جمهور رييس کرزي له واشنګتن څخه وروسته په لندن کي
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۵, شنبهد افغانستان جمهور رييس حامد کرزي امريکا متحده ايالاتو له سفر څخه وروسته، نن (شنبی) لندن ته ورسيد، چيرته چي د بريتانيا د نوي حکومت له مشرانو سره يی وليدل. کرزي د نړي لومړني بهرني مشر دي چي د بريتانيا له نوي صدراعظم Cameron سره ليدنه کتنه وکړه.
د Cameron د دفتر له خوا ويل شوي دي چي دغو دواړه مشرانو په Chequers کي د صدارعظم په رسمی هستوګنځي کی سره وولیدل. د بريتانيا د حکومت يوي وياندي، وويل چي کرزي او Cameron په
«افغانستان کي د پرمختګونو» پر سر خبري وکړي.
د فرانس پرس د خبري آژانس د يو رپوټ له مخي کرزي او Cameron دواړو موافقه وکړه چي د خپلو هيوادونو تر منځ اړيکي نوري هم ټينګي کړي.
دغه ليدنه کتنه يواځي يو څو لږ ورځي له هغي صورت مومي چي د محافظه کار ګوند مشر، Cameron په پارلماني ټاکنو کي له برياليتوب څخه وروسته يو نوي ايتلافي حکومت جوړ کړ او افغانستان ته يي د خپلي بهرني پاليسي په سر کي ځاي ورکړي دي. Cameron د انتخاباتي مبارزي په وخت کي ويلي ؤ چي هغه په داسي حال کي چي په افغانستان کي د متحده ايالاتو له نوي ستراتيژي څخه ملاتړ کوي ، خو فکر نه کوي چي اته کاله نور دی هم بريتانوي سرتيري هلته خپل ماموريت ته دوام ورکړي.
د بريتانيا د حکومت يو وياند ووويل: صدارعظمCameron خوښ دی چي په «خپل هستوګنځي کی جمهور رييس کرزي ته بلنه ورکړه». هغه وويل : «دوي واشنګتن ته د جمهور رييس د بريالي سفر او په افغانستان کی د سولي د ملي جرګي د راتلونکي په هکله خبري وکړي»
کله چي Cameron تير اوني د سه شنبي په ورځ له پخواني صدراعظم، ګوردان براون څخه د حکومت چاري په غاړه واخيستي، سمدلاسه يي د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما ته په تيلفون تماس کي له افغانستان څخه د بريتانيا د ملاتړ خبره ياده کړه. له کرزي سره په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي اوباما وويل چي هغه او Cameron د خپلو هيوادونو ترمنځ په ځانګړو اړيکو باندي ټينګار وکړ.
اوبلاما: « Cameron ما سره په افغانستان کي د متحده ايالاتو د نوي ستراتيژي موضوع ياده کړي او زه باور لرم چي د بريتانيا نوي حکومت په دي باندي اعتراف لري چي دا د ټولو متحدينو په ګټه ده چd جمهور کرزي په خپل هيواد کي پر ستونزو بريالي شي.»
په افغانستان کي کابو 9000 بريتانوي سرتيري د متحده ايالاتو او د ناتو د ځواکونو تر څنګ د طالب ياغيانو بر ضد جنګيږي.
په اوسني وخت کي د ټولو بهرنيو سر تيور شميرر 130 زرو ته رسيږي او د اګست په مياشت کي د نوو امريکايي قواوو له رسيدو سره به د هغوي شمير تر 150 زرو ته ورسيږي. د دغو نوو سرتيرو زياته برخه د افغانستان جنوب او حنوب لويدیځ سيمو ته مخه کړي ده.
وروسته له هلمند څخه د ناتو تر مشري لاندي د نړيوالو ځواکونو د نوو عملياتو ډګر کندهار ټاکل شوي دي. خو په کندهار کي د نوموړو عملياتو په درشل کي نشه يي توکي چي د ياغاينو د بغاوت د تمويل ستره چينه ګڼل کيږي، يو بل ستونزه چي افغان او نړيوال ځواکونه بايد ور سره مقابله وکړي. په داسي حال کي د متحده ايالاتو يو جنرال وايي چي په افغانستان کی د طالبانو د نشه يي توکو له درکه مالي سرچينو ته يي سخت تاوان اړولي دی، په کندهار کي چارواکي لا تراوسه د دغو توکو د قاچاقاق او سوداګريو څخه شکايت لري.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکي: احمد ولي اڅکزي