حکمتيار: بريتانيا دي پخواني فکرونه نه کوي
۱۳۹۱ دی ۱۳, چهارشنبهد افغانستان يو بانفوذه جنگسالار گلبدين حکمتيار له بريتانيايي ورځپاڼي «دیلي تلگراف» سره په مرکه کي د بريتانيا شازاده هري، چي په افغانستان کي دنده تر سره کوي «نشه چغال، چي افغانستان ته د بې گناه انسانانو د وژلو له پاره تللی» نومولی دئ.
حکمتيار د خپلو جنگيالو په يوه اډه کي، په غالب گومان د افغانستان ـ پاکستان په سرحد کي، ورځپاڼي ته ويلي دي: «د بريتانيا نشه شازاده افغانستان ته راغلی دئ، چي بې گناه انسانان ووژني. هغه غواړي چي بې له شرمه پر مجاهدينو باندي راکټونه واوروي. خو د هغه يو څه له ياده وتلي دي: چغالان نسي کولای، چي د زمريانو او بازانو ښکار وکړي.»
هغه دغه راز ويلي دي، چي جنگيالي ئې په دې تلاښ کي دي، چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري له افغانستان څخه د بريتانيايي ځواکونو د وتلو تر وخته ډير بريتانيايي عسکر ووژني.
هغه زياته کړې ده: «بريتانيا د دې له پاره چي د سپيني ماڼۍ زړه وساتي، د افغانستان په دغه غيرعادلانه، بې معنی او له زورزياتيو ډک جنگ کي ځان ښکېل کړ. نو بريتانيا پرته له دې، چي وينه ئې توی سي او خپله شتمني له لاسه ورکړي بل څه په لاس نه ورځي.»
هغه زياته کړه: «زه نه پوهيږم چي بريتانيايان ولي خپل اولادونه مرگ ته لېږي، کيدای سي د دې له پاره چي امريکايي جنرالان خوشحاله کړي.»
حکمتيار له بريتانيايي ورځپاڼي «ديلي تلگراف» سره په مرکه کي زياته کړې ده: «داسي ښکاري، چي د بريتانيا حکومت د یو شمېر چارواکو تر اوسه تر اوسه د اتلسمي او نوولسمي پېړۍ فکرونه په سرونو کي دي، چي د دوی له خوا له ورلېږل سوي سفير سره به داسي سلوک کيږي، لکه له نايب السطنه سره او دا چي د دوی شازاده اجازه لري چي په پوځي يونيفورم کي د ژوندي انسانانو په ښکار پسې ووځي. هغه وختونه تير سوي دي.»
حکمتيار په افغانستان کي د اسلامي حزب مشر دئ. هغه له ۱۹۹۳ څخه تر۱۹۹۴ او دغه راز ۱۹۹۶ کلونو کي د افغانستان لومړی وزير نومول سوی وو.
په ۲۰۰۳ کال کي حکتميار د امریکا متحده ايالاتونو له خوا تروريست اعلان سو او د ملگرو ملتونو په تور ليست کي د ملا عمر او بن لادين سره شامل سو.