1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تیر کال ۲۸۰ زره کسانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې

۱۳۹۵ دی ۲۲, چهارشنبه

تیر کال تر هغې د یوه کال مخکې په پرتله د هغو کسانو په شمیر کې په واضح ډول کموالی راغلی دی چې په آلمان کې یې د پناهندګۍ غوښتنه کړې. د مهاجرو شمیر دوه پر دریو را کم شوی دی.

https://p.dw.com/p/2Vdya
Deutschland Flüchtlinge kommen an der ZAA in Berlin an
انځور: Getty Images/S. Gallup

تیر کال په آلمان کې ۲۸۰ زره کسانو د پناهندګۍ غوښتنه کړې. د آلمان د کورنیو چارو وزارت دغه ارقام د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارۍ د لومړینو محاسبو پر بنسټ خپاره کړي دي. دغه شمیر د ۲۰۱۵ کال له یو پر دریمې برخې څخه هم کمه ده. په ۲۰۱۵ کال کې په آلمان کې ۸۹۰ زره مهاجر ثبت شوي ول.

په ۲۰۱۵ کال کې تر یوه میلیون د ډیرو مهاجرو راتګ اروپایې اتحادیه له یوه کړکیچ سره مخامخ کړې وه. له یوې خوا په سیاسي ډګر کې بحثونه راپوته شول له بلې خوا په یو شمیر اروپایې هیوادونو کې د مهاجرو مخالف ګوندونو محبوبیت زیات شو.

کارپوهانو په دې باور دي چې د مهاجرو په اړه د ۲۰۱۶ کال احصایې او ارقام د روان کال پارلماني ټاکنې تر خپل اغیزې لاندې راوستلی شي. داسې اټکلونه هم شوي دي چې د روان کال په پارلماني ټاکنو کې به د مهاجرو د راتګ او په ټولنه کې د دوی د ادغام مساله د ټاکنیزو کمپاینونو مهمه برخه وي.

هغه پالیسي چې د آلمان صدراعظمې په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجرو د کنترول په برخه کې خپله کړې وه اوس په ډیرې سختې سره نافذ او عملي کیږي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر په حواله په آلمان کې د مهاجرو د پناغوښتنې د غوښتنلیکونو تر ردیدو وروسته، د بیرته ستنیدونکو مهاجرو په شمیر کې هم زیاتوالی راغلی دی. دیمیزیر دا هم وویل چې تر اوسه پورې د مهاجرو د ستندیدو بهیر د قناعت وړ نه دی.

له آلمان څخه افغانستان ته د مهاجرو د ستنیدو لومړی پرواز په ۲۰۱۶ کال کې پیل شو
له آلمان څخه افغانستان ته د مهاجرو د ستنیدو لومړی پرواز په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوانځور: Reuters/R. Orlowski

د آلماني چارواکو په حواله ۸۰ زره مهاجر په خپله خوښه او یا هم په زور له دغه هیواد څخه اخراج شوي دي. دیمیزیر زیاته کړه چې په ۲۰۱۵ کال کې ۳۵ زره مهاجرو په داوطلبانه شکل خپلو خپلو هیوادونو ته د ستنیدو پریکړه کړې وه، په داسې حال کې چې دغه رقم په ۲۰۱۶ کال کې ۵۵ زرو ته لوړ شو.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر په ۲۰۱۶ کال کې له آلمان څخه په زوره د اخراج شویو مهاجرو شمیر ۲۵ زره وښود. د دغه وزارت په حواله په ۲۰۱۵ کال کې ۸۹۰ زره مهاجر آلمان ته راغلي ول چې د هغو له جملې څخه ۷۴۵ زرو یې په رسمي ډول د پناهندګۍ غوښتنه کړې وه.

تیر کال د آلمان فدرالي ادارې د ۶۹۵ زره پناغوښتونکو د دوسیو په هکله پریکړه وکړه، چې دا د نوموړي ادارې په تاریخ کې یو بې ساری رقم دی. د دغو پناغوښتونکو له ډلې څخه ۳۷ سلنه یې د جنیوا د کنوانسیون له مخې د مهاجر په توګه په رسمیت پیژندل شوي دي او پاتې ۲۲ سلنو یې د موقتي پناهندګۍ اسناد ترلاسه کړي دي.

تیر کال د پناه غوښتنې تر ټولو ډیرې غوښتنلیکونه د سوریایې مهاجرو له خوا وړاندې شوي ول. تر دې وروسته په دویم قدم کې افغانان او ورپسې د عراقي اتباعو ول.