1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

جلال آباد کې چاودنې ځاني او مالي زيان رسولی

۱۳۹۶ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

په جلال آباد کې د تیلو ټانکر په یوه چاودنه کې د چارواکو په وینا دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي. ویل شوي دي چې پيښه د بهسودو ولسوالۍ په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2tkej
Afghanistan Anschlag in Jalalabad
انځور له آرشیف څخهانځور: Reuters/Parwiz

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، ویلي دي چې پيښه سهار وختي رامنځ ته شوې ده. د هغه په خبره په یوه ټانکر موټر پورې مقناطیسي بم نښلول شوی چې په پایله کې یې چاودنه رامنځ ته شوه.

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په بهسودو کې د ګمرک ودانې ته څیرمه دغه پيښې ارمنځ ته شوې ده. د هغه په خبره تر اور لګیدو وروسته شا او خوا ۴۰ دوکانونه هم سوځیدلي دي.

خو د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر، پر فیسبوک پاڼه د عطاالله خوږیاڼي له قوله لیکل شوي دي چې ۳۰ دوکانونه سوځیدلي دي او د میلیونونو افغانیو په ارزښت یې زیان اړولی دی.

دا چې د پيښې تر شا د چا لاس دی لا معلومه نه ده. د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په دغه ولایت کې داعش ډله فعاله ده، کومې چې په تیرو وختونو کې په ننګرهار او کابل کې پر حکومتي او نورو ودانیو هم بریدونه تر سره کړي دي.