1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان د هیروشیما د اتومي برید کلیزه لمانځي

۱۳۹۶ مرداد ۱۵, یکشنبه

جاپان د ۱۹۴۵م کال په پای کې د امریکا د متحده ایالاتو لخوا د دې هیواد په هیروشیما ښار باندې د اتومي برید ۷۲ کلیزه لمانځي چې له امله یې ۱۴۰ زره جاپانیان وژل شوي وو.

https://p.dw.com/p/2hlV5
Hiroshima Erinnerung an Atombombenabwurf vor 72 Jahren
انځور: Picture-alliance/AP Images/The Yomiuri Shimbun

د هیروشیما د اتومي برید د ۷۲ کلیزې د لمانځلو پرمهال جاپان د شمالي کوریا لخوا د را ولاړو شوو تهدیدونو په هکله هم خبرداری ورکوي. په دې لمانځغونډه کې چې د جاپان د لومړي وزیر شینزو آبې او د دې برید څخه د ژوندي پاتې شوو کسانو سربیره زرګونو کسانو ګډون کړی وو.

دغه اتومي بم د امریکا د متحده ایالاتو لخوا د ۱۹۴۵م کال د اګست میاشتې په ۶ نیټه د US B-29 ډوله الوتکې په واسطه د سهار په ۸ بجو او ۱۵ دقیقو د هیروشیما په ښار وغورځول شو. د دې برید قربانیانو ته د درناوي له پاره د جاپان په دې غربي ښار کې د یوې دقیقي له پاره ټول ګډون کوونکي آرام ودریدل.

ابې چې دې لمناځغونډې ته وینا کوله د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې «دلته د هیروشیما په ښار کې، زه غواړم خپله ژمنه تازه کړم او هغه دا چې له اتومي وسلو پرته د نړۍ او د تل پاتې سولې د تحقق له پاره خپلې ټولې هڅې وکړم.» نوموړی همدا راز زیاتوي چې زه د دې اتومي بم د قربانیانو هغوی چې دلته موجود دي د روح د آرامتیا له پاره دعا کوم.

د دوهمې نړیوالې جګړې تر پای ته رسیدو شپږ ورځې مخکې هغه وخت چې جاپان تسلیم شو، د امریکا متحده ایالاتو د جاپان په کیوشو ټاپو کې پر ناګاساکي ښار بندې د اګست میاشتې په ۹مه نیټه دوهم اتومي بم هم وغورځوو.

غونډې ته د هیروشیما ښاروال کازومي ماتسوی هم وینا وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې «دغه څه [اتومي بمونه] د پخوانۍ زمانې شیان نه دي.» نوموړي همدا راز زیاته کړه چې تر هغو پورې چې په نړۍ کې اتومي وسلې موجودې وي او سیاستوال یې د کارولو ګواښونه کوي، د دې [اتومي وسلو] ویره او ډار کیدای شي په هر وخت کې په ریښتیا بدله شي او تاسې ښايي د دوی د ظلمونو له امله وځوریږئ.

ماتسوی د جاپان په ګډون هغه هیوادونه وهڅول چې اتومي وسلې لري ترڅو د ملګرو ملتونو لخوا د جولای په میاشت کې تصویب شوې پر اتومي وسلو د بندیز له تړون سره یوځای شي. نوموړي همدا راز د شمالي کوریا له لوري د ممکنه رامنځته کیدونکو تهدیدونو په هکله هم خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوریا لخوا په دې وروستیو کې دوه داسې بین القاريي بالستیک توغندي و ازمویل چې کولای شي چې د امریکا د متحده ایالاتو دوه ستر ښارونه یعنې لاس انجلس او شیکاګو په نخښه کړي.

سربیره پر دې، د ۲۰۱۶م کال د مې په میاشت کې د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما جاپان ته سفر وکړ او د اتومي بمونو له سیمو څخه یې لیدنه وکړه. د یادولو وړ ده چې د دې لیدنې په ترڅ کې پخواني ولسمشر اوباما د دې بریدونو له امله له جاپانیانو بخښنه ونه غوښته.