1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«حماس به د وژل سوو زده کوونکو تاوان ورکړي»

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ تیر ۱۰, سه‌شنبه

د اسرائیلو پوځ د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د درو اسرائیلي ورک شوو ځوانانو مړي وموندل. د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو، د دغي وژني پړه پر فلسطیني ډلي حماس باندي اچولې ده او د غچ اخېستلو گواښ یې کړی دی.

https://p.dw.com/p/1CTBX
انځور: picture-alliance/dpa

د اسرائیلو پوځ خبر ورکړ چې دغه درې مړي د هیبرون په شمال ختیځ کې د حلحول سیمي په یوه میدان کې د ډبرو تر کوډلي لاندي وموندل شول. اسرائیلي راډیو ویلي دي چې دغه اسرائیلي ځوانان د جون میاشتې پر ۱۲ په همدغه سیمه کې لیدل شوي ول.

داسې فکر کیږي چې دغه ځوانان تر اختطاف وروسته سمدلاسه وژل شوي دي. اسرائيلو د یوه مذهبي ښوونځي د درو تنو زده کوونکو د تښتونې پړه پر حماس ډلي ور واچوله او په دې ترڅ کې یې ۴۲۰ تنه فلسطینیان نیولي دي چې زیاتره یې د حماس غړي دي.

اسرائيلي راډیو تیر ماښام په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د هیبرون ښار په شمال کې ډیر ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. زیاته شوې ده چې له فلسطینیانو سره متقابل فيرونه هم شوي دي. پر دې سربیره د حلحول په نامه وړوکي ښارگوټي کې هم د اسرائیلو پوځ او فلسطینیانو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته شوی دی. همداشان د هیبرون ښار کلابند شوی دی. عیني شاهدانو خبر ورکړی دی چې تیره شپه اسرائيلي پوځ د هیبرون په ښار کې د دوو اصلي شکمنو عامیلینو کورونه ویجاړ کړي دي.

نتنیاهو: «حیوان د انسان په شکل»

د اسرائیلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو، د دغو درو ځوانانو د جسدونو تر پیدا کیدو وروسته په خپل لومړي غبرگون کې ویلي دي: «دغه کسان تښتول شوي دي او د انسانانو په شکل کې د حیوانانو له خوا په بې رحمۍ سره وژل شوي دي.» هغه زیاته کړې ده چې د دې له پاره د حماس ډله گرمه ده. هغه یادونه کړې ده چې «هغوی [حماس] به د دې تاوان ورکړي.»

نتنیاهو د امنیتي کابینې یوه بېړنۍ غونډه رابللې وه، خو د کوم سخت غبرگون په هکله کوم رپوټ ورکړل شوی نه دی. د «هاریتڅ» په نامه ورځپاڼي ته یوه لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي ویلي دي چې د دغو ځوانانو د ښخولو تر مراسمو وروسته به د سه شبنې په ورځ دغه غونډه بیا تر سره شي. د دغو جسدونو تر موندل کیدو وروسته د فلسطین د خپلواکمني ادارې مشر محمود عباس، د سه شنبې په ورځ د فلسطیني مشرانو یوه بېړنۍ غونډه رابللې ده.

تر دې دمخه د اسرائیلو د دفاع مرستیال وزیر دیني دانون، تندلاری اسلامپاله فلسطیني غورځنگ د دغه عمل له پاره گرم بللې وو. هغه ویلي ول چې حماس ته به د «بشپړي ماتي ورکولو» په برخه کي اسرائیل کومه وقفه نه وکړي.

د اسرئيلو هوایي ځواک تیره شپه په غزې تراډه کې پر یو شمیر هدفونو باندي بریدونه کړي دي. د اسرائيلو پوځ خبر ورکړی دی چې د ۳۴ هدفونو پر ضد «دقیق بریدونه» تر سره شوي دي. پوځ همداشان ویلي دي چې له یکشنبې شپې راهیسي پر اسرائيلو باندي تر ۱۸ زیات توغندي توغول شوي دي.

عیني شاهدانو خبر ورکړی دی چې په ټوله غزه تراډه کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. د حماس ډلي امنیتي خلکو ویلي دي چې تر لسو دقیقو په کم وخت کې هم تر ۲۵ زیات هوایي بریدونه تر سره شوي دي. عیني شاهدانو د لسونو چاودونو رپوټونه ورکړي دي. د دغو بریدونو هدف د حماس ډلي د پوځي تاسیساتو په نخښه کول ول.

دغه راز ويل کیږي چې همداشان د اسرائیلو سمندري عسکرو د غزې تراړي پر شمالې برخه باندي له سمندره بریدونه کړي دي. د غزې تراډي د روغتیا پالو د معلوماتو له مخې څلور تنه ټپیان دي او یو تن ورک شوی دی.

نړیوالي اندېښنې

دغه خونړي عمل په نړیواله کچه انديښنې راپارولي دي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما دغه قتل د یوه «بې معنی» قتل په توگه غندلی دی خو د داسې اقداماتو له ترسره کولو څخه يې خبرداری ورکړی دی چې وضعیت لا پسي بې ثباته کړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم دې ته ورته څرگندوني کړي دي. بانکي مون په نیویارک کې هیله څرگنده کړه چې اسرائیلیان او فلسطینیان به په «گډه کار وکړي، څو ژر مسئولان پيدا کړي او د قانون منگولو ته یې وسپاري.» د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل ویلي دي چې دغه پیښي «شوک» ورکړی دی. هغې ویلي دي چې دا یو داسي کرکجن عمل دی چې هیڅ د بخښلو نه دی.»

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د درو ځوانانو وژنه د یوه «بزدلانه قتل» په توگه محکومت کړی دی، خو له ټولو اړخونو څخه یې غوښتي دي چې د تاوتریخوالي د لمن له پراخیدو څخه ډډه وکړي. د بریتانیې لومړي وزیر ډیویډ کمرون دغه عمل د یوه «نه بخښوونکي ترهگر عمل» په توگه عنوان کړی دی. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر هم د دغي پیښي په هکله ژوره خواشیني ښوولې ده.