جرمني افغانستان ته د نموني په ډول ښوونځي جوړوي
۱۳۹۴ بهمن ۲۶, دوشنبهدغه پلان به په عايشه دراني، جمهوريت او اماني ليسو کي پلی سي. د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د دغو درو ښوونځیو د زده کوونکو د تعليمي سويې د لوړتيا له پاره ۱۰ ميليونه ډالره ځانگړي کړي دي.
په افغانستان کي د جرمني سفير مارکووس پوتڅيل، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبروۍ ۱۵مه) په یوه خبري غونډه کي وويل چي دغه پلان به د افغانانو له پاره د ښه تعليماتو برابرولو موسسې له خوا چي مشرتوب ئې ډاکټر رنگين دادفر سپنتا کوي، پر مخ وړل کيږي.
د دغه پلان له مخي پتېيل سوې ده چي په دغو ښوونځيو کي د تدريس او زده کړي له پاره اضافي وخت ورکړل سي. په دغو ښوونځيو کي به په ژمي کي هم زده کړي کیږي.
د دغو ښوونځیو تدريسي وخت به ټوله ورځ وي او ښوونکي به ئې د جرمنيانو له خوا وروزل سي او معاشونه به ئې هم لوړ وي.
جرمني په داسي حال کي د افغانستان په ښوونځیو کي د زده کړو سطحي د لوړولو په برخه کي پانگونه کوي چي د افغانستان په ښوونځيو کي د زده کړو سويه کښته ده.
اوس په دغو درو ښوونځيو کي د آلماني ژبي د زده کړي په برخه کي درې ښوونکي سته. د جرمني سفير وويل چي د افغانستان حکومت کولای سي د دغو ښوونځيو له تجاربو څخه په نورو ښوونځيو کي کار واخلي.