1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بلخ والي د استعفأ په اړه مو رسمي سند نه دی ترلاسه کړی»

۱۳۹۶ آبان ۱۷, چهارشنبه

ځينو رسنیو رپوټونه خپاره کړي چې په نزدي وخت کې به د بلخ والي عطا محمد نور یا له خپلې دندې استعفا وکړي او یا خو به ګوښه شي، خو د سیمه ایزو ارګانونو اداره وایي چې تر اوسه پورې یې په دې اړه رسمي سند نه دی ترلاسه کړی.

https://p.dw.com/p/2nGvg
Gouverneur der Provinz Balkh in Afghanistan Atta Mohammad Noor
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

آزادۍ راډیو د داسې سرچینو په اړه چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي دي چې د بلخ والي عطا محمد نور، به په نزدې وخت کې یا له خپلې دندې استعفأ وکړي او یا خو به ګوښه شي، دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکي ادارې ویاندي میرمن منیره یوسفزۍ، له دویچه ویله سره په مرکه کې روښانه کړه چې تر اوسه پورې په دې اړه دې ادارې ته هیڅ ډول سند نه دی رسیدلی.

میرمن یوسفزۍ وویل:  «د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته داسې هیڅ سند نه دی رسیدلی چې وښي ښاغلی عطا محمد نور له خپلې دندې استعفأ کړې او یا هم تغیر او تبدیل شوی دی.»

هغې زیاته کړه: «له همدې کبله تر اوسه پورې هیڅ کومه خبره نه شته. په خواشینۍ سره چې یوازې یو څه فیسبوکي آوازې خپرې شوي خو کوم رسمي سند موجود نه دی.»

د نور او ملي یووالي حکومت د چارواکو تر منځ ترینګلتیا کومه پټه خبره نه ده. هغه په وروستیو وختونو کې د کابل پر حکومت، چې پخپله دی یې هم برخه ده، سختې نیوکې کړي. یوازې څو میاشتې مخکې هغه پر عبدالله عبدالله هم چې پخوانۍ متحد یې دی سخت انتقادونه کړي ول او هغه یې له ولسمشر غني څخه، د هغه څه په اخیستلو کې ناکامه بللی وو چې عطا محمد نور یې د خپل ګوند جمیعت اسلامي، ونډه بولي.

د بلخ والي څو موده مخکي له اجرایي رییس پرته، له ولسمشر غني سره په خبرو اترو کې ښکیل شو چې په خبره یې د خپل ګوند حق ترې واخلي، خو داسې ښکاري چې دغه بهیر هم ناکام شوی دی.

پر حکومت باندې د نور نیوکو تر هغه وروسته زور واخیست چې هغه په ترکیه کې له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، او د اجراییه ریاست له دویم مرسیتال محمد محقق، سره د یوه اتیلاف د جوړلو اعلان وکړ. خو دغه ایتلاف هم تر اوسه پورې د نورو سیاستوالو په جذبولو کې پاتې راغلی دی.

عطا محمد نور له ۲۰۰۴م کال راهیسې په بلخ ولایت کې د والي او یا هم سرپرست والي په توګه کار کړی. هغه په وار وار ویلي دي چې په کابل کې ورته د وزارتونو وړاندیز شوی، خو ده د بلخ ولایت له پریښودو ډډه کړې ده. په وروستیو وختونو کې عطا محمد نور له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې به د ولسمشري له پاره نوماند وي، خو بیا هرات ته یې د خپل وروستي سفر په ترڅ کې روښانه کړه چې که څه هم ولسمشرۍ ته د هغه نوماندیدل له امکانه لیرې خبره نه ده، خو په دې اړه پریکړه به له خپلو متحدینو سره تر مشورو ورسته اعلان کړي.