1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاک فور یو لمړنی خپرونه: ایا جرمني ته په راتگ راضي یاست؟

۱۳۹۵ تیر ۲, چهارشنبه

د «وي دي اېر» ټلویزوني چینل او دویچه ویله تر منځ په هماهنگی چي نوې خپرونه جوړه سوې ده، هڅه کوي،اروپا ته د مهاجرت پر موضوع نورهم ازادانه بحث وکړي او د مهاجرينو او المان دولت تر منځ یو پل واوسیږي.

https://p.dw.com/p/1JBTz
انځور: DW/M. Müller

«زه په دې چي یو پناه غوښتونکې یمه ، ویاړمه» دا دیوې افغاني پناه غوښتونکې لیلا حمیدي جمله ده ، چي اوس د مشهورو اروپايي موډلونو د یوه مشاورتي شرکته خاونده ده. لیلا حمیدي د غلام عقیل سره یوځای د «وي دي اېر» ټلویزوني چینل د «تاک فور یو» په خپرونه کي په کولون ښار کي ناست دي او د مهاجرت او په جرمني کي د یوه پناه غوښتونکي د ژوند د طرز په باب خبري کوي.

د «وي دي اېر» ټلویزوني چینل دغه نوې خپرونه یو گردی میز دی ، چي تازه راغلي مهاجرين، پناه غوښتونکي او کله هم الماني چارواکي پر یوه میز سره راټولوي اود مهاجرت د مختلفو موضوعاتو په هکله بحثونه کوي. په پام کي دي، چي دغه خپرونه په میاشت کي یووار د سه شنبه په ورځ د یوه ساعت دپاره په ژوندی بڼه د «وي دي اېر» په فیسبوک کي په فارسي ، دري او الماني ژبو خپره سي.

جرمني ته په راتگ راضي یاست؟

د غرمې له ۱۲ بجو څخه فلم اخیستونکو، فني کارکونکو او د خپروني جوړونکي په کولون کي د «وي دي اېر» په سټوډیو کي ددغي خپروني په ثبتولو باندي شروع وکړه. وصلت حسرت نظیمي،چي دغه خپرونه چلوي، تر دوو بجو وروسته محل ته ورسیدله او د «وي دي اېر- فور یو» د مسؤل مدیر ایزابیل شایاني سره د خپروني په اړه په خبرو یې شروع وکړه.

پسله څو ساعتونو مختصر کار څخه بلاخره پر پنځو بجو باندي لمړنی خپرونه په ژوندی بڼه پیل سوه. د خپروني د نن موضوع پردې باندي راڅرخیدله ، چي ایا نوي راغلي مهاجرين او پناه غوښتونکي جرمني ته په راتگ باندي راضي دي؟ د لیدونکو شمیر هره لحظه ډیریده او جواب ورکونکو پوښتني لیکلې.

غلام حسین چي په کابل کي د ریاضي معلم او ترجمان ؤ، د لمړني سوال په جواب کي وویل:«زما هدف مشخصأ جرمني ته نه ؤ، بلکي داسي ځای ته تگ چي هلته انساني حقوق مراعتیږي.» دی اوس په دې عقیده دي ، چي په جرمني کي د یوه انسان په توگه ورسره چلند کیږي.که څه هم په جرمني کي د پناه غوښتونکو د اوسني وضعیت څخه چنداني راضي نه یم ، خو جرمني ته په راتگ باندي پښیمانه هم نه یم.

Deutschland Dreh von Talkforyou Flüchtlinge
انځور: DW/M. Müller

په داسي حال کي چي رضوان محمدي ، چي د افغانستان او سکایپ له لاري ددغي خپروني سره وصل دی، په دې چي د جرمني څخه په داوطلبانه ډول سره افغانستان ته تللی دی ، خوشاله دی. رضوان چي یو افغان ورزشکاره او سپورټمین دی، په جرمني کي یې پناه ورکړې وه، خو په جرمني کي یې د پناه غوښتونکو وضعیت ونه سوای زغملای او بیرته خپل وطن ته ستون سو. هغه په دغه خپرونه کي وويل، «ما نسوای کولای ،هغه غوښتنو ته چي می درلوې ، ورسیږم. دلته شکر دی اقتصاد مي سم دی او ژوند هم ، خو متأسفانه امنیت خراب دی او مجبوره یم چي دغه وضعیت ته کښینم او تحمل یې کړم.»

هغه په جرمني کي د راتلونکي نامعلومي وضعی او ورځ په ورځ قانوني محدودیتونو څخه خبري وکړې ، چي په اروپا کي پر مهاجرينو باندي وضع کیږي. دا هغه موضوع وه ، چي په جرمني کي ایراني پناه غوښتونکي مسعود باقریان هم ورباندي خبري وکړې. هغه ۱۵ کاله کیږي ، چي جرمني ته راغلی دی او په دې باور دی ، چي د ژوند لمړني لس کلونه یې بې معنی تیر سوي دي:«په ایران کي مي یو ډول مشکلات درلودل او دلته بل ډول لرم. مثلأ پر کار اوتگ -راتگ باندي محدودیتونه هغه څه دي ، چي پناه غوښتونکي د هغن سره مخامخ دي. سربیره پردې په دغه خپرونه کي دنورو محدودیتونوڅخه لکه د پناه غوښتونکودپاره د ژبي له کورسونو او مدغمیدو د پروگرام څخه د یو تعدادمشخصواو معینو گروپو لخوا گټه اخیستل او نورو باندي هم خبري وسوې.

بیتا کِرماني په جرمني کي د روانشناسی ډاکټر هم ایرانی پناه غوښتونکی دی ، چي په دغه خپرونه کي یې برخه اخیستې وه. هغه هم د اروپا د پناه غوښتونکو په منځ کي د نامیدی ډیریدو ته اشاره وکړه اوویې ویل:« مهاجرين د اروپا ته د خپل راتگ پر وخت ډیر رواني مشکلاتو لیدلي دي. هغوی چي دلته رارسیدلي دي ، له دې څخه خوشاله دي، چي ددغه خطرناکه سفر څخه ژوندي راوتلي دي. د مهاجرينو لپاره ناامیدی د ترکیې څخه د سرحدونو څخه شروع کیږي او دلته په جرمني کي هم محدودیتونه د هغوی د لا ډیري سردردۍ سبب گرزي.»

د«وي دي اېر- فور یو» د خپروني مسؤل مدیر ایزابیل شایاني په دې عقیده دی ، چي دغه خپرونه کیدلای سي د پناه غوښتونکو ستونزي د الماني چارواکو تر غوږو پوري ورسوی:«موږ سبا د «وي دي اېر- فور یو» خپروني له لاري د جرمني د مونستر د ښار د مهاجرينو او کډوالو د ادارې سره ملاقات لرو او په مستقیم ډول یو تعداد پناه غوښتونکي د مربوطه چارواکو سره کښینوو او خپرونه ثبتوو. هغوی کولای سي ، خپل مشکلات مطرح کړي.» خو دی ټینگار کوي ، چي د نوی گردي میز اوریدونکي هغه پناه غوښتونکي دي ، چي تازه جرمني ته راغلي دي او دداسي لارو چارو په لټه کي دی ، چي هرڅومره ژر چي ممکنه وي په ټولنه کي مدغم سي.

ددغي خپروني چلونکې وصلت نظیمي پنځه کلنه وه، چي د خپلي کورنی سره جرمني ته راغله . دې چي د بن د ژورنالیزم په پوهنځی کي تحصیل کړی دی ،اوس د دویچه ویله دپاره کار کوي. دا وايي:«ما پخپله د مهاجرت دوره نه ده هیره کړې او په همدې خاطر کولای سم هم هر مهاجر او هم میله پال جرمنيان درک کړم. ځکه چي زه دلته لویه سوې یمه او دواړه خواوي پیژنمه. دا کار کولای سي، زما سره د خپروني په چلولو کي کومک وکړي.»

دا په دې عقیده ده ،چي دغه خپرونه کیدلای سي، د مهاجرينو په یوه ږغ باندي واوړي:«زه خوشاله یمه ،چي د مهاجرينو دپاره یو خاص پروگرام جوړ سوی دی او دا امکانات ورته ورکوي، چي خپل نظر څرگند او په خپرونه کي برخه واخلي. د نورو مهاجرينو د نظریاتو څخه هم په ټولنیزو شبکو کي استفاده کیدلای سي او داچي خپرونه په دوو ژبو باندي ده، د خپروني سره علاقه مندي او قبولي نوره هم ډیري دي.»

خو د «وي دي اېر- فور یو» د خپروني مسؤل مدیر ایزابیل شایاني وايي، چي جرمنيان هم ددغي خپروني د المانۍ برخي اوریدونکي دي:« جرمنیان هم په الماني رسنیو کي د پناه غوښتونکو په باب ډیر خبرونه اوري، خو په دقیق ډول سره نه پوهیږي ، چي پناه غوښتونکي په ټولنه کي د کومو شکونو او امیدونوسره مخاخ کیږي.» دده په خبره که دغه خپرونه وکولای سي، د پناه غوښتونکو خبري جرمنيانو او برعکس د جرمنيانو دا مهاجرينو ته ورسیږي، ډیره به کامیابه وي اوکولای سی، حتی د جرمني د پناه غوښتونکي په سیاست کي تقغیرات راولي.

لیلا حمیدي په خپرونه کي د الماني ټولني او پناه غوښتونکو تر منځ د کلتوري تفاوتونو څخه خبري وکړې اود نوو راغلو مهاجرينو څخه یې وغوښتل ،چي مثبت فکر وکړي اود ژبي پر زده کړي باندي تمرکز وکړي:«که مهاجرين همیشه کښیني او داسي فکروکړي،چي موږ د جرمنيانو نه یو خوښ اوخپل وخت بېځایه تیر کړي ،دا کومه گټه نه رسوي. هغوی باید ټولنیز قوانین په نظر کي ونیسي ، ژبه زده کړي او د جامعې عمق ته د ورداخلیدو کوښښ وکړي.» دا چي اوس په اروپا کي یوه کامیابه ښځه ده وايی، «زه ویاړم چی یوه پناه غوښتونکې ومه، یمه او به اوسمه. ځکه چي موږ پناه غوښتونکو خپل ژوند بیرته جوړ او له صفر څخه مو پیل کړ.»

د WDR for you فيسبوک پاڼه