«حکومت دې د افغان مهاجرو د اخراج په اړه دریځ روښانه کړي»
۱۳۹۷ خرداد ۳, پنجشنبهد بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخيم هرمن د بهرنیو چارو له وزیز هایکو ماس څخه غوښتي دي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه دې خپل نوی رپوټ وړاندي کړي.
هغه د پنجشنبې په ورځ د (RND)آلماني رسنۍ ته ویلي دي: «لس میاشتې وشوې چې د دغه رپوټ د وړاندي کیدو په تمه یوو. زه دا درک کولای نه شم، چې دغه اقدام ولي تر اوسه پوري شوی نه دی».
د بایرن ايالت د کورنیو چارو وزیر په وینا: په آلمان کې ډیر رد شوي افغان مهاجر شته چې راتلونکی یې مشخص نه دی. هرمن وویل: «په اوس وخت کې موږ نه شو کولای چې دغه کسان اخراج کړو، او نه هم هغو ته د پاتېدو هيله ورکولای شو. دا وضعیت د منلو نه دی».
د تیرکال په جولای میاشت کې د آلمان حکومت د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خپل یو منځمهاله وروستی رپوټ وړاندي کړ. په همدې اوونۍ کې د سه شنبې په ماښام ۱۵ افغان مهاجر چې خطرناکه بلل شوي ول، له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شول.
دا افغانستان ته له آلمان څخه د افغان مهاجرو د ډله ایز اخراج ۱۳ پړاو دی چې ترسره شو.
د آلمان حکومت ویلي دي چې د اوس له پاره یوازې هغه افغان مهاجر اخراجوي چې د دې هیواد د امنیت له پاره خطر بلل کیږي، جرم یې کړی وي او یا یې هم د خپل هویت په ثابتولو کې همکاري نه وي کړې.
مرستندویه سازمانونو بیا افغانستان ته د افغان مهاجرو د بیرته اخراج لړۍ د بندولو غوښتنه کوي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: