1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«جرمني باید د مهاجرو په ادغام کي له سويډنه زده کړي»

۱۳۹۵ مهر ۲۰, سه‌شنبه

په اروپا کښي د اقتصادي ګډي همکارۍ او پراختيا سازمان وايي چي جرمني د مهاجرو د ادغام په برخه کي پر ښه لار روان دی،خو باید په دې لار کي له سويډن، ناروې او ډنمارک څخه هم زده کړه وکړي.

https://p.dw.com/p/2R6HQ
Schweden Integration von Migranten Schulunterricht
انځور: Getty Images/D. Ramos

دغه خبري د اقتصادي ګډي همکارۍ او پراختيا سازمان (OECD) د نړیوالي پناه غوښتني له څانگي څخه توماس لیبیش، د دوشنبه په ورځ په برلین کي وکړې. ده وویل، چي که څه هم سکاندنویايي هیوادونه د مهاجرو د ادغام په موضوع کي ډیر مخته دي، خو جرمني هم په دې برخه کي ډیرکارونه سرته رسولي دي.

په ځانگړې توگه دکار پیداکولو په سیاست او مدني ټولنو د فعالیتونو په برخه کي سويډن کولای سي، له جرمني څخه زده کړه وکړي. د ستاکهولم پوهنتون د مهاجرود انستیتوت استازی گېزیلا وایسمن، وايي چي د مثال په ډول د لنډي مودې کارونه داسي یو ماډل دی چي سويډن یې په علاقه مندۍ سره تعقیبوي. 

د سويډن د مهاجرينو د ادارې استازی بِرند پاروسیل، وايي چي د سويډن د کار بازار تر ټولو دمخه ښو مسلکي کسانو ته د کار ډیر امکانات برابروي. خو لږ مسلکي کسان بیا ددې برعکس لږ چانس لري چی د کار بازار ته لار پیدا کړي.

خو سويډن بیا د ادغام په خپلو ځانگړو پلانونو سره د قبول سوو مهاجرو له پاره د ژبي په کورسونو سره هغوی ته د کار په بازار کي د کار کولو زمینه برابره کړې ده چي هغه بیا د دوامداره ادغام سره هم مرسته کوي. د هغه اغېزې تر ټولو دمخه د مهاجرو پر دوهمو نسلونو باندي معلومیږي چي د جرمني برخلاف په سويډنۍ ټولنه کي کاملأ مدغمیږي.

پاروسیل، وايي، څوک چي سويډن ته راځي، هغه ته د امکان تر حده پوري ډیر ژر د«عادي ژوندانه» امکانات برابریږي، هغوی په ډله ایزو کمپونو کي نه اچول کیږي، بلکي کورونه ورکول کیږي، تیار خوراکي شیان او مواد نه ورکول کیږي، بلکي له لومړۍ ورځي څخه نقدي پیسې.

همدارنگه ورته د ژبي او مسلکي زده کړو امکانات برابریږي. د ده په خبره په اصطلاح د بیگارۍ داسي یوه مرحله لکه په جرمني کي چي موجوده ده، په سويډن کي نه سته.

اروپا ته مهاجرت