1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزی او نواز شريف يو په يو خبري کوي

نسيم صابر/ آژانسونه۱۳۹۲ شهریور ۴, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو له پاره اسلام آباد ته رسېدلی دئ. د دې سفر اصلي هدف کېدای شي له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو د شروع کولو له پاره يوه لار موندل وي.

https://p.dw.com/p/19W0T
Afghan President Hamid Karzai (R) shakes hands with Pakistan's Prime Minister Nawaz Sharif at the prime minister's residence in Islamabad August 26, 2013. Karzai on Monday stressed the need for Pakistan's help in arranging peace talks with the Taliban in a meeting with Sharif who assured him of his support. REUTERS/Mian Khursheed (PAKISTAN - Tags: POLITICS)
Hamid Karzai zu Besuch in Pakistanانځور: Reuters

افغان ولسمشر حامد کرزی د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست ۲۶) سهار وختي اسلام آباد ته ورسېد. دا له ۱۸ مياشتو راهيسې پاکستان ته د کرزي لومړی سفر دی او د دې نخښه بلل کيږي چې دواړه هېوادونه غواړي مخکي له دې چې د ناټو جنګي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي د بې باورۍ او بد ګومانۍ له امله خړي پړي شوي اړيکی بېرته ښه کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي ويلي دي چي د دواړو هیوادونو مشران لومړی يو په يو د خپلو «گټو او اندېښنو» په خبري کوي او وروسته به د استازو په سطحه خبري اتري پيل سي.

د پاکستان د دولت پر ځينو ادارو تور لګول کيږي چې هغوی طالبان تمويلوي، څه نا څه يې کنترولوي او پناه او پټنځايونه ورکوي، خو اسلام آباد وايي چې دوی غواړي هر هغه تلاښ وکړي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسيږي.

کرزي پاکستان ته ۱۹ وارې سفر کړی دی، خو دا لومړی ځل دی چې هغه به د پاکستان له نوی لومړي وزير نواز شريف سره وګوري. له کرزي سره په دې سفر کي د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر هم ملگری دی. دغه شورا په ۲۰۱۰ کال کې رامنځ ته شوه چې هدف يې له طالبانو سره د سولې خبري اتري کول دي.

د قطر بهير په ټپه درېدلی دی

کرزی هغه مهال ډېر په غوسه شو کله چې طالبانو په جون مياشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خپل دفتر د پرانيستلو پرمهال د خپلي واکمنی د مهال سپين بيرغ ځوړند کړی وو. دغه دفتر د امريکا متحده ايالاتو له چارواکو سره د خبرو اترو د پيلولو له پاره يوه هڅه وه، خو د افغان حکومت له خوا د يو خپلسري سفارت په څېر ورته وکتل شوه.

کرزي ټينګار وکړ چې د ده حکومت بايد د سولې په هر ډول خبرو اترو کې مخکښه رول ولري، خو طالبانو ورسره د اړيکو له نيولو څخه ډډه کړې او نه غواړي چې آن د ده مرکچيان هم وويني. د هغوی استدلال دا دی چې د افغان حکومت غړي د امريکا ګوډاګيان دي.

افغان ولسمشر حامد کرزی د دوشنبې ورځي په سهار وختي پاکستان ته څېرمه د هوايي ځواک يوه ډګر ته ورسېد چې هلته بيا د پاکستان د بهرني سياست سلاکار سرتاج عزيز ورته هر کلی ووايه. کرزي تر دې دمخه په کابل کې يوه مطبوعاتي کنفرانس ته ويلي ول: «له پاکستان سره د خبرو لومړۍ موضوع به د سولې په اړه مذاکرات وي.» نوموړي لومړی وزير نواز شريف وستايه او ويې ويل چې هغه «د ثبات او سولې راوستلو له پاره ډېر ښه نيت لري»، خو اعتراف يې وکړ چې پخوانيو سفرونو په افغانستان کې د امنيتي وضعيت په ښه کېدو کې کومه ګټه نه ده لرلې.

افغان چارواکي د طالب بنديانو آزادېدل غواړي

کرزی داسې فکر کوي چې په پاکستان کې د طالبانو پټنځايونه په افغانستان کې د تاوتريخوالي د زياتېدو اصلي لامل دی. نوموړي خبريالانو ته وويل: «زه به پاکستان ته د دې له پاره سفر وکړم چې يو څه لاس ته راوړم. زه دغه هيله لرم، خو مطمين نه يم. زه له خپلو هيلو سره ځم او غواړم چې هغه دې عملي بڼه ونيسي.» د افغانستان د حکومت مرکچيان چې کرزی په سفر کې بدرګه کوي، پر پاکستان باندې غږ کړی دی چې ملا عبدالغني برادر دي آزاد کړي. برادر تر ټولو لوړپوړی طالب چارواکی دی چې د پاکستان په زندان کې شپې تېروي. پاکستان د تېر کال په پای کې ۲۶ زنداني طالبان آزاد کړل چې د طالبانو د عدليې پخوانی وزير، نورالدين ترابي هم پکې شامل وو.

افغان چارواکي باور لري چې د زندانيانو آزادېدل به له افغان حکومت سره د خبرو اترو د شورع کولو له پاره زمينه برابره کړي. خو کتونکي وايي چې د دغې هيلې د پوره کېدو له پاره کافي شواهد نه شته. يو شمېر پخواني زندانيان آن د جګړې ډګر ته بېرته ستانه شوي دي. بله پوښته دا هم ده چې پاکستان څه کولای شي. شنونکي وايي چې اسلام آباد له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره د هڅونې او اکمالاتو په برخه کې ملاتړ کولای شي، خو اسلام آباد د دې وس نه لري چې وسله وال طالبان په زور سره د خبرو اترو مېز ته راولي، که طالبان ونه غواړي چې له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د يکشنبې په ورځ وويل: «په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په مهمو ګټو کې شمېرل کيږي.» خو پاکستاني چارواکو د نورو زندانيانو د خوشي کولو په اړه چوپتيا غوره کړې ده او ډېري څرګندونې نه کوي. خو د شنونکو په نظر له دې سفر څخه ډېري تمي نه کیږي.