا ډېره بده شپه وه. تېز باد خېمې وشکولې او ستنې یې ورماتې کړې، خلکو یې ستنې په لاسونو کلکې کړې وې. سهار مو هر څه په بیدیا کې پراته وو.»
له زدکړي محروم ماشومان
د دې کډوالو د ماشومانو له پاره په شالۍ سیمه کې حکومت یو لومړنی ښوونځی جوړ کړی و؛ خو اوس چې ترې دوی راکډه شوي؛ ښوونځی تړلی او ماشومان یې له زده کړو لیرې پاتې دي.
«مرمۍ راتلې»
«زما نوم حنیف دی، هلته به مرمۍ راتلې ، کورونه او خواوې به یې لګېدلې. دویم ټولګي کې وم، رانه پاتې شو، اوس دلته مکتب نه شته.»
بېرېدلي ماشومان
کډوال وايي چي ماشومان يې د پاکستان له اړخه د راغلو مرميو له کبله سخت بيريدلي دي.
«خړې خړې ورته ګورم»
حنيتف نومي ماشوم وايي: «هلته اول ټولګي کې وم، دلته مکتب نه شته، نور ماشومان چې وینم، خړې خړې ورته ګورم. یخې اوبه هم نه شته، ګرمې اوبه څښو.»
له ۱۴ کليو څخه
د دې سلګونو کورنیو یو مشر محمدطالب مومند دویچې ویلې سره مرکه کې وویل، دغه کورنۍ د شالۍ سیمې له څوارلسو کلیو څخه راکډه شوي، چې تر اوسه یې حکومتي چارواکو هېڅ پوښتنه نه ده کړې.
«اوس هم ډيري کورنۍ راروانې دي»
د کډوالو يو مشر محمد طالب مومند وايي: «په اولو مرمیو کې دوه کسه شهیدان، پنځه ټپیان شوي او له حده زیات څاروی مړه شوي. اوس هم ډېرې کورنۍ راروانې دي. ځکه چې په تا مرمۍ را اوري، نو ته به هلته څه ارام ژوند وکړې او څه به زنده ګي وکړې. ډېرو خپل څاروي خرڅ کړل، ځکه دې ډاګ کې ورته اوبه نه پیدا کېږي؛ خوراک خو یې لا پرېږده.»
حکومتي مرسته
د کونړ د والي ویاند غني مصمم وویل، ولایتي ادارې د نورو مرستندویه موسسو پر مټ خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو کې له ۲ سوو ډېرو کورنیو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د ځینو خوراکي توکو مرسته کړې.
درې سوه کورنۍ
غني مصمم وايي، د دوی د سروې له مخې، په خاص کونړ، سرکاڼو او دانګام ولسوالیو کې نیږدې درې سوه کورنیو د پاکستاني توغندويي بریدونو له امله خپلې مېنې پرېښې دي.
ډيورنډ کرښه
پاکستانۍ غاړه ادعا کوي؛ چې له افغان خاورې پر ډیورنډ کرښه وسله وال هغه هېواد ته ور اوړي، نو ځکه یادې سیمې د وسله والو د ځپلو په موخه په نښه کوي؛ خو افغان شنونکي بیا وايي، پاکستانی حکومت په دې کار سره ډیورنډ کرښې ته نیږدې سیمې له ولسي وګړو خالي کول غواړي، چې هم پکې خپله مخکې راشي او هم پکې وسله وال ځای پر ځای کړي.