1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان کېري: د پاکستان پر اټومي دستگاؤ قبضه کول نه غواړو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۷, سه‌شنبه

د امريکا په سنا کي د دفاعي چارو د کمېټې مشر د افغانستان څخه وروسته د پاکستان سفر وکړی چيري چي هغه د دوشنبې په ورځ و خبري ناستو ته څرگندونې وکړې او وې ويل چي و پاکستان ته د بخښنې غوښتلو لپاره ندی راغلی.

https://p.dw.com/p/11HaI
جان کېري په اسلام آباد کي
جان کېري په اسلام آباد کيانځور: AP

جان کېري پداسي حال کي د اسلام آباد په سفر ولاړی چي د پاکستان حکومت، پوځ او استخباراتي ادارې د می د دويمي د پوځي عملياتو له امله په کور کي تر سختو نيوکو لاندي راغلي دي. پدغو عملياتو کي د متحده ايالتونو د بحري پوځ ځانگړو کومندو عسکرو و اسلام آباد ته څېرمه په اېبټ آباد کي د القايده مشر اسامه بن لادن ووژی. د دغو عملياتو په هکله د پاکستان حکومت او پوځ ته خبر نه ؤ ورکول سوی او امريکايي عسکر بېله اجازې د خپلو څرخي الوتکو سره د پاکستان و پولو ته وننوتلي ول او هلته يې عمليات تر سره کړه.


جان کېري په اسلام آباد کي د پاکستان د مشرتابه سر د کتنو وروسته و خبري ناستو ته د خپل سفر په هکله معلومات ورکړل. جان کېري وويل:


« زه و پاکستان ته د بخښنې غوښتنې لپاره نه يم راغلی. بلکه زه راغلی يم چي د دويمي می د پيښي وروسته د پاکستان سره د خپلمنځي اړيکو د بهتره کولو هڅه وکړم.»


امريکايي سناتو د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري، لومړي وزير يوسف رضا گيلاني او د لوی درستيز اشفاق کياني تر څنگ د يو شمېر نورو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره هم وليدل. جان کېري په لومړي سرکي و ځايي ژورنالستانو او وروسته د نړۍ والو ژورنالستانو سره خبري ناسته وکړه.


جان کېري په خبري ناسته کي خپل سفر ډېر مثبت وارزوی او وې ويل چي د می د دويمي وروسته چي د پاکستان او د متحده ايالتونو تر منځ کومې ستونزې رامنځ ته سوې وې، پر هغوی به د نوموړي سفر مثبته اغېزې ولري او د اړيکو په بهتره کولو کي به کومک سي.



د امريکايي سناتور سفر و پاکستان ته پداسي ورځ تر سره سو چي د پاکستان په قبايلي سيمه کي يو ځل بياه بېپلوټه امريکايي الوتکو بريدونه تر سره او مرگ ژوبله يې رامنځ ته کړه. په اسلام آباد کي د جان کېري د خبري ناستي څخه يوه ورځ وروسته د سه شنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان پر سرحد امريکايي څرخي الوتکو بمباري کړې او لږ تر لږه دوه پاکستاني پوځيان يې ژوبل کړي دي.

جان کېري د پاکستان د لومړي وزير يوسف رضا گېلاني سره
جان کېري د پاکستان د لومړي وزير يوسف رضا گېلاني سرهانځور: AP


د پاکستان د اټومي پروگرام په هکله د يوې پوښتنې په ځواب کي کېري وويل:


« زه چمتو يم چي په خپلو وينو دا لاسليک کړم چي موږ د پاکستان د اټومي پروگرام سره هيڅ لېوالتيا نه لرو.»


يوسف رضا گېلاني پدغه خبري ناسته کي وويل چي پاکستان د تره گرۍ په وړاندي په جگړه کي تر بل هر هيواد زيات ځاني تاوانونه ليدلي دي. گېلاني زياته کړه چي د متحده ايالتونو او د پاکستاني امنيتي چارواکو تر منځ گډ کار ته بايد ادامه ورکړله سي.


کېري پداسي حال کي پاکستان ته سفر کوي چي داسي ويري رامنځ ته سوي چي ښايي امريکايي پوځونو د قبايلي سيمو څخه و بلوچستان صوبې ته هم خپل د بې پلوټه الوتکو بريدونه وغځوي. داسي اټکل کيږي چي د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر او د هغه مشهوره د کوټې شورا په کوټه کي پټه ده.


خو د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی رئيس د پاکستان و پارلمان ته د وينا پر وخت د می د دويمي د پيښي په هکله بخښنه غوښتې وه. پدې ترڅ کي دپاکستان پارلمان داسي قرارداد منظوره کړی ؤ چي که امريکا يو ځل بيا د پاکستان پر پولو تېری وکړي نو ښايي پاکستان د متحده ايالتونو سره پر خپله همکاري له سره فکر وکړي او د ناټو د اکمالاتي ټرانسپورټ لاره په پاکستان کي ټپه کړي.


احمدولي اڅکزی / آژانسونه


کتونکی: مسعود جهش