1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني يو د نړۍ د مصونوهيوادو څخه دی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس دې ميزې مثبت پيغام رسولی، خو له هغه څخه يې د غلط برداشت او پايلو اندېښنه او گواښ هم څرگنده کړيدی. لږ جرمونه په مجموع کې کېدلی شي د وگړو د دعواوو نتيجه وي

https://p.dw.com/p/NRnA
دجرمني داخله وزير توماس دې ميزې د نوي رپوټ د معرفی کولو پر مهال
دجرمني داخله وزير توماس دې ميزې د نوي رپوټ د معرفی کولو پر مهالانځور: AP

دوی د نامعلوموارقامو ښکارندوی هم نه دي.

اټکلونه او احتمالونه يو څه دي او کوټلې شمېرې بل څه. د پلورنځيو او دکانونو له غلا څخه نيولې تر پانگوالې غلو پوری ټول 6 مليونه جرمونه هغه اندازه ده، چې د ١٩٩٣ کال له احصايې راهېسې تر اوسه پوری تر بل هر وخت نه ټيټه ده. مسيحي دموکرات دميزې دا د څارندويانو د ښه کار پايله بولي او وايي، آلمان په نړۍ کې يو له پر امنيته هېوادونوڅخه دئ:

(موږ پر دې باندی وياړو، چې يو څوک تقريباً هر ځای آزاد گرځېدلی شي . دا څه د ټولنيزو ځايونو، د تياتر له لېدلو څخه وروسته له تر ځمکه لاندی اورگاډو سره کور ته تگ، د سرکونو پر سر مېلو او لمانځنو او نورو غونډو او ټولنو د پاره د اعتبار وړ دي.)

په احصايه کې د جرمونو تر شک لاندی د غيرجرمنيانو شمېر، نظر ددوی ټول شمېر ته، له ترشک لاندې جرمنيانو څخه زيات دئ. خو ميزيې دا هوشدار هم ورکړی، چې نه بايد پر هر چا دا ټاپه ولگول شي. هغه کسان چې په آلماني ټولنه کې ښه راگډ شوي او کاروبار لري، ډېر کم جرمونو ته لاس اچوي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير وړاندی په ډاگه کړې، چې په منظمه توگه سره جنايي کارونو د پاره بيا اړوند کسان په اورپا کې د پولو له نشتوالي او نړيوال کيدو څخه ناوړه گټه اوچتوي. دی بيا وايی،

( په جرمونو کی اکثر مختلفی ملي ډلې لاسونه لري: ايطالويان له آلمانيانو سره، البانيان له جرمنيانو سره، بلغاريايان له جرمنيانو سره او داسې مليتونه چې تل يې سړی اټکل کولی شي.)

دميزې په خوښۍ سره د زورزياتی کچه په سلو کې ١،٢ دوې برخې کمه يعنې څه ناڅه ٢٠٨٠٠٠ پېښې څرگندوي. په دې ډله کې غلاوې او سخت بدني زخمونه هم راځي. له ١٤ کلنو څخه ١٨ کلنو پوری ځوانانو جرمونه بيا په سلو کې ٩ برخې کم شويدي. ځينې ځانگړې ناوړه پېښې، لکه تېره اونۍ د هامبورک د ښار په منځ کې د ځوانانو تر کت مرگ ژوبلې، بېځايه د خطر گواښونه زياتوي.

خو برعکس د موټرونو د غلا کچه بيا په سلو کې ٩ برخې زياته شوېده. د هامبورگ ايالتي سناتور او د هغه ايالت د کورنيو چارو د وزارت استازي، د دغه ډېرښت علت د سرحدي کنترول نشتوالی بللی او وايي چې نورکله به موټر په پرزو جدا کېدل. نوموړی زياتوي:

(نن ورځ موټرونه له غلاکيدو څخه وروسته سمدلاسه ختيزی اورپا ته بيول کيږي. او د سرحدي کنترول د نشتوالي له کبله غله کولی شي چې پرته له پرزې کيدو څخه موټر تر ټک واړوي. البته د موټرونو د غلا د لوړوالي سبب دا هم يادېدلی شي، چې د موټرونو د نه خوځښت يا له حرکت څخه د بندولو نوي سيستمونه هم آزادېدلی شي.)

تاماس/ عارف وردگ

کتونکي : محمد قاسم نوري

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل