1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزی: د ماينونو ښخول هيڅ ډول مېړانه نه ده

۱۳۹۰ مهر ۶, چهارشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي په دي ورستيو کي د ځمکنيو ماينونو له امله د رامنځ ته سويو چاودنو په اړه خپله شديده انديښنه څرګنده کړې او امنيتي ادارو ته يې امرکړی، چي د ماينونو د مخ نيوي لپاره ټوله ممکنه لاري چاري ولټوي.

https://p.dw.com/p/12iBv
ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزیانځور: dapd

په دې ورستيو کي د افغانستان له بيلا بيلو برخو د ځمکنيو ماينونو د چاودنو په پايله کي د لسګونو تنو ولسي او پوځي کسانو د مرګ ژوبلي خبرونه تر لاسه سوي دي.

معمولاً په دغسي ماين چاودنو کي چي د دولت ضد زور پالو له لوري پر لويو لارو د پلونو او پل چکونو لاندي او د کريړ واټونو تر څنګ ايښودل کيږي، ډيری مرګ ژوبله ولسي خلکو ته اوړي.

په يوه تازه پيښه کي چي پرون په لويديځ ولايت هرات کي وسوه ګڼ شميرولسي خلک مړه او ژوبل سول.

يو مسافر وړونکي موټر چي يوشمير ملکي وګړي يي د هرات ولايت د شينډند په ولسوالۍ کي دواده له مراسمو وروسته خپلو کورونه ته ليږدول پر يو ماين وخوت، چي د چاودني له امله يي د يوولسو ماشومانو او څلورو ښځو په ګډون ټولي شپاړس تنه سپرلۍ ووژل سول.

افغان ولسمشر حامد کرزي په يوه بيړني ګام کي د ټولوولايتونو امنيتي مشرانو ته امرکړی چي د ماينونو د شنډولو او د چاودنو د مخ نيوي لپاره نوي ګامونه پورته کړي.

د ولسمشرۍ  له ماڼۍ څخه په کابل کي دويچه ويله ته په يوه رالېږل سوې وينا پاڼه کي  راغلي، چي حامد کرزي د هرات د شينډنډ ولايت د ماين چاودني سخت په غوصه کړی او دغه پيښه يي غندلې ده.

« د ولسي وګړو د تګ راتګ په لارکي د ماين ايښودل او د ماشومانو او ښځو وژنه چي د خوښۍ له مراسمو وروسته خپلو کورونه ته ستنيدل د هغو مزدورانو کار دى، چي نه غواړي د افغانستان خلک په خوښۍ اونيکمرغۍ کي ژوند وکړي. دوى په دغو وژنو سره ثابتوي چي داسي خائينان او ډارن دي چي آن د ماشومانو او ښځو د وينو تويولو څخه هم ډډه نه کوي».

دا په تيره يوه اونۍ کي تر ټولو زړه بګنونکې پيښه ده، چي د ماين د چاودني له امله رامنځ ته سوې ده.

تردې دمخه په کندهار، زابل او پکتيکا کي هم په ورته چاودنو کي يو شمير بې ګناه ولسي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

يو شمير ولسي خلکو هم د دولت ضد زور پالو له لوري د ماينونو د خښولو ستراتيژي په کلکه غندلې ده.

هغوی وايي د ماينونو ښخولو ډيری تاوان ولسي خلکو ته اوړي، هغه خلک چي له هيڅ ډول سياسي او پوځي ډلو سره تړاو نه لري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل