1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني:د ايټاليې د مهاجرو پلان نه منو

۱۳۹۰ فروردین ۲۲, دوشنبه

د المان د سوسيال مسيحي گوند د کورنيو چارو کارپوه هانس پيتر وول د ايټاليا هغه پلان چي غواړي هغه هيواد ته ورغلو گډوالو ته د شنگين يا اروپايي ټولني لنډ مهاله ويزې ورکړي رد کړی دی.

https://p.dw.com/p/RGw1
هانس پيتر وول
هانس پيتر وولانځور: picture-alliance/ dpa

د هغه په خبره ايټاليا کولای سي چي خپله د هغو ۲۰ زرو کډوالو سره مرسته وکړي چي هغه هيواد ته ورغلي.

د المان په مرکزي پارلمان کي د حکومتي ډلي وياند وول نن په برلين کي د المان د راډيو سره په خبرو کي وويل چي: « دوی يعني ايټاليا کولای سي چي دغه ډول ستر مشکيلات په خپل هواد کښي حل کړي.»

هغه ويلي چي دا د ايټاليا د مشر سيلويا برليسکوني د تياتر بازۍ دي چي کوي يې. يعني هغه وايي چي موږ داټول ستونزو ته په يوازي سر رسيدگي نسو کولای.

د سوسيال مسيحي گوند دغه سياستمدار ټنگار کوي چي، که چيري ايټاليا دا کار وکړي چي کډوالو ته لنډ مهالي ويزې ورکړي او هغوئ د اروپايي ټولني نورو هيوادونو ته په وتلو پيل وکړي نو المان به په خپل سرحد کښي بيرته د ويزې کنترول پيل کړي.

د جرمني د بايرن د ايالت د کورنيو چارو وزير چي هغه هم د سوسيال مسيحي گوند څخه دی د يوې ځايي راډيو سره په مرکه کي ويلي دي چي، د ايټاليا د لامپيدوسا د کډوالو کمپ ته ډيری داسي کسانو ځانونه رسولي چي هغوی په خپلو هيوادونو کښي اقتصادي ستونزي لري.

هغه وايي دداسي کسانو دپاره په کارده چي سړی يې بيرته په يوه ايټالوي کښۍ کښي کښېنوي او تونس ته يې وليږي.

وروسته تر هغه چي په عربي نړۍ کښي يو په بل پسي بدلونونه راغلل او لا روان دي د ليبيا او تونس څخه په زرهاوو خلک د اروپايي ټولني د هيوادونو پر لور د پنا غوښتلو په نيت روان سول.

د شمالي افريقا څخه تر اوسه پوري شاوخوا ۲۰ زره کډوال د ايټاليا د لامپيدوسا ټاپو ته رسيدلي او هلته شپې او روځي تيروي.

دغه کډوال چي ډيری يې ځوانانو دي د کب نيولو په کښتيو کښي تر هغه ځايه داسي سفر کړی چي پرلاري يې د مديترانې په سمندرگي کښي ډير خطرونه هم ليدلي.

تيره اوني په همدې سمندرگي کښي د يوې کښتۍ په غرقيدو سره شاوخوا ۲۵۰ تنه کډوال مړه سول چي تر اوسه پوري يې د ډيرو جسدونه هم نه دي موندل سوي.

وروسته تر هغه چي د ايټالې حکومت ويلي چي د مهاجرو د ډيريدو له امله اوس دې ته مجبوره سوی چي هغوی ته د شنگين لنډ مهاله ويزې ورکړي او پريږدي چي نورو اروپايي هيوادونو ته ولاړ سي. د جرمني سياستوال يې په اړه مختلف نظرونه لري.

که ديوې خوا د سوسيال مسيحي گوند وايي چي ايټاليه بايد ددې ستونزي مخنيوی يوازي په خپله وکړي. خو د جرمني د سوسيال ديموکرات گوند مشر زيگما گابريل بيا په دې نظر دی چي د اروپايي ټولني دروازه بايد خلاصه وي.

هغه نن په برلین کښي د جرمني راډيو سره په مرکه کي ويلي دي چي.« د اروپايي ټولني دروازې ځکه بايد ددغو کسانو پر مخه پرانستي وي، تر څو ايټاليه و کولای سي په سمه توگه ددغه کډوالو ستونزو ته رسيده گي وکولای سي.»

هغه وايي داچي د کډوالو شمېر ورځ تر بلي ډيريږي، اروپايي ټولنه بايد سره کښي او پردې باندي خبري وکړي چي دا څنگه سره وويشي.

د اروپايي ټولني د کورنيو چارو وزيران نن په لوکسمبورگ کي سر راټوليږي او پر دې باندي بحث کوي چي څنگه کولای سي د مهاجيرو تر اوده ووتلای سي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅکزی

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل