1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ماموریت په اړه د ترمپ سختي پوښتنې

۱۳۹۶ مرداد ۱۶, دوشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریک تیلرسن، د دوشنې په ورځ ویلي دي چې ولسمشر ترمپ په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژي په هکله له خپلو سلاکارانو «سختې پوښتنې کړي» او په وینا یې اراده نه لري چې د پخوا په څیر وضعیت ادامه ومومي.

https://p.dw.com/p/2hn75
USA Präsident Donald Trump in Washington
انځور: Getty Images/AFP/J. Watson

د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې سپینې ماڼۍ د ۱۶ کلنې جگړې وروسته په دغه هیواد کې د امریکا متحدو ایالاتو د پلان په هکله له سره غور پېل کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې داسې رپوټونه هم ورکړل کیږي چې د متحدو ایالاتو د ولسمشر ترمپ د ملي امنیت سلاکاران په دې خبره سره ویشلي دي چې افغانستان ته نور ځواکونه واستوي او یا خپل ځواکونه راوباسي.

په مانیلا کې د سیمه ایز امنیتی فورم په څنډه کې تیلرسن ولسمشر ترمپ ته د خپلې مشورې په هکله څه په ډاگه نه کړل، خو ویې ویل چې ترمپ به د پخوا په څیر د جگړې له دوام سره راضي نه وي. تیلرسن خبریالانو ته وویل: «ولسمشر نه غواړي دغه څه ومني، نو هغه ځینې سختې پوښتنې کوي.»

د تیلرسن په خبره د ولسمشر د ملي امنیت شورا درې واري پر دغه موضوع خبري کړي او مرستیال ولسمشر پینس، ستراتیژۍ ته د بیا کتنې په برخه کې هم لیوالتیا لري.

تیلرسن زیاته کړه: «ولسمشر ځینې ډیرې مهمې پوښتنې کوي، [هغه داسې] ښې پوښتنې [کوي] چې زما په آند یې باید وپوښتي. او ښایي دا هغه پوښتني وي چې په تیر وخت کې یې چا د راولاړولو اراده نه درلوده.»

د متحدو ایالاتو جنرالانو د افغانستان کړکیچ د یوه بن بست، په توگه عنوان کړی دی او د امریکا متحدو ایالاتو او د ناټو د نورو هیوادونو د ډیرو مرستو سربیره هم افغان امنیتي ځواکونه په دې هڅه کې دي چې طالبان پر شا وتمبوي.

دغه وضعیت ته د رسیدگي په موخه لا تر مخه په یوه اقدام کې ترمپ د دفاع وزارت مشر جنرال جیم متیس ته د دې صلاحیت ورکړ چې په افغانستان کې د ځواکونو د شمیر په هکله تصمیم ونیسي. خو د څو میاشتو په تیریدو سربیره هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمیر نه دی لوړ شوی. اوسمهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکایي او د ناټو شا او خوا ۵۰۰۰ بهرني سرتیري مقر دي.

رپوټ زیاتوي چې متیس غواړي تر هغه وخته انتظار وکړي چې سپینه ماڼۍ نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او په ځانگړې توگه د پاکستان په هکله هر اړخیزه ستراتیژي وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو رپوټونو په حواله د ستیف بنن، په گډون د ولسمشر ترمپ یو شمیر مشاورین غواړي په افغانستان کې د جگړې لگښتونه کم شي. هغوی غواړی چې ترمپ یا له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي او یا هم د دې هیواد د ماموریت مسوولیت خصوصي امنیتي شرکتونو ته وسپاري.

خو ریک تیرلسن په خپلو خبرو کې ټینگار کړی دی چې ولسمشر ترمپ خپلو مشاوینو ته دنده سپارلې چې د افغانستان د جگړې د گټلو له پاره خپلو پلانونه وړاندې کړي څو وضعیت بدلون ومومي.