1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان کيري: د سوريې په کيمياوي بريد کي ۱۴۲۹ کسان وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۹, شنبه

په داسي حال کي چي د ملگرو ملتونو څېړونکو په سوريه کي د کيمياوي وسلو د استعمال په اړه تازه خپلي څېړني بشپړه کړي دي، د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري اعلان کړي دی چي ښکاره ثبوتونه لري.

https://p.dw.com/p/19ZJT
U.S. Secretary of State John Kerry speaks about the situation in Syria at the State Department in Washington, August 30, 2013. Kerry on Friday made a broad case for limited U.S. military action against Syria for its suspected use of chemical weapons, saying it could not go unpunished for such a "crime against humanity." REUTERS/Larry Downing (UNITED STATES - Tags: POLITICS MILITARY CONFLICT)
John Kerry äußert sich zum Syrien Konfliktانځور: Reuters

د جان کيري په خبره په سوريه کي د تيري اوونۍ د کيمياوي وسلو د استعمال له کبله ۱۴۲۹ تنه وژل سوي دي چي د هغو له جملې څخه ۴۲۹ تنه ئې کوچنيان دي. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير د سوريې د کيمياوي وسلو بريد «د بشريت پرضد جنايت» وباله او ويې ويل چي امریکا به د دغه جنايت په وړاندي غبرگون وښيي.

هغه دغه راز وويل چي «که د اسد رژيم د کيمياوي وسلو بريد ته جواب ور نه کړل سي، حزب الله او ايران به زړه ور سي.»

د ملگرو ملتونو څېړونکو په سوريه کي خپلي څېړني پای ته ورسولې او د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست پر ۳۱) نيوريارک ته سفر وکړي. خو د امریکا د بهرنيو چارو وزير د نن ورځي په خبرو کي اعلان وکړ چي «په قوی احتمال سره د کيمياوي گازو استعمال د سوريې د رژيم کار وو.»

په زهرجن گاز د وژل سوو قربانيانو انځور
په زهرجن گاز د وژل سوو قربانيانو انځورانځور: Reuters

جان کيري زياته کړه چي هيواد يې ښکاره او مطمئن شواهد لري چي د بشاالاسد رژيم د اگست مياشتي پر ۲۱ نېټه د خپلو خلگو پر وړاندي کيمياوي وسلې کارولي دي. د جان کيري په خبره: «د امريکا د اطلاعاتو ادارو واقعيتونه بررسي کړي دي او دې نتيجې ته رسېدلي دي چي دغه کړنه په دقيقه توگه تر سره سوې ده. له زرونو سرچينو څخه اسناد راټول سوي دي.»

څېړنکي وخت غواړي

د ملگرو ملتونو د يوه وياند په خبره د دغه سازمان څېړونکي سبا له سوريې څخه د نيورياک پر لور حرکت کوي. خو هغه څه چي په سوريه کي راټول سوي دي بايد دقيق وڅېړل سي تر څو په دې اړه خپل راپور چمتو کړي.

دا په داسي حال کي ده چي د آلمان خبري آژانس د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په حواله لیکي چي «فکر نه کوم چي د ملگرو ملتونو څېړني به نور اضافه معلومات وړاندي کړي.»

جان کيري د نن ورځي په خبرو کي زیاته کړه: «دا د بشريت پر وړاندي جنايت دئ. اوس دا پوښتنه نه ده مطرح چي څه سوي دي، بلکي پوښتنه دا ده چي نړيواله ټولنه د دې پر وړاندي څه کوي.»

د ملگرو ملتونو سازمان وياند مارتين نسيرکي په نيويارک کي په سوريه کي د څېړنيز ماموريت په اړه ويلي دي: «زموږ ټيم په سوريه کي د نمونو راټول ختم کړي دي او د شنبې په ورځ له سوريې څخه را گرځي او ډير ژر به د زهرجن گاز د استعمال په اړه خپل رپوټ وړاندي کړي.»

د ملگرو ملتونو د دغه وياند برخلاف د دغه سازمان یوه بل وياند د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي دا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي دغه راپور به څه مهال وړاندي سي. دغه وياند ويلي دي: «ځني فني محدوديتونه د دې خنډ گرځي چي سړی نسي کولای ووايي چي نتيجه به څه مهال وړاندي سي. د دغي موضوع د اعلان له پاره ټاکلی وخت نه دي اعلان سوی.»