1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکمتیار: طالبان دې له جنګه لاس واخلي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۹, شنبه

د افغانستان حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، افغانستان کې روان جنګ بېهوده دی او پایله یې له افغان وژنې بل څه نه ده.هغه له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي.

https://p.dw.com/p/2c7Ty
Afghanistan Kriegsherr Gulbuddin Hekmatyar plädiert für den Frieden
انځور: Reuters/Parwiz

ګلبدين حکمتيار په افغانستان کي د سولي پر اهميت ټينګار کړی دی. نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اپريل ۲۹مه) د لغمان په  مرکز مهترلام کې حکومتي چارواکو، عامو خلکو او رسنیو ته د یوې غونډې په ترڅ کې وکړې او زیاته یې کړه، چې نور افغان وژنه نه شي زغملای.

حکمتیار وویل: « موږ داسې جنګ نه شو زغملی، چې  په مسجدونو کې د الله تعالی پر وړاندې سجده کوونکي انسان باندې ډزې کوې. مسلمان وژنه حرامه ده او وسله وال دې له هغه جنګه لاس واخلي، چې قربانیان یې افغانان دي».

نوموړي له ټولو سیاسي مشرانو او ګوندونو وغوښتل، چې د روان ناورین د پای ته رسېدو له پاره دې د سولې پروسې په برخه کې د حکومت ملا ور وتړي.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وویل، دی د سولې له پیغام سره راغلی او دی له ټولو حکومت ضد وسله والو ډلو هم غواړي، چې نورې دې وسلې پر ځمکه کېږدي.

د حزب اسلامي مشر وايي، له حکومت سره د سولې د شوي هوکړه لیک د عملي کېدو ترڅنګ غواړي، چې نورې وسله والې ډلې هم په دغه پروسه کې شاملي شي. دی وايي: « په تېرو پسې نه ګرځو، د دوستۍ نوی باب پرانیزو ».

حکمتیار وړاندې وویل، هغه جګړه چې وسلې او مهمات ورته له بل ځایه راځي؛ د افغانانو په ګټه نه ده. نوموړي وویل، افغانستان کې په ټوله مانا د یوه ولسواک او ټاکنیز نظام غوښتونکی دی. هغه وویل: « هېڅکله د زور حکومت نه شم منلای».

بل خوا په سیاسي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د سولې د دارالانشا مشر محمد اکرم خپلواک د سولې په پروسه کې د ښاغلي حکمتیار شاملېدل، د سولې د پروسې د یوې برخې بشپړېدل وګنل او په دغه بین الافغاني مذاکراتو کې یې د نړیوالو له ملاتړه هم مننه وکړه. خپلواک زیاته کړه، حکومت د اسلامي حزب سره د سولې له پاره لاسليک شوي هوکړه لیک د ټولو مواردو پلي کېدو ته ژمن دی.

خپلواک زیاته کړه: « د افغانستان اسلامي جمهوري حزب اسلامي سره د شوي هوکړه لیک ټولو مواردو ته ژمن دی او د افغانستان ټول سیاسي ګوندونه ، مدني ټولنې او هر غړی له دې پروسې نظارت کولای شي». هغه وویل، د لغمان له غونډې وروسته حکومت پلان لري، چې راتلونکې اونۍ د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار او د هغه د ملګرو د هرکلي په پار پلازمېنه کابل کې غونډه جوړه کړي.

له اسلامي حزب سره د سولې هوکړه لیک تېر کال افغان حکومت او د حزب اسلامي استازو کابل کې لاسلیک کړی. د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار شاوخوا څلوېښت کاله د وخت د حکومتونو مخالف په سنګر کې پاتې شوی، چې ګڼ وسله وال یې عملآ تر مشرۍ لاندې په جکړه کې ښکېل وو. بل پلو د سیاسي چارو شنونکي انور سلطاني له دویچې ویلې سره مرکه کې وویل، که څه هم د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون ډېر جهادي قومندانان او د سیاسي ګوندونو مشران په هېواد کې د کورنۍ جګړې مخکښان وو او د کورنۍ جګړې پر مهال یې ګڼ ولسي وګړي وژلي، ټپيان کړي او آن د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي وو.

هغه وايي: « د حکمتیار په شمول دا ټول پخواني جهادي قومندانان او د ګوندون مشران باید محاکمه شي».

ښاغلی انور سلطاني په اوسنیو شراطو کې له حکومت سره د سولې هوکړه کول، د حکمتیار لوی جرآت بولي او وايي، هر ګام چې د سولې له پاره پورته کېږي، ټول ولس یې هر کلی کوي.

بعضي ولسي وګړي هم د ګلبدین حکمتیار راتګ په نیک پال نیسي او له ټولو جنګي ډلو غواړي، چې وسلې  پر ځمکه کېږدي.

Afghanistan Protestierende gegen Friedensverhandlungen mit Gulbuddin Hekmatyar
د حکمتيار سره د سولې پر ضد په افغانستان کي احتجاجونه هم سوي ولانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul