حيوانات څرنگه له يخه ځان ساتي؟
په وجود کوچني ژوي چې پوست یې هم نازک وي، څرنگه په سړه هوا کې چې انسانان یې د گرمو جامو سره هم نه شي زغملای، گوزاره کوي؟ په دې انځورونو کې يو څو هغه لاري وينئ چې حيوانات یې د يخ څخه د ځان ساتلو له پاره خپلوي.
پښې یې يخيږي نه؟
د دې وړې مرغۍ په څير د ډيرو مرغانو پښې تر دوو ملي مترو زياتي ډبلې نه دي. زموږ پښې او گوتې چې په يخ کې درد کوي نو څرنگه دغه کوچنۍ مرغۍ په يخ او واره کې مقاومت کوي؟
د يخ څخه طبيعې ساتنه
د مرغانو د پښو پوست په طبیعي ډول داسې جوړ دی چې د تودوخي د انتقال مخه نيسي. په دې توگه په سړه هوا کې هم د دوی پښې نه يخيږي. د مرغانو د پښو پوست د کوچنيو اوبدل شويو رگونو يوه شبکه لري چې «ريټه تيبيو ـ تارسال» ورته ويل کيږي. د پښو د دې رگونو وينه خپله تودوخه بيرته بدن ته ستنيدونکې وېنې ته ورکوي. په دې توگه يوازي سړه وينه پښو ته رسيږي او د بدن څخه د گرمۍ د وتلو مخه نيول کيږي.
د انرژۍ عياريدونکی سيسټم
لکه د يوه کور يا تعمير د تودوخۍ د منظمونکي په څیر د مرغانو د انرژۍ سيسټم هم د اړتيا په وخت کې گل او يا بل کيدلای شي. مرغان کولای شي اضافي تودوخه د خپلو پښو له لارې له بدنه خارجه کړي. په ژمي کې دا مهمه وي چې دوی په کافي انداره خوراک پيدا کړي او تر څو چې ځمکه ډيره زياته په واوره نه وي پوښل شوي، خوراک هم په آسانۍ پيدا کيږي.
د انسانانو له خوا مرسته
خو که چيري ډيره واوره و اوريږي نو بيا د انسانانو کومک ته اړتيا وي. په انځور کې ليدل کيږي چې دوې کوچنۍ مرغۍ د مرغانو له پاره په ځانگړي توگه تيار کړل شوي خوراک ته ورځي.
سړی هوا ته لومړيتوب ورکول
د دې مرغې وزرونه له گرمو او ډبلو بڼکو څخه جوړ وي چې په مرسته یې نه يوازې دا مرغه الوتلای شي، بلکې لنډه موده اوبو ته هم ننوتلای شي. په ژمي کې تر يخي لاندې اوبه د ده د ښکار په ساحه بدليږي.
په وچو پاڼو کې ځان پټول
خزنده خوړونکی د ژمي تر رارسيدو دمخه په خپل بدن کې د غوړو يوه ښه ذخيره برابروي. د وچو پاڼو ډيرۍ د دوی له پاره د ژمي د تیرولو مناسب څای وي، چيرته چې دوی ځانونه گرم ساتلای شي.
له ژمي تيښته
د ژمي مږه په يخو شپو او ورځو کې په ځمکه کې تقريباً يو ميتر ژور سوری کيندي. د ژمي د خوب (Hibernation) وخت په بدن کې پر ذخيزه کړل شول شويو غړيو تیروي.
په غوجل کې ځان پټول
مږي له انسانانو سره نژدې ځان ښه احساسوي او په غوجلو او يا د سرې په ډيرو کې ژمی تيروي. هلته نه يوازې د حرارت درجه نسبتاً لوړه وي، بلکې خوراک هم موندل کيږي.
مهرباني وکړئ مزاحمت مه کوئ
هوسۍ او وحشي خوگان په ژمي کې تل د خوراک په لټه کې وي او دا هڅه هم بايد وکړي چې لږ انرژي مصرف کړي. په ژمي کې هيجاني کيدل او يا تيښته دوی ته ډير خطر پيښولای شي. له همدې کبله انسانان بايد په ژمي کې دا حيوانات پر آرامه پريږدي او خپل سپي هم له دوی څخه لیرې وساتي.
د ژمي خوب یا استراحت
دا چونگښ او چونگښه پر تازه اوريدلې واوري ناست دي. خو دوی به دلته ډير پاته نه شي. خزندگان او چونگښې د نورو کوچنيو حيواناتو غوندي په سوړو او د لرگيو په منځ کې پټيږي او يا ځانونه په ځمکه کې ښخوي او ژمې هلته په خوب تیروي.
ژمی، د حشراتو له پاره ناوړه وخت
زياتره حشرات هم په لرگيو، بوسو او يا په تيږو کې ځانونه پټوي. خو ماشي یې يوه استثنا ده. د ماشي هگۍ د واوري تر پوښ لاندې په يخ ژمي کې هم نه زيانميږي او په دې توگه دوی ټول کال له انسانانو سره نژدې وي. دوی په زيرخانو، د ونو په ډنډونو او يا د کوټو په کونجونو کې موندل کيږي او د خپلو هگيو له پاره داسې ډنډونه پيدا کوي چې يخ نه وي وهلي.