1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

جلال آباد کې «سیف د چلډرن» پر دفتر برید پړه داعش منلي

۱۳۹۶ بهمن ۴, چهارشنبه

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې «سیف د چلډرن» پر دفتر مخې ته لومړی موټر بم چاودنه رامنځ ته شوې او تر هغې وروسته برید کوونکي ودانې ته ننوتي دي. ترهګرې ډلې داعش د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

https://p.dw.com/p/2rPPZ
Afghanistan Anschlag in Jalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوګیاڼي، په خبره «جګړه اوس ختمه شوې ده. امنیتي ځواکونه اوس ودانۍ تخلیه کوي. تر اوسه زموږ لومړني معلومات ښيي چې ۱۴ کسان روغتون ته لیږدول شوي دي.» خبري آژانسونه په پيښه کې لږ تر لږه د څلورو تنو د وژل کیدو رپوټ ورکوي، چې پکښې یو ملکي کس، د اردو یو سرتیری او دوه برید کوونکي شامل دي.

تر دې دمخه عطاالله خوږیاڼي، له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي وو چې «یوه چاودنه شوې ده او هدف سیف د چلډرن وو.» د هغه په خبره تر برید وروسته نښته رامنځ ته شوې ده.

په عین وخت کې سیف د چلډرن، د ټول افغانستان په کچه په مؤقتي توګه د خپلو فعالیتونو د درولو خبر ورکړی دی. 

د فرانسې پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د «سیف د چلډرن» د دفتر مخې ته د موټر بم چاودنې وروسته برید کوونکو د دغې خیریه بنسټ پر ودانۍ هجوم وروړی دی.

د فرانس پرس د رپوټ له مخې د دغه دفتر یوه کار کوونکي چې په ودانۍ کې دننه پټ دی، خپل دوست ته د «وټس آپ» د یوه پیغام له لاري لیکلي دي: «زه د دوو برید کوونکو غږونه اورم...هغوی زموږ په لټه کې دي. زموږ له پاره دعا وکړئ... امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړئ.»

Afghanistan Anschlag in Jalalabad
په انځور کې لیدل کیږي چې د پیښې له ځای څخه لوګي پورته کیږيانځور: ReutersTV

عطاالله خوږیاڼي له فرانس پرس، سره په خبرو کې ویلي دي چې برید د سهار په نهو بجو او لسو دقیقو (د سیمي په وخت) دفترته د کارکونکو د رارسیدو وروسته پیل شو. د هغه په خبره «د وسلوالو کسانو یوه ډله ودانۍ ته ننوتي دي. تر اوسه یوولس ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.»

ترهګرې ډالې داعش د سیف د چلډرن، پر دفتر د شوي برید مسوولیت پر غاړه اخیستي دی.

محمد امین چې د برید پر مهال د ودانۍ دننه وو په روغتون کې له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې لومړی یې د یوې درنې چاودنې غږ واورید: «موږ د ځان پټولو له پاره منډه وکړه او ما یو وسلوال ولید چې د ودانۍ دروازه په راکټ ولي، څو ودانۍ ته ننوځي. ما کړکۍ څخه لاندې ودانګل.»

په ننګرهار کې د عامې روغتیا ریاست د چارواکو له قوله ویل شوي دي چې یوولس ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي. 

خو په هغه ځای کې چې دغه پیښه رامنځ ته شوې ده یو شمیر نور خیریه سازمانونه او حکومتي دفترونه هم موقعیت لري. په دې سره دا امکان هم مطرح کیږي چې ښایي «سیف د چلډرن» هدف نه وو.

رویترز په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ننګرهار ولایت چې له پاکستان سره ګډه پوله لري په تیرو کلونو کې د داعش ترهګرې ډلې پوخ سنګر ګڼل کیږي. داعش په افغانستان کې د ۲۰۱۵م کال په لومړیو کې سر راپورته کړ او په دغه هیواد کې یوه له خطرناکو یاغي ډلو ګڼل کیږي.

Afghanistan Anschlag in Jalalabad
د ودانۍ مخې ته لومړی د موټر بم چاودنې د رامنځ ته کیدو رپوټ ورکړل شوی دیانځور: Reuters/Parwiz

افغان امنیتي ځواکونو چې د امریکا متحده ایالاتو له پیاوړي هوایي بریدونو څخه برخمن دي د طالب او داعش په شمول د نورو یاغي ډلو پر وړاندې د مخ پر زیاتیدونکي بریا ادعا کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملکي اهدافو پر وړاندې بریدونه ادامه لري چې د درنې مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

د جلال آباد برید په کابل کې پر انتر کانتیننتال هوټل باندې د شوي برید یوازې څو ورځې وروسته تر سره کیږي چې دپاسه شل تنو پکښې ژوند له لاسه ورکړ. په دغه ډله کې یې نهه بهرني اتباع وو.

رویترز، فرانس پرۍ