1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني غواړي هنگري ته نور مهاجر هم ولېږي

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ شهریور ۱۱, پنجشنبه

پر سختو نیوکو سربیره د جرمني حکومت غواړي نور پناه غوښتونکي هم هنگري ته واستوي. حکومت وايي،چي هنگري ته اخراج سوي مهاجر نه بندیان کیږي او کولای سي خپلي د پناه غوښتني پروسې ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/1JtQC
انځور: Getty Images/S. Gallup

حکومت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اگست ۳۱مه) په المانۍ ورځپاڼه (نویه اوسنابرویکه) کي د یوې چپي وکیلې په جواب کي لیکلي دي:«د جرمني حکومت په اوس خت کي هیڅ دلیل نه ویني چي هنگري ته د اخراجولو پرموضوع باندي غور ورکړي او دغه کار ته تغیر ورکړي.»

د حکومت په نظر که څه هم د دواړو هیوادونو د پناه غوښتني په سیسټم کي توپیرونه سته، خو په اساس کي هلته هم د پناه غوښتني حق موجود دی.

خو د اروپايي ټولني نور هیوادونه لکه هالینډ، اطریش او سویډن بیا له ۲۰۱۵م کال راهیسي نور هنگري ته مهاجر نه اخراجوي. په اروپايي ټولنه کي د دوبلین تړون پر اساس داسي مقررات اعتبار لري چي هر هغه هیواد ته چي لومړی مهاجر ورغلی وي ، هغوی یې مسئول هم دي.

خو د صدراعظم ویکتور اوربان، په مشرتوب د هنگري حکومت د مهاجرو د بیرولو سیاست پر مخ بیايي.

د بشر حقونو د سازمانونو په حواله د هنگري ساحلي ساتونکي تل ورغلي مهاجر وهي ټکوی او په زوره یې سربستان او کروشیا ته لیږي. هغوی هلته بندیان کیږي هم.

په عمل کي بیا له جرمني څخه هنگري ته د پناه غوښتونکو لیږل ډیر کرار پر مخ روان دي. د نوموړي ورځپاڼي په حواله د کال په دوهمه ربعه کي د ۳۳۴۲ تنو څخه چي باید هنگري ته لیږل سوي وای، يوازي ۹۰ تنه یې دغه هیواد ته اخراج سوي دي.

د جرمني په پارلمان کي د چپي فراکسیون د داخلي مسایلو ویاندي «اولا یېلپکه» د هنگري د پناه غوښتني سیاست «غیر انساني» بللی دی.

دې ویلي دي: «د جرمني حکومت په هنگري کي پر بې حسابه بندي کیدو، د بشري حقونو تر پښو لاندي کیدلو او مهاجرو په مقابل کي د زور او تشدد څخه کار اخيستلو باندي سترگي پټوي. هلته د پناه غوښتونکو امنیت خوندي نه دی.»

اروپا ته مهاجرت