جرمني خپل مسلکي کمښت له مهاجرو نه سي پوره کولای
۱۳۹۵ تیر ۲۲, سهشنبهد مهاجرو او کډوالو د فدرالي ادارې رئیس فرانک یورگین وایزه، دغه خبره المانۍ ورځپاڼي «راینیشن پوست» ته کړې ده او ویلي یې دي چي«موږ به هیڅ وخت خپل د مسلکي کسانو کمښت په مهاجرو پوره نه کړای سو.»
ددې له پاره چي په هدفمند ډول سره د مسلکي کسانو کمښت رفع سي، باید د اروپا د ازاد تگ راتگ او کار کولو له امکاناتو څخه گټه واخيستل سي او له نورو اروپايي هیوادونو څخه مسلکي کسان راوغوښتل او د کار او ژوندکولو زمینه ورته برابره سي.
دغه امکانات باید تر اروپايي هیوادونو دباندي د نورو هیوادو وگړو ته هم برابر سي. خو دا چي دغه موضوع دي په قوانینو او مقراراتو کي تنظیم سي، دا نو د سیاستوالو دنده ده.
د هغه په خبره په هر صورت اوسني قوانین او تشکیلات ډیر پېچلي دي او په جرمني کي د مسلکي قوې کمښت نه سي پوره کولای.
له بلي خوا بیا د وودافون- Vodafone د تیورۍ جوړولو الماني مرکز آمر سیباستیان گالاندر، په نظر باید د مهاجرو او ټولنیز لحاظ تاواني سوي قشر له پاره یو هدفمن تعلیمي پروگرام جوړ سي.
دده په خبره باید «داسي یو تعلیمي سیسټم جوړ او پانگه پکښي واچول سي، چي هم ځوان مهاجرين او هم هغه المانی متضرره قشر چي نه سي کولای پخپله مسلکي زده کړي یا تعلیم وکړي، ورڅخه کار واخيستلای سي.»