1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوسيال ډيموکراټانو اکثریت، لوی اییتلاف ته رایه ورکړه

۱۳۹۶ اسفند ۱۳, یکشنبه

د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند ۶۶ فيصدو غړو د لوی اییتلاف دپاره او څه کم ۳۴ فيصدو د هغه پرضد رایه ورکړه. پدې ډول سره نو په پارلمان کي د صدراعظمې انګيلا ميرکل بیرته انتخابېدل ډاډمن سول.

https://p.dw.com/p/2tf34
Infografik SPD Mitgliederbefragung GroKo ENG

دغه خبره د سوسيال ډيموکراټانو د خزانې مسؤل دیتمایر نیتان د گوند په مرکزي دفتر، د ویلي براندت په ودانۍ کي وکړه. پدې ډول سره نو د لوی اییتلاف د جوړولو پرسر وروستۍ موانع لیري سوې.

د پولیسو ترحمایې لاندي په برلین کي د سوسيال ډيموکراټانو د گوند غړو پرون شنبه ورځ (د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۳يمه نېټه) د ویلي براندت په ودانۍ کي د رایو په شمېرلو باندي شروع کړي وه، چي نن پای ته ورسیده. په دغه تصمیم نیولو کي د گوند ۷۸.۳۹ فیصدو غړو برخه اخیستې وه.

د ټول جرمني څخه د سوسيال ډيموکراټانو د گوند تقریبأ ۱۲۰ کسانو ټوله شپه د رایو په حسابولو باندي تیره کړه او د دې دپاره چي د رایو محرموالی وساتل سي، باید تلیفونونه یې تسلیم کړي وای.

د لوی اییتلاف جوړولو ته بلنه

د سوسيال ډيموکراټانو د پارلماني فراکسیون مشرې او د گوند د مشرې په توگه نومول سوي، اندریا نالیس او نورو مهمو سیاستوالو په تیرو اوونیو کي په ډیرو سیمه ایزو کنفرانسونو کي د اتحادي ګوندونو، یعني مسيحي ډیموکراټانو او سوسيال مسيحيانو سره معامله سوي اییتلافي تړون ته بلنه ورکړې وه. تړون د تر۴۶ ملیارډو یورو پوري نوي مصارف په پام کي لري او ډیر خلگ به د اضافه مالي بارونو څخه خلاص سي، لکه د شرقي المان سره د همبستگۍ په نامه ماليو ورکولو څخه او همدارنگه به تر ۲۰۲۵ م کال کي د تقاعد په برخه کي ثبات پاته سي.

د سوسيال ډيموکراټانو په داخل کي د لوی اییتلاف مخالف، تر ټولو دمخه د هغه د ځوانانو د سازمان مشر کیوین کوینرت بیا غوښتل، چي گوند یې اپوزیسون ته ولاړ سي او پکښي اساسي تغیرات رامنځته سي. دئ پردې باندي شک لري، چي سوسيال ډيموکراټان به په یوه حکومتي اییتلاف کي بیرته قوي سي.

سوسيال ډيموکراټان د جرمني په تیرو پارلماني انتخاباتو کي ۲۰،۵ فيصده رايي وړي وې. د ایمنید- Emnid د انستیتوت د تیري یکشنبې د ورځي نظرپوښتني پراساس به که نوي انتخابات تر سره سي، نو سوسيال ډيموکراټان به نور هم ډیري راي له لاسه ورکړي او ۱۶ فيصدو ته به راکښته سي.